تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبه؛ بنګالي لوبغاړو په لومړۍ ورځ ۳۱۷ منډې وکړې
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د يوازينۍ ټېسټ لوبې په لومړي ورځ بنګله دېش د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۷ منډې وکړې.
د دې د ټېسټ لوبې پچه بنګله دېش وکټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
د لوبې په لومړۍ ورځ د بنګله دېش تنزيد حسن خپله وېکټه د عصمت عالم په توپ په ۸۳ منډو له لاسه ورکړه.
د افغانستان محمد سليم دری، يمین احمدزي دوه، عصمت عالم دوه او قيس احمد یو بنګالی لوبغاړی وسوځاوه.
د بنګله دېش لپاره بيا شادمان اسلام ۶۷، لېتون داس ۵۳، مومن الحق ۳۹، نجم الحسن شانتو ۲۹ او مهدي حسن معراج ۲۴ منډې وکړې.
دا د دواړو هېوادونو ترمنځ يوازينۍ ټېسټ لوبه ده چې د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.
د افغانستان له لوري د دې سيالۍ لپاره د رحمت شاه په مشرۍ، عبدالملک، صدیق الله اتل، حشمت الله شهيدي، اکرام عليخېل، ضيا الرحمان، شاهدالله کمال، يمن احمدزی، قيس احمد، محمد سليم او عصمت عالم غوره شوي دي.
بل پلو د بنګله دېش لپاره د نجم الحسين شانتو په مشرۍ، شادمان سلام، تنزيد حسن، مومن الحق، مشفق الرحيم، لېتون داس، مهدي حسن معراج، حسن محمود، تاج اسلام او عبادت حسين لوبېږي.
د افغانستان نورې راتلونکې لوبې
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ له دې ټېسټ لوبې وروسته به د همدې اوکټوبر مياشتې پر ۱۷مه نېټه د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې تر منځ د يو ورځنيو سياليو درې اړخيزه لوبلړۍ کېږي چې تر ۲۳ نېټې به دوام وکړي.
د دې دری اړخيزې لوبلړۍ له پايته رسېدو وروسته له زېمبابوې سره د دريو شل اوريزو سياليو لوبلړۍ پلان شوې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ له مخې، د یادې شل اوریزو لوبلړۍ له پايته رسېدو سره سم به له زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ لوبه د نومبر مياشتې پر پنځمه او دويمه د همدې مياشتې پر ۱۳ نېټه پیل شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ، دا لوبلړۍ د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې کرېکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتيا او پراختيا کې مهمه بولي.