افغان الاصله سمیرا نوا د ډنمارک کابینه کې د وزیرې په توګه ګومارل شوې

سمیرا نوا امیني له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ډنمارک پارلمان غړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سمیرا نوا امیني له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ډنمارک پارلمان غړې ده.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ډنمارک سرپرستې لومړۍ وزیرې میټ فریدریکسن د چهارشنبې پر ورځ خپل دریم ایتلافي حکومت اعلان کړ، چې دې سره د تېر مارچ له ټولټاکنو راهیسې د دوو میاشتو سیاسي ځنډ ورسره پای ته ورسېد.

د ۲۱ کسیزې کابینې په غړو کې د افغان الاصله سمیرا نوا امیني نوم هم شامل دی، چې د ډنمارک حکومت له لوري پر چهارشنبه اعلان شو. په ډنمارک کې د افغان کډوالو کورنۍ کې زېږېدلې سمیرانوا ته د اقلیم، انرژۍ او ټولنیزو خدمتونو چارو وزارت چارې سپارل شوې دي.

د هغو معلوماتو له مخې چې د ډنمارک پارلمان پر وېبپاڼه خپاره شوي، د سوشل لیبرال ګوند غړې مېرمن نوا په ۱۹۸۸ کال کې د ډنمارک په البورګ کې د بشیر احمد او محبوبه سیپهر نوا کره زېږېدلې او له ۲۰۱۹ کال راهیسې د پارلمان غړیتوب لري.

نوموړې د ډنمارک له کوپنهاګن پوهنتونه د اقتصاد برخه کې لوړې زدکړې ترلاسه کړې دي.

د مارچ میاشتې په ټولټاکنو کې ۱۲ ګوندونو څوکۍ وګټلې، خو هېچا هم څرګند اکثریت تر لاسه نه کړ. سوشل دیموکراتانو تر ټولو ډېرې رایې وګټلې، خو دا یې له ۱۹۰۳ کال راهیسې تر ټولو کمزوری پایله وه.

د ډنمارک سرپرسته لومړۍ وزیره میټ فریدریکسن د حکومت جوړولو لپاره د ډنمارک پاچا سره له لیدنې مخکې.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ډنمارک سرپرسته لومړۍ وزیره میټ فریدریکسن د حکومت جوړولو لپاره د ډنمارک پاچا سره له لیدنې مخکې.

وړمه ورځ اغلې فریدریکسن د ډنمارک له پاچا فریدریک لسم سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل، دا هوکړه له اوږدو او ستونزمنو خبرو وروسته ترلاسه شوې ده .

دا تړون دې ته په داسې حال کې د لومړۍ وزیرې په توګه درېیمه دوره کاري فرصت ورکوي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي غواړي ګرینلنډ، چې د ډنمارک یوه نیمه خپلواکه سیمه ده، تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د ۲۱ اعشاریه نهه سلنه رایو په ترلاسه کولو سره، د فریدریکسن ګوند د مارچ په ټولټاکنو کې یوازې ۳۸ څوکۍ وګټلې، ۱۲ یې له لاسه ورکړې او ګوند یې د اکثریت ترلاسه کولو لپاره له اړینو ۹۰ څوکیو ډېر شاته پاتې شو.

د یوې اعلامیې له مخې، دا ایتلافي حکومت به د فریدریکسن د سوشل دیموکراتانو ګوند، د سوشلیسټ خلکو ګوند، د منځني کیڼ اړخه راډیکال ونسټر او د منځلارو له ګوند څخه جوړ وي.