تارړ ادعا کړې، د ټيټيپي له ۶ زرو ډېر وسلهوال په افغانستان کې دي؛ مجاهد: "پروپاګند کول ناکام سیاست دی"

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، "د پاکستاني چارواکو له خوا د بې ځای تورونو لګول، د مذاکراتو بهیرونو سبوتاژ کول او د حل پر ځای د لوړ رتبه چارواکو ټول تمرکز په پروپاګند، ناکام سیاست دی."
هغه نن دوشنبه (د اکتوبر ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي بیان کې لیکلي چې د پاکستاني چارواکو لخوا پر افغانستان د "خپلو ناکامیو" د پړې اچول هېڅ ستونزه نه حل کوي.
ځینې راپورونه وایي، ښاغلي مجاهد دغه بیان ظاهرآ د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې خپور کړی دی.
د اطلاعاتو د وفاقي وزیر عطالله تارړ نن په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ادعا کړې وه چې په افغانستان کې "له ۲۰ زرو ډېر تندلارې" دي او دا چې ګوندې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) له "۶ زرو ډېرو جنګياليو د افغانستان په خاوره کې پناه اخیستې".
د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان دا ډول ادعاوې او تورونه رد کړي دي.
ښاغلي تارړ د ترهګرۍ ضد مبارزې د بدلېدونکي وضعيت په اړه دې غونډې ته وویل، پاکستان په بېلابېلو نړيوالو او ډيپلوماتيکو فورمونو کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې خپله خاوره د سختدريځو ډلو د فعاليتونو لپاره کارېدو ته پرې نه ږدي.
عطاالله تارړ ادعا کړې چې دغه وسلهوال د افغانستان په خاوره کې په خوندي پټنځايونو کې ژوند کوي او هلته بېلابېلې روزنې ترلاسه کوي.
همدا راز د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم نن د ستراتېژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل: "د پاکستان له افغانستانه یوازې یوه غوښتنه لري او هغه دا چې خپله خاوره دې د پاکستان پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي."
اسحاق ډار وویل چې د طالبانو حکومت باید "ترهګرو ته د وسلو او هر ډول نورو مرستو برابرول" بند کړي.
نوموړي زیاته کړه چې "په افغانستان کې د ناقانونه اعلان شوې ټيټيپياو نورو ترهګرو موجودیت د سیمې سولې ته ګواښ دی."
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې په پاکستان کې "سیاسي، امنیتي، ټولنیز او اقتصادي مشکلات د اندیښني وړ دي" او پر "ټوله سیمه منفي اثرات لري."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی چې پاکستان باید په کور دننه "د خپلو مشکلاتو د حل لپاره رغنده ګامونه واخلي، د خپلو سیاسیونو او ولسونو مشورو او حقونو ته درناوی وکړي."
د يادونې وړ ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم په وار وار ادعا کړې چې وسلهوال په افغانستان کې پر پاکستان د بريدونو پلانونه جوړوي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او ټينګار کوي چې 'ټيټيپي" د پاکستان کورنۍ مسئله ده.
د پاکستان پوځ د همدې ادعا له مخې تېر یو کال په وار وار د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې مرګوني هوايي بریدونه هم کړي دي.
د همدې ستونزې له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ لارې له یوه کال راهیسې تړلې دي.
د تارړ ادعا: د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ټولو ډېره قرباني پاکستان ورکړې

د عکس سرچینه، PTV
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په داسې حال کې په پاکستان کې د سیاسي، امنیتي، او ټولنیز ستونزو یادونه کوي او سیمې ته یې د ناوړه اغېزو په اړه اندېښنه ښيي، چې د پاکستان مرکزي حکومت تېره ورځ په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت بې واکه کړ او د رپوټونو له مخې د دغه ایالت د اعلی وزیر سهیل اپریدي په ګډون یې د پيټيای ګڼ مشران نیول شوي دي.
سهیل اپریدي پر دې ټینګار کاوه چې د طالبانو له حکومت سره ستونزې او اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل شي او دا چې د کړکېچ غځېدو او د لاړو تړل کېدو د دغه ایالت اقتصاد ته پام وړ زیان رسولی.
اوس د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطالله تارړ وویل پاکستان دا مهال د سختدريځۍ له جدي ننګونې سره مخامخ دی، خو دولتي ادارې او ولس په ګډه د دې خطر پر وړاندې د مبارزې هوډ لري.
نوموړي ادعا وکړه چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ټولو ډېرې قربانۍ ورکړې او له ۱۰۰ ميليارده ډالرو زيات اقتصادي زيان يې ګاللی دی.
عطاالله تارړ ټينګار وکړ چې يو سولهييز او باثباته افغانستان نه يوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سيمې په ګټه دی، او پاکستان به په سيمه کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.



















