د امریکا یوه پخوانۍ پوځۍ ایران ته پر جاسوسۍ تورنه او د نیولو لپاره یې جایزه اعلان شوې: مونیکا وېټ څوک ده؟

د عکس سرچینه، FBI
د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (FBI) د پخوانۍ امریکايۍ پوځۍ مونیکا وېټ د نیولو لپاره د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو جایزه اعلان کړې ده.
د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې په واشنګټن ډي سي کې یوې فدرالۍ جرګې پرې د جاسوسۍ او د ایران حکومت سره د ملي دفاع اړوند معلوماتو سپارلو تور پورې کړی و.
د جرم رسمي راپورکې ویل شوي چې مونیکا وېټ په ۲۰۱۳ کال کې ایران ته تللې وه. د مې پر ۱۴مې د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې د امریکا پلټنو ادارې لا هم د هغې د موندلو هڅې روانې ساتلې دي.
په واشنګټن کې د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (FBI) د پخوانۍ امریکايۍ پوځۍ مونیکا وېټ د نیولو لپاره د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو جایزه اعلان کړې ده. د ضد استخباراتو او انټرنټي امنیت څانګې مسول ډانیل ویرزبکي ویلي، "مونیکا وېټ څه باندې لس کاله مخکې ایران ته تللې وه او د ایران حکومت ته یې د ملي دفاع اړوند معلومات ورکړي دي او ښايي اوس هم د هغوی له فعالیتونو ملاتړ کوي."
هغه زیاته کړې، "د امریکا تحقیقاتو ادارې هغه نه ده هېره کړې او باور لري چې په ایران کې به خامخا یو څوک د هغې د ځای په اړه معلومات ولري."
مونیکا الفریډ وېټ څوک ده؟
د هغې د ماشومتوب په اړه ډېر جزییات نشته، خو د امریکا پلټنو فدرالي ادارې د اړوند کسانو په اړه یوه لیکنه کې ویلي چې مونیکا وېټ د ۱۹۷۹ کال د اپرېل پر ۸مه نېټه د ټیکساس ایالت په ایل پاسو ښار کې زیږېدلې ده.
د اېنډیډ (Indeed) په نوم د دندې موندلو وېبپاڼې له مخې، هغې د ۱۹۹۷ کال په ډسمبر کې د امریکا له هوايي ځواک سره کار پیل کړ او د امریکا د هوايي ځواک اوفټ نومې پوځي اډې (Offutt Air Force Base) ته واستول شوه. هغه ځای چې هغې په کې د استخباراتي متخصصې په توګه کار کاوه او د فارسۍ ژبې اړوند چارو مسولیت یې درلود.
د ۲۰۰۳ کال له نومبرمیاشتې وروسته هغې په مریلینډ سیمه کې د امریکا هوايي ځواک ځانګړو پلټنو دفتر (AFOSI) کې د ځانګړې استازې په توګه دنده ترسره کړه.
د امریکا هوايي ځواک ځانګړو پلټنو دفتر وېبپاڼې له مخې د دې ادارې دنده دا ده چې د هوايي ځواک، دفاع وزارت او د امریکايي حکومت ضد ګواښونه وپېژني او بېاغېزه یې کړي.
په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا هوايي ځواک یوه ویاند بي بي سي ته ویلي وو چې مونیکا وېټ د ۲۰۰۸ کال په جون میاشت کې له خپلې دندې ګوښه شوې وه. هغه مهال چې هغې د یوې تخنیکي کارپوهې په توګه دنده ترسره کوله.
هغې ته یې د دندې پر مهال څو جایزې هم ورکړل شوې وې چې په کې د هوايي مډال (Air Medal) په نوم جایزه هم شامله ده. دا هغه مډال دی چې د "زړورتیا یا غیرمعمولي خدماتو" لپاره وړ کسانو ته ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، FBI
د ۲۰۰۸ کال مې میاشت کې له امریکايي پوځ وتلو وروسته مونیکا وېټ په راتلونکو اوه میاشتو کې د میریلینډ په ایالت کې د بوز الېن همېلټن (Booz Allen Hamilton) په نامه شرکت سره د یوې سلاکارې په توګه کار وکړ. هلته یې د "ایرانۍ چارو" په اړه مشورې ورکولې او خلکو ته یې د ژبنيو او کلتوري مهارتونو چارې برابرولې.
هغې د ۲۰۰۸ له نومبر د ۲۰۱۰ کال تر اګست میاشتې په ویرجینیا کې د چینیېر فدرال سیستمونه (Cheniere Federal Systems) په نامه یو بل شرکت سره د منځني ختیځ برخې مشرې په توګه دنده ترسره کړه.
د دې په وینا په دې موده کې هغې د نړۍ په کچه د بهرنیو استخباراتي ادارو پر ضد د حساسو متقابلو استخباراتي عملیاتو څارنه کوله.
