د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ درېدل؛ بي بي سي یې زیانونو ته کتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهيم اميري
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو د تړل کېدو یو کال پوره کېږي، چې نه یوازې یې د دواړو هېوادونو پر اقتصاد بلکې پر سیمه ییز تجارت هم ژور اغېز کړی دی.
د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له وسله والو نښتو او بریدونو وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې تجارتي لارې وتړلې.
له دې کبله په افغانستان او پاکستان کې د میلیونونو ګروندګرو، صنعتکارانو، تجارانو، ترانسپورټرانو او نورو اړوندو کسانو ژوند او کاروبار اغېزمن شوی دی.
پر افغانستان د لارو د بندېدو اغېزې
دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې د دومره اوږدې مودې لپاره تړل شوي دي. تورخم، سپین بولدک، غلام خان، خرلاچي او انګور اډه هغه پنځه تجارتي لارې دي چې د افغانستان او پاکستان او همدا ډول د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ هر کال د میلیاردونو ډالرو دوه اړخیز او ترانزیتي تجارت پرې کېده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګریزو لارو د بندېدو د پړې ګوته پاکستان نيسي او تور لګوي چې پاکستان تجارت د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي او غوښتنه یې وکړه چې تجارت باید له سیاست سره ونه تړل شي.
د لارو له بندیدو یوه میاشت وروسته د طالبانو په حکومت کې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو ته سپارښتنه وکړه چې پر بدیلو لارو سوداګرۍ ته مخه وکړي او مارکیټونه ومومي.
که څه هم په افغانستان کې سوداګرو او حکومت د بدیلو لارو او سرچینو موندلو ته پام ډېر کړی خو په افغانستان کې پر بېلابېلو سیکټورونو له پاکستان سره د تجارتي لارو د تړلو اغېز جوت و.
د افغانستان پر تازه میوو او سبو اغېزې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزی وايي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو پر سوداګرۍ په ځانګړې توګه د تازه میوو او سبو پر صادراتو ناوړه اغېزه کړې ده.
د هغه په وینا که څه یوه اندازه تازه میوه نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي خو پاکستان د افغانستان تازه میوو لپاره لنډ مارکیټ دی.
په افغانستان کې د تازه میوو سوداګر وايي له پاکستان سره د سوداګرۍ له بندېدو وروسته نورې نړۍ ته تازه او وچې میوې هغسې چې ښايي پاکستان او له هغې لارې هندوستان ته نه لېږدول کېږي او په کور دننه یې بیې ټېټې دي.
په کندهار کې د تازه میوو سوداګر حاجي سعدالله بي بي سي ته وویل چې د تازه میوو بیې اتیا سلنه ټېټې شوې دي.
د کراچۍ بندر
د میوو په صادراتو کې د ستونزو ترڅنګ افغانستان ته بل زیان د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د ترانزیت تجارت له کبله اوښتی دی.
په افغانستان کې د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي که څه هم د پاکستان پرځای پر نورو لارو افغانستان ته د توکو واردات ګران پرېوزي خو په عمومي ډول د افغانستان په سوداګرۍ کې ډېر جدي خنډونه نه دي رامنځ ته شوي.
ایران، روسیه، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، چین، بلاروس او ترکیه هغه هېوادونه دي چې اوس مهال افغانستان ته ترې د نورو هېوادونو پرتله ډېر توکي راوړل کېږي چې د پاکستان پرتله یې لاره اوږده ده.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان جان الکوزی وايي هغه توکي چې اوس مهال افغانستان ته د چین او منځني ختیځ له لارې راځي، نسبتاً ګران پرېوزي.
د هغه په وینا د پاکستان له لارې افغانستان ته د یوه کانټېنر پر راوړلو تر دوه نیمو زرو ډالرو پورې لګښت راتلو خو اوس په نورو لارو پر یو کانتنر تر لسو زرو ډالرو لګښت هم راځي
د ایران، امریکا او اسرائیلو جګړه
له پاکستان سره د تجارتي لارو له تړل کېدو څلور میاشتې وروسته د امریکا او اسرائیلو جګړه له ایران سره پیل شوه چې له کبله یې نه یوازې د تېلو بیې لوړې شوې بلکې د ایران له لارې د افغانستان تجارت هم ورسره ډېر ستونزمن شو.
افغانستان ته د سوداګرۍ تر ټولو لنډه او ارزانه لاره د پاکستان هغه بلل کېږي. له همدې کبله په افغانستان کې د یو شمېر توکو بیې هم لوړې شوې دي. په کابل او کندهار کې چې بي بي سي له ځینو هټیوالو سره خبرې وکړې هغوی وویل چې نه یوازې د ځینو توکو بیې لوړې شوې بلکې د دوی ګټه هم ورسره کمه شوې ده.
په کندهار کې د خوراکي توکو یوه هیټوال حضرت ولي قیس بي بي سي ته وویل، مخکې چې به دوی اتیا افغانۍ ګټه کوله اوس هغه شلو افغانیو ته ټېټه شوې ده.
د تولېد او ظرفیتونو لوړېدل
له پاکستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو د بندو له کبله نه یوازې د نورو بدیلو تجارتي لارو او بازارونو موندلو ته د افغان سوداګرو او چارواکو پام ډېر شوی بلکې په افغانستان کې دننه د کورني تولید او پانګونې کچه هم ډېره شوې.
په افغانستان کې د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي، د پاکستان فشار په افغانستان کې پر ځان بسیاینې اړتیا او وړتیا ډېره کړې ده.
د هغه په وینا په تېر یو کال کې ګڼو فابریکو په فعالیت پیل کړی او اوس تولیدي ظرفیت له پخوا څو چنده ډېر شوی دی چې اړتیاوي پوره کړي.
د یوه کال له تېرېدو وروسته هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترنګلتیا په خپل ځای پاتې ده او تجارتي لارې هم تړلې دي چې د پرانیستو هېڅ څرګ یې نه ښکاري او تاوانونه یې دواړو هېوادونو ته رسېږي.
پر پاکستان د لارو د بندېدو اغېز

