د ارګ ماڼۍ؛ د تاریخ او سیاست په هنداره کې

- Author, کریم حیدري
- دنده, بی بی سی
د کورونا وبا دریېمې څپې ناورین او هم مهاله د تودې جګړې کړاو ښایي د حکومت زغم ننګولی وي. هلته په واشنګټن، دوحه، انقره او اسلام اباد کې د افغانستان د راتلونکي سیاسي برخلیک لپاره د ټوليدو په ځای او څرنګوالي لا بحثونه تاوده دي.
د ارګ ماڼیو د سیل په پلمه دلته کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ بلنه زما، د ټولو افغان خبریالانو او ان بهرنیانو لپاره مهمه وه چې دې نازکو حالاتو کې د حکومت د مشرتابه د زړه خبرې واورېدل شي.
خبریالان ډېری وخت ارګ ته د کنفرانسونو خبري پوښښ ته بلل کېږي. تر ډېره غونډې رسمي او په ځانګړې موضوع پورې تړلې وي. د بدن او توکو تلاشي هم ډېره سخته وي، خو دا ځل هرکلی ډېر تود و، ګرځنده تیلفونونه هم راڅخه وانخیستل شول.
د دلکشاه ماڼۍ مخې ته خبریالان منتظر وو، د مطبوعاتو څانګې ځینې کسان چې له خبریالانو سره یې پېژندل په ګرانبیه درېشیو کې له هرې ډلګۍ سره درېدل، ټوکې ټکالې یې کولې. داسې ایسیده لکه د کور څښتن چې په کور نه وي او کشرانو خپل همزولي مېلمانه کړي وي.

کله چې امیرعبدالرحمان خان له مرکزي اسیا کابل ته راغی د اوسېدو ځای یې نه و.
د شاهانو پخوانی کور د کابل بالاحصار د اوسېدو نه و. بالاحصار او خوا کې یې د چارچتې بازار د ۱۶ زره انګریزانو د وژنې په غچ کې ویجاړ شوي وو.
عبدالرحمان خان لومړۍ شپه د خپل باجه غازي عبدالله خان وردګ په کور کې تېره کړه. په کابل کې هغه مهال هوټلونه نه وو. تر هغې چې د کابل باغ بالا پرغونډۍ د پاچا خپله ودانۍ جوړېده د ولسي وګړو په کورونو کې اوسېد.
دا خبره عبدالرحمن خان پخپل قلم په تاج التواریخ کې لیکلې: "په نړۍ کې ښایي بل داسې واکمن نه وي چې د شپې تېرولو لپاره ځای و نه لري."
د ارګ د ننه شنه چمن، په انګړ کې غوړلېدلي ګلان او د ګلانو دنګې ونې د ارګ فضا دومره هوسا کړې وه تا به ویل افغانستان نه دی. یوازې د اسمایي او شېردروازې غرونو منظر کابل دریاداوه، لکه د واک جزیره چې له نور افغانستانه پرې وي.
له ارګه بهر خلک د کورونا ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي. هره ورځ سلګونه وګړي د جګړې له امله وژل کېږي او زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې. لوږه ورځ تر بلې زیاتېږي. همدا د ارګ او ولس ترمنځ واټن خلک پر حکومت بې باوره کړي. د ملت په نوم هوډ د غلیم په لمسه مړاوی کېږي.
د دلکشاه ماڼي د امیرحبیب الله خان په واکمنۍ کې جوړه شوې وه. جوړېدو یې پنځه کاله ونیول. خوا ته یې د ساعت برج سل فوټه لوړ دی. د مېلر په نوم سکاټلنډي جوړونکي یې ساعت له لندنه راوغوښت چې څلورو خواو ته وخت ښیي.

که څه هم افغانان د نن په شان د وخت په ارزښت نه پوهېدل. د کابل اوسېدونکو د غرمې د توپ په ډز چې لسیزې وروسته به د بالاحصار له غونډۍ واريده، د وخت اټکل کاوه.
"مخکې له توپه، وروسته له توپه" هغه اصطلاحې وې چې خلکو د خپل ورځني مهالوېش لپاره کارولې، خو شاهانو په تېره د سراج کورنۍ تل د نوې ټکنالوژۍ هرکلی کړی او وروسته یې په ولس کې عام کړي لکه عکاسي، ټیليفون، په بخار چلېدونکي موټر، راډیو او سینما.
د سلام خانې ماڼۍ هغه وداني وه چې په ۱۳۰۹ هجري شمسي کال د نادرشاه د واکمنۍ پر مهال لومړنۍ رسمي ملي شورا پکې وشوه. همدې ماڼۍ ته به زما او ستا د سیمې مخور په اخترونو او جشنونو کې راتلل او د پاچا سلامتیا هیلې به یې کولې.
پخوا به شاهي کورنۍ د دوبي ګرمۍ نه په تېښته دې ماڼې ته راتلل او ژمی به یې په ګلخانې ماڼۍ کې تېراوه.
ګلخانې ماڼۍ تر ډېره د واکمن د کار ځای و. د افغانستان لومړنی ولسمشر سردار محمد داوود خان د ګلخانې په ماڼۍ کې ووژل شو.
د ماښامنۍ لپاره یوه کاسه ښوروا، یوه وچه ډوډۍ چې څنډه یې پرې وه او څو تاره ګندنه د هغه د کار مېز پر سر ایښي وو او دی په خپلو وینو کې پړمخ پر ځمکه پروت و.
ارګ په خپله ۱۴۰ کلنه موده کې ۹۳ کاله د شپږو شاهانو استوګن ځای و او لس نور واکمن یې هم لیدلي.
ښايي شاهي نظام د افغانستان لپاره مناسب و، خو نړۍ هغه مهال په دوو خونړیو نړیواله جګړو او اتومي سیالۍ کې بوخته وه. افغانستان ته د چا پام نه و.