وروسته، د ۲۰۱۰ کال له ډسمبره د ۲۰۱۱ کال تر مې پورې هغې په واشنګټن کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا وګړو ته د تعلیم، روزنې او انګرېزۍ ژبې زده کړې خدمتونو وړاندې کوونکې ادارې (AMIDEAST) سره کار وکړ. هغه خیریه بنسټ چې په منځني ختیځ کې د نړیوالو زدهکړو، روزنې او پرمختیايي فعالیتونو لپاره کار کوي.
په دې خیریه بنسټ کې د کار پر مهال، د هغې د ژوند او زده کړو لنډو معلوماتو یا سي وي له مخې، هغې د امریکا په پوهنتونونو کې د ۶۰ تنو عراقیانو د (فولبرایټ) سکالرشېپونو غوښتنیکونه ټول کړي وو.
په اسنادو کې دا هم ویل شوي چې مونیکا وېټ د میریلینډ له پوهنتونه لېسانس، د جورج واشنګټن له پوهنتونه ماسټري، او د دفاعي ژبو له انسټیټیوټه د فارسۍ ژبې سند ترلاسه کړی.
د جورج واشنګټن پوهنتون نړیوالو چارو ژورنال په ۲۰۱۲ کال کې د هغې دوه مقالې خپرې کړې. له هغو یوه مقاله کې هغې پر امریکا نیوکه کړې وه چې د ایران ګاونډي هېوادونه تهران سره د اړیکو پرې کولو ته هڅوي.
د وېټ د سي وي له مخې، هغې په عراق، قطر، اردن، ترکیه، متحده عربي اماراتو، تاجکستان او ایران کې ژوند او کار کړی دی.

د عکس سرچینه، FBI
'د پټو معلوماتو تبادله'
د ۲۰۱۹ کال د جرم رسمي راپور له مخې، مونیکا وېټ په ۲۰۱۲ کال کې په یوه داسې کنفرانس کې د ګډون لپاره ایران ته تللې وه، چې په کې د "امریکا د اخلاقي معیارونو" پر ضد نیوکې شوې وې او د امریکا ضد پروپاګند ته وده ورکول کېده.
د جرم رسمي راپور کې ویل شوي چې هغه بیا په راتلونکي کال ایران ته ولاړه او ایراني چارواکو ورته د اوسېدو ځای او کمپیوټري وسایل برابر کړل چې د هغوی لپاره کار وکړي.
چارواکي وايي له هغه وروسته بیا وېټ له تهران سره کار پیل کړ، چې په کې د پټو معلوماتو تبادله او د خپلو پخوانیو همکارانو په اړه د معلوماتو راټولول شامل وو.
د تورونو لېست یا د جرم رسمي راپور کې دا هم ویل شوي چې د هغې د پوځ او حکومتي قراردادي دندې له امله هغې "پټو او ډېرو محرمو" معلوماتو ته لاسرسی درلود چې په کې د امریکا د استخباراتي شبکې د پټو کارکوونکو اصلي نومونه هم شامل وو.
د عدلیې وزارت د جرم رسمي راپور کې ادعا کړې چې وېټ د ایران له خوا ګومارل شوې وه او هلته له تګ وروسته یې نه یوازې د امریکا د استخباراتي معلوماتو د راټولولو یو پروګرام افشا کړی و بلکې د یوه امریکایي استخباراتي افسر هویت یې هم څرګند کړی و، چې له امله یې د هغه افسر ژوند له خطر سره مخ شوی و.
څارنوالانو تور لګولی چې د ۲۰۱۲ کال له جنورۍ تر ۲۰۱۵ کاله وېټ په ایران او نورو هېوادونو کې له ایرانیانو سره په ګډه کار کړی و چې د امریکا ملي دفاع اړوند اسناد او معلومات ترلاسه کړي، په دې نیت چې د امریکا پر ضد او د ایران په ګټه وکارول شي.
ویل شوي چې هغه وخت د هغې عمر ۳۹ کاله و او ایران ته یې داسې معلومات ورکړي چې د امریکايي حکومتي کارکوونکو او استخباراتي افسرانو پر ضد کارول کېدی شي.
د امریکا پلټنو ادارې په وینا، ایران ته د هغې تګ د ایران د سپاه پاسداران لپاره ګټور تمام شوی، چې د څو وسلهوالو ډلو مستقیم ملاتړ کوي او د امریکا پر وګړو او ګټو هم بریدونه کوي.
په ۲۰۱۹ کال کې د جرم رسمي راپور کې ویل شوي چې څلور ایراني کسان هم کمپیوټر ته د غیر قانوني لاسرسي پر هڅې او د هویت غلا په تور نومول شوي وو، چې ویل کېږي د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ یې د انټرنټي بریدونو او ځینو نورو لارو هڅه کړې وه لږ تر لږه اته امریکایي حکومتي کارکوونکي په نښه کړي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې یا خو یې له مونیکا وېټ سره کار کړی و او یا یې ورسره اړیکه درلوده.




















