د طالبانو حکومت د نورستان د نښتو په تړاو د پاکستان چارسمبالي سفیر ته احتجاج کړی هلته څه روان دي؟

یو سړی ښکاري چې د ټوپ خوله یې مخامخ د غره پر لور نیولې ده.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نورستان کې د وروستیو نښتو په تړاو په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی.

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د خپلې تېرې ورځې (تله ۷/سپتمبر ۲۹) په خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر "احضار او د نورستان په استقامت کې له ډیورنډ کرښې د مخربو وسله‌والو عناصرو د راوښتلو په تړاو یې قاطع اعتراض‌لیک ور وسپاره."

دغه وزارت د پاکستان پوځ تورن کړی چې په خپله خاوره کې یې د طالبانو حکومت مخالفانو ته "د جلب و جذب،‌انسجام، روزنې او تجهیز مراکز" برابر کړي چې دوی یې "ورانکاره عناصر" بولي.‌

پاکستانیو چارواکو که څه هم تازه د طالبانو حکومت د دې ادعا په ځواب کې څه نه دي‌ ویلي خو تېره شنبه په نورستان کې د روان وضعیت په اړه د دفاع وزارت تر ورته څرګندونو وروسته یې دا دعوې رد کړې وې.

د نورستان وضعیت

تېره اوونۍ د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په ګوردېش سیمه کې د طالبانو حکومت د ځواکونو او د دوی د یوې مخالفې ډلې د وسله والو ترمنځ د خرپ او ترپ د نښتو رپوټونه ورکړل شول.

د طالبانو حکومت په لومړۍ ورځ وویل" د دوښمن دسیسه یې شنډه کړې ده."

دې سره په سیمه کې حکومتي ځواکونو د لا پراخو عملیاتو د پیل خبر ورکړ. دغه سیمه چې چترال سره څېرمه ده، په تېر کې هم د جګړو پر وخت له پاکستانه د اکمالاتو او توکو د لېږد لپاره د یوې مهمې لارې په توګه کارول کېده، په ځانګړې ډول د شوروي ځواکونو او بیا وروسته د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د وسله والو ډلو لپاره دا سیمه د اکمالاتو او پټېدو مهمه ځای بلل کېده.

د نورستان یو غر او ترمنځ یې غټه ونه ښکاري چې د طالبانو بیرغ پرې لک دی.
د عکس تشریح، ارشیف عکس: د نورستان د کامدېش ولسوالۍ ګوردېش سیمه پر ډیورنډ کرښه له چترال سره پرته ده.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي،‌ چې په نورستان کې یې هغه عملیات "پای ته رسېدلي" چې د خپلو مخالفو وسله والو پرضد یې پيل کړي وو.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې د یادو وسله‌والو ټولټال "۴۱" تنه وژل شوي او "۶۲" نور ژوندي نیول شوي دي.

بي‌بي‌سي په خپلواک‌ ډول دغه شمېرې نه شي تائیدولی خو رسنیو ته استول شویو او ځېنو خپرو شویو وېډیوګانو کې لېدل کېږي چې لسګونه کسان چې په نورستان کې نیول شوي او د دغه ولایت مرکز ته په سر خلاصو پوځي موټرو کې وړل کېږي.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د یادولو ده چې تېره شنبه د افغانستان په ختیځ ولایت نورستان کې کرښې ته نژدې په کامدېش ولسوالۍ کې د طالبانو ځواکونو د ازادۍ جبهې په نامه د وسله والو له راڅرګندېدو سره بریدونه وکړل.‌

دا لومړی ځل وه چې د طالبانو حکومت یوه مخالفه وسله واله ډله په نورستان کې د طالبانو پر ځواکونو بریدونه کوي.

بل لور ته د "ازادۍ جبهې" په نامه د طالبانو حکومت مخالفې ډلې ادعا کړې وه چې د نورستان په کامدېش او د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې یې له طالبانو سره په نښتو کې څو‌ "څو پوستې" نېولي وې.

د ازادۍ جبهې دا هم ویلي و چې په دغو نښتو کې د طالبانو حکومت لسګونه سرتېرو ته مرګژوبله اړولې.‌ بي‌بي‌‌سي په خپلواک ډول د دې ادعاوو پخلی نه شي کولای.‌

په کونړ او نورستان کې ځايي‌ سرچېنو بي‌‌بي‌سي ته ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې په کامدېش او ناړۍ ته په نږدې سیمو کې د ډزو غږونه نه اورېدل کېږي خو د طالبانو حکومت دفاع وزارت ځواکونه په سیمه کې لېدل کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت داسې مهال د پاکستان حکومت د خپلو مخالفو وسله‌والو ډلو ترشا په لاس‌ لرلو تورنوي چې په تېر کې پاکستان پر دوی په ځلونو دا تور پورې کړی چې په افغان خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان یا د (ټي‌ټي‌پي) په څېر وسله‌والو ته ځای ورکړی چې پر پاکستان کې بریدونه کوي.

خو د طالبانو حکومت دا تورونه بې‌بنسټه بولي او پاکستان تورنوي چې د خپل هېواد د امنیت په ساتلو کې د "ناکامۍ پړه" پر دوی اچوي.