د ارګ تر ټولو پخوانۍ ماڼۍ چې امیر عبدالرحمان خان یې نقشه له بخارا نه په ذهن کې راوړې وه کوټي باغچه ده.
د ګنبد ډوله وړو خونو او دالانونو پشتول (چت) او دېوالونه په ښکلو رنګینو انځورونو مزین شوي. ځینې یې د طالبانو واکمنۍ په موده کې ګرول شوي وو، لکه د څاروي سر او نور، خو اوس له سره رغول شوي.
د اسلام پیغمبر ویښته په همدې ماڼۍ کې ساتل شوی و چې د مجاهدینو په واکمنۍ کې تری تم شو.
د همدې کوچنۍ ماڼۍ په سمڅه کې امان الله خان خپل تره نصرالله خان بندي کړی و. حفیظ الله امین هم خپل استاد نورمحمد تره کی همدلته لومړی ایسار او بیا وواژه.
کوټي باغچې ته مخامخ یوه وړه وداني د ظاهر شاه په واکمنۍ کې جوړه شوې چې د شب جمعه په نوم یادیږي.
شاهي کورنۍ او نژدې خپلوان به يې د جمعې په شپه ټنګ - ټکور او لیدنو ته راغونډېدل.
د دې ودانۍ شا ته د ارګ دویمه پخوانۍ ماڼۍ چې حرم سرای نومېږي د امیرعبدالرحمان خان په وخت کې جوړه شوې، چې د خپلو زامنو هر یو حبیب الله او نصرالله کورنیو ته یې ځانګړې کړې وه.
له هغې وروسته همدا ماڼۍ د هر واکمن استوګنځای و. د ولسمشر غني د وروستي تحلیف غونډه د همدې ماڼۍ په انګړ کې وه چې راکټونه پرې وتوغېدل. د ولسمشر په شتون کې موږ ته اجازه نه وه چې دې لرغونې ماڼۍ ته ننوځو.

د عیني شاهدانو په وینا کله چې صبغت الله مجددي د مجاهدینو حکومت په سر کې ارګ ته راغی، مجاهدینو د ارګ له ماڼیو د څوکیو پاسته بالښتونه بهر رایستل او پرې کیناستل.
د برهان الدین رباني په واکمنۍ کې د ارګ ډېری ونې د سون لپاره ووهل شوې. د جمعیت او جنبش ګوندونو په ایتلاف کې د ارګ په شمال ختیځ کې د جنبش بیرغ رپېده او سویل خوا ته د رباني حکومت تور شین او سپین بیرغ ولاړ و.
د ښاغلي حکمتیار حزب اسلامي او بیا ورپسې د طالبانو توغندي د ښار نورو سیمو په څېر په ارګ هم لګېدلي، خو د بهرنیانو له راتګ سره د ارګ ټولې ودانۍ بیا ورغېدې.
د ارګ د ستراتيژیکو اړیکو ددفتر یوه ماموره چې د میلمنو خبریالانو لارښوده وه د مخې ښې شېبو ته په نږدې کېدو یې خپل موټي کې ساتلی پیغام څرګند کړ، داسې چې خبریالان باید خلکو ته په دې پوهاوي کې مرسته وکړي چې ګواکې د نظام ستنې غښتلې او د نړېدو نه دي، ټیکاو شته او حالت به کابو شي.
حکومتي چارواکي پخپله غلي ناست، خو له رسنیو غواړي چې د ملي ګټو او شل کلنو لاس ته راوړنو ملاتړ وکړي.
دا خبرې په یوه داسې ماښام کېدلې چې د ورځې ګڼې سیمې افغان ځواکونو بایللې وې ، ځينو سیمو کې د ټولګټو ځایونو پر نړېدو خواشینوونکي خبرونه خپاره وو.
ښايي هیڅ میلمه خبریال دلته د پوښتنې او ډیالوګ فرصت نه ګاڼه، خو د حکومتي مامورې دې څرکندونو ته هېښ وو، ځکه هغه څه چې اوري او څه چې ګوري، ترمنځ یې لوی واټن دی.



















