BBC News, پښتو - کور پاڼه
هرات کې ناپېژاندو وسله والو ۱۲ ولسي وګړي په ډزو وژلي
د طالبانو حکومت چارواکو ویلي هرات کې پر ولسي وګړو د ناپېژاندو وسله والو برید کې شمېر کسان مړه او ژوبل شوي دي. بي بي سي ته یوې سرچینې ویلي ۱۲ مړي روغتون ته وړل شوي.
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, قالیباف: امریکا سره د خبرو اترو پیلېدو لپاره د ایران دوه شرطونه لا نه دي عملي شوي
د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: "دوه اقدامه چې دواړو خواو پرې هوکړه کړې وه، نه دي عملي شوي. لبنان کې اوربند او د مذاکراتو له پیلېدو وړاندې د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول. دغه دوه مسلې باید مخکې تر هغې چې خبرې اترې پیلېږي، عملي شي." تر دې ورمخکې د امریکا مرستیال ولسمشر جیډي وېنس په دغو مذاکراتو کې د ګډون په موخه پاکستان ته د روانېدو پر مهال خبرو اترو ته خوشبیني ښودلې وه.
"زوی مې پر درواغجنو ژمنو باور وکړ او طبي درملنه یې پرېښوده"
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب الله د خپل ۳۵ کلن زوی تر مرګ دوه کاله وروسته له بيبيسي سره خبرو کې وویل؛ زوی یې د درملنې لپاره یو داسې کس ته لېږلی و، چې ادعا یې کوله پر روحاني درملنه یې ګڼ خلک د سرطان او تلسیمیا یا د وینې کمښت له ناروغیو ژغورلي دي.
میلانیا ټرمپ له جیفري اپسټین سره اړیکې رد کړې او د قربانیانو د غږ اورېدو غوښتنه یې وکړه
د امریکا لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ له جیفري اپسټین سره هر ډول اړیکې رد کړې او په سپینه ماڼۍ کې یې خبریالانو ته وویل چې د دوی دواړو د تړاو په اړه هر ډول ادعاوې "باید همدا نن پای ته ومومي".
اتحاد هوايي شرکت د ابوظبي او کابل ترمنځ ورځنۍ الوتنې پیلوي
د متحده عربي امارات ملي هوايي شرکت اتحاد "ایرویز" اعلان کړی چې د ابوظبي او کابل ترمنځ خپلې الوتنې به د ۲۰۲۶ کال د مې له لومړۍ نېټې، یعنې شل ورځې وروسته، ورځنیو الوتنو ته زیاتوي.
یونان راتلونکی کال له ۱۵ کلونو د کمعمره کسانو لپاره ټولنیزې رسنۍ بندوي
یونان اعلان کړی چې د راتلونکي کال له جنورۍ میاشت به له ۱۵ کلونو د کم عمره کسانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته د لاسرسي محدودیت پلان عملي شي. د دغه هېواد چارواکو ویلي، د دې ګام موخه په ځوانانو کې د مخ پر زیاتېدونکي اضطراب یا روحي فشار او د خوب د ستونزو حلول دي. دوی همداراز وايي، ددغه ګام هدف د هغه څه مخنیوی دی چې دوی یې د ټولنیزو رسنیو روږدي کوونکی جوړښت بولي. له دې سره به دا وروستی اروپايي هېواد شي چې ټولنیزو شبکو ته د کم عمره کسانو لاسرسی محدودوي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د ایران لپاره اوربند څه معنا لري او راتلونکي کې به څه کېږي؟
یوازې همدا څو ورځې وړاندې د تهران ښاروالۍ کې د اسلامي جمهوریت سخت دریځو مسوولینو د پلازمېنې په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه څلور لارې کې یو لوی بینر ځوړند کړ، چې پرې لیکلي وو:"د هرمز تنګی به تړلی پاتې شي."
د ندا کیسه: ماشومتوب کې وتښتول شوه او ۱۲ کاله وروسته وموندل شوه
داسې وانګېره چې یوه ورځ راویښ شې او ومومې هغه نوم چې کلونه پرې پېژندل کېدې، ستا اصلي نوم نه دی؟ او هغه کسان چې ته ورسره لوی شوی یې، ستا کورنۍ نه ده؟
چين کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اوو ورځنيو مذاکراتو کې څه تېر شول؟
د امريکا او ايران ترمنځ له اوربند وروسته، د پاکستان او افغانستان ترمنځ په چين کې د تېرو اوو ورځو راهیسې روانو مذاکراتو کې مثبتې نښې لیدل شوي دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه ویناپاڼه کې ويلي چې دواړه هېوادونه د کړکېچ د پاى ته رسولو لپاره د يوه ټولیز حل پر موندلو همغږۍ ته رسېدلي دي.
شري څه شی دی او ولې دومره ژر خپرېږي؟
د شري ناروغۍ یوه چټکه خرپېدونکې وبا ده چې ګومان کېږي بنګلهدېش کې یې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژلي دي چې ډېری یې ماشومان دي، بنګلهدېش یې دې ته اړ کړی چې د بېړني واکسین کمپاین پیل کړي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۱ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۰ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۰ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۰ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