د عکس سرچینه، Getty Images
یو کال مخکې د پاکستان له خوا له افغانستان سره د تجارتي لارو تړل کېدو خپله په پاکستان کې هم پر عمومي اقتصادي حالت او مشخصو سکټورونو ناوړه اغېز کړی دی.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې سوداګر او کاروباریان وايي چې د سوداګریزو لارو له بندېدو سره نه یوازې په ګڼ شمېر کې خلک بې روزګاره شوي بلکې د ګڼو فابریکو تولید یا بند شوی یا هم ډېر محدود شوی دی.
له پاکستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو له بندېدو دمخه له پاکستانه په کلني ډول د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت سیمېنټ، درمل، وریجې، ټوکر او د تازه میوو او سبو د څو ډولونو په ګډون یو شمېر توکي افغانستان ته وړل کېدل.
دغه راز پاکستان د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره تجارت کاوه او هر کال یې په زرګونه ټنه توکي وړل راوړل. خو د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو له بندېدو سره په پاکستان کې له دې سوداګرۍ سره تړلي ګن شمېر خلک زیانمن شوي دي.
خيبر پښتونخوا کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر زاهد الله شینواري بي بي سي ته وویل، د دې ایالت سوداګري او کاروبار تر ۹۰ سلنې پورې له افغانستان سره تړلی و خو اوس چې لارې بندې دي ډېری فابریکې تړل شوي یا د تولید کچه له سلو ۱۵ سلنې ته کمه شوې ده.
ترانسپورت

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او افغان ټرانزیټ تجارت لپاره له لسګونو زرو لاریو یا ټېلري موټرو کار اخیستل کېده.
د رسمي شمېرو له مخې د لارو له بندېدو دمخه د تورخم له لارې هره ورځ له اتو سوو تر دولس سوو پورې، د چمن سپین بولدک له لارې له پنځو تر اتو سوو پورې، او د خرلاڅي، غلام خان او انګورو اډې له لارې له دریو تر پنځو سوو پورې لارۍ موټرو تګ راتګ کاوه او توکي یې لېږدول.
د رپوټونو له مخې د هغو پاکستاني ترانسپورتي شرکتونو کاروبار اوس له ډېر زیان سره مخامخ شوی چې له پاکستانه یې سېمېنټ، درمل، ټوکر، اوړه، وریجې او نور توکي افغانستان ته لېږدول.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان ترانسپورت په نامه د شرکت مشر ملک بلال وايي، زرګونه کسان یوازې د تورخم له لارې له سوداګرۍ سره تړلي وو چې اوس بي روزګاره شوي او د دوی زرګونه لارۍ هم ولاړې دي.
د توکو بیې

د عکس سرچینه، Getty Images
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې یو شمېر دوکانداران وايي د سوداګریزو لارو بندېدو د دوی پر کاروبار منفي اغېزه کړې او د توکو بیې لوړې شوي په ځانګړې توګه د هغو چې مخکې له افغانستانه وروړل کېدل، لکه تازه او وچې میوې او سبزي. په پېښور کې یوه دوکاندار عمیر بي بي سي ته وویل، د بیو د لوړېدو ترڅنګ ډېر شمېر خلک هم بې روزګاره شوي دي.
د پاکستان لخوا وخت ناوخته د لارو بندول، د سوداګریزو تعرفو لوړول، د موټر چلوونکو لپاره د ویزو حتمي کول، په کراچۍ او نورو بندرونو کې د افغان سوداګرو د توکو ایسارول هغه څه وو چې په بشپړه توګه د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو له تړل کېدو دمخه یې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه کمه کړې وه، خو بیا هم د پاکستان په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې سلګونو زره کسان له افغانستان سره پر سوداګرۍ تکیه وو چې اوس ډېری بې روزګاره شوي دي.
له همدې کبله په تېر یو کال کې په پاکستان کې د سوداګرو او صنعتکارانو په ګدون یو شمېر خلک له خپل حکومته په بیا بیا غوښتنه کړې چې له افغانستان سره دې لارې پرانستل شي.
ښاغلي شینواري وویل، له افغانستان سره د پاکستان د تجارتي لارو د تړل کېدو او د افغانستان له لارې د منځني اسیا هېوادونو سره د پاکستان د تجارت د بندېدو له کبله په تېر یوه کال کې خپله د پاکستان اقتصاد ته ډېر زیان اوښتی دی.
د تجارتي لارو د بندیدو ناوړه اغېزو ته په کتو نه یوازې د پاکستان تجاران او په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې مېشت وګړي په عمومي ډول د تجارتي لارېو د پرانیستو غوښتنه کوي په افغانستان کې هم خلک او سوداګر غواړي چې سیاست او تجارت باید سره ونه تړل شي. ځکه د دوی په وینا د تجارت د بندېدو تر ټولو ډېر زیان د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو کې مېشتو خلکو ته رسېږي.



















