اتو مسلمانو هېوادونو د اسرائیلو د مېشتځايونو پلان غندلی

شهرک اسرائیلی معاله ادومیم در کرانه باختری اشغالی؛ طرح موسوم به «ای-۱» در منطقه‌ای میان این شهرک و بیت‌المقدس شرقی قرار دارد

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، شهرک اسرائیلی معاله ادومیم در کرانه باختری اشغالی؛ طرح موسوم به «ای-۱» در منطقه‌ای میان این شهرک و بیت‌المقدس شرقی قرار دارد
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

اتو اکثريت مسلمان هېوادونو په يوه ګډه اعلاميه کې په لوېديځه غاړه کې د اسرائیلو د ښارګوټو جوړولو تګلاره غندلې او د "يي-۱" په نامه د ښارګوټي د جوړولو طرحه یې د "خطرناکو ترينګلتياو زياتوالی" بللی دی.

د سعودي عربستان، مصر، پاکستان او اندونيزيا په ګډون د يو شمېر هېوادونو بهرنيو چارو وزیرانو د دې طرحې مخالفت څرګند کړی دی.

تر دې ورمخکې هم د اوو هېوادونو يوې ډلې چې بریتانيا، فرانسه، جرمني او کاناډا په کې شامل وو له شرکتونو غوښتي وو چې د دغو ښارګوټو د جوړولو اړوند په داوطلبيو کې ګډون ونه کړي.

د اسرائیلو حکومت د يي۱ (E1) په نامه د یوه داسې ښارګوټي طرحه پلان کړې چې له مخې یې په ختیځ بیت المقدس کې زرګونه استوګنیز واحدونه جوړېږي.

نیوکګر یې وايي، د دې طرحې پلي کېدل د لوېدیځې غاړې د شمال او سوېل ترمنځ جغرافیایي پیوستون ګډوډ او د یوه واحد فلسطیني دولت جوړېدل لا ستونزمنوي.

دا غندنې په داسې حال کې کېږي چې د اسرائیلو حکومت په لوېدیځه غاړه کې د ښارګوټو د پراختیا بهیر چټک کړی دی.

شل کاله وړاندې د اسرائیلو د هغه مهال حکومت د اشغال شوې لویدیځې غاړې په شمال کې کادیم ښارګوټی خوشی کړی و خو اوس د اسرائیليانو یو نسل بېرته دغه ښارګوټي ته ورستون شوی.

د اسرائیل اوسني حکومت د جنین شاوخوا سیمو کې د مېشتېدو او استوګنې هغه بندیز هم لغوه کړی چې په ۲۰۰۵ کال کې د دغو ښارګوټو له پرېښودو وروسته لګول شوی و.

د نړیوالو قوانینو له مخې، په اشغال شویو سیمو کې اسرائیلي ښارګوټي غیرقانوني ګڼل کېږي، خو اسرائیل دا نظر نه مني.

کادیم د هغو څلورو ښارګوټو وروستی دی چې په ۲۰۰۵ کال کې تخلیه شوي وو او اوس بېرته پرانیستل کېږي.

د دغو څلورو ښارګوټو بیا پرانیستل د اسرائیل د حکومت د هغه پراخ پلان یوازې یوه کوچنۍ برخه ده چې غواړي په لوېدیځه غاړه کې ښارګوټي پراخ کړي.

ښارګوټي

د عکس سرچینه، EPA

د بنیامین نتنیاهو حکومت د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې واک ته له رسېدو راهیسې، په ټوله لوېدیځه غاړه کې د څه باندې سلو نویو ښارګوټو له جوړېدو سره موافقه کړې ده، چې نولس یې د سیمې په شمال کې دي.

په جنین کې د فلسطیني ادارې مشر کمال ابوالرب بي بي سي ته ویلي، اندېښنه لري چې د کمپ شاوخوا ځمکو نیول به د اسرائیل مېشتو استوګنځایونو لپاره لاره هواره کړي او په پای کې به ښار په بېلابېلو برخو ووېشي.

ده دغه وضعیت د الخلیل او بیت المقدس له حالاتو سره پرتله کړی دی.

د بي بي سي د منځني ختیځ د چارو خبریاله لوسي ویلیمسن وایي، په دې سیمه کې بدلونونه په ډېرې چټکۍ روان دي.

هغې لیکلي چې څو اوونۍ مخکې د کادیم پر لاره قهوخانه کې ناسته وه، خو اوس هغه ځای او د هغې شاوخوا لسګونه فلسطیني دوکانونه او کاروبارونه د اسرائیل پوځ ویجاړ کړي دي.

د اسرائیلي ښارګوټو جوړېدو د بهیر له چټکېدو وروسته، اتو اکثریت مسلمان هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې دا تګلاره غندلې او د هغې د درولو غوښتنه یې کړې ده.

خو په تېرو وختونو کې، د اسرائیل حکومت له مخالفتونو سره سره د ښارګوټو جوړولو له پلانونو نه و پر شا شوی.

دا پرمختګونه په داسې حال کې دوام لري چې اسرائیل د اکتوبر میاشتې ټاکنو ته چمتووالی نیسي، او د ښارګوټو پراختیا او د فلسطینیانو د ودانیو نړول په لویدیځه غاړه کې د سیاسي او میداني شخړو مهم موضوعات ګرځېدلي دي.