BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • کابل کې ناسته

    د طالبانو حکومت او روسي ډیپلوماټانو وروستۍ ناسته کې څه ویل شوي؟

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي له مسکو سره د ډیپلوماټیکو همکاریو دویمه ناسته کابل کې کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت یوه ویناپاڼه کې ویلي، "د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د رئیسانو په کچه د سیاسي مشاورت دویمه دوره په کابل کې ترسره شوه" چې په کې" د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو، د سیمې او نړۍ پر وروستیو سیاسي تحولاتو، د سیمه‌ییز ثبات او امنیت او نورو ګډو ګټو پورې اړوندو موضوعاتو د نظرونو تبادله وکړه."

  • جنسي تیریو کې ښکیل کس

    پر ماشومانو د پاکستاني جنسي تېري کوونکي مجرم برخلیک: " لندن هڅه کوي پاکستان ته یې ولېږي" خو قانون یې مخه نېولې

    بریتانوي چارواکي د یوې بدنامه ډلې د یوه پاکستاني مشر خپل پلرني ټاټوبي ته د بېرته لېږلو په اړه په پرلپسې ډول له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دي. ۷۳ کلن شبیر احمد بریتانیا کې د وړو نجونو د جنسي کاروبار او کارونې د ډلې یو مخکښ فعال بلل کېږي.

  • ایران

    د علي خامنه‌اي د جنازې مراسم؛ مجتبی خامنه‌اي به د جنازې لمونځ نه ادا کوي

    ایراني رسنۍ وايي په هر ښار کې به د 'تقلید یو مرجع' د علي خامنه‌اي او د هغه د کورنۍ د غړو د جنازې لمونځ ادا کړي. د ایراني خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، په تهران کې جعفر سبحاني تبریزي، په قم کې ناصر مکارم شیرازي او په مشهد کې حسین نوري همداني به د جنازې لمونځ وکړي.

  • موتر

    طالبانو د افغانستان خلاف 'ښي لاس شټرېنګ' موټرو واردات بند کړل

    د طالبانو حکومت افغانستان ته د "ښي لاس شټرېنګ" موټرو واردات بند کړي دي. حکومتي سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي چې له پنجشنبې ورځې راهیسې په ګمرکونو کې د ښي‌ لاس شټرېنګ لرونکو موټرو واردولو اجازه درول شوې ده. دا نوی بندیز د هغه سیاست دوام دی چې طالبانو له ۲۰۲۵ کال راهیسې د ښي‌ لاس شټرېنګ یا د افغانستان خلاف لاس موټرو د وارداتو او تګ راتګ د محدودولو لپاره تعقیب کړی دی.

  • کرېکټ

    سږنۍ شپږیزه کې د راشد خان لومړۍ لوبه: سپین غر د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ بوست ساتونکو ته ماته ورکړه

    دا سیالۍ له دې کبله چې د شل اوریزو سیالیو د پخواني لوبډلمشر راشد خان او اوسني لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ تر منځ وه هم د ډېرو د پام وړ وه. د افغانستان د شل اوریزو سیالیو نوی لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ چې په روان لیګ کې د بوست ساتونکو لوبډلې لوبډلمشري هم پر غاړه لري نننۍ سیالۍ کې ښه ولوبیده خو بری د سپین غر لوبډلې یووړ.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • جنت خان
  • بودایان، تایلنډ
  • د علي خامنه‌اي جنازې مراسم
  • افغان ځوان
  • LAGHMAN
  • کرېکټ
  • اسلم خان
  • photo of a couple
  • پاکي
  • ګوربت

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • پر یوه دیوال د لیمو او شنو مرچو لړ راځوړند دی چې عموماً د نظر ماتي په عقیده په هند او ځينو ټولنو کې کارول کېږي.

    یوې پاکستانۍ کورنۍ د تعویذګر په خوله خپله لور ژوندۍ سوځولې

    د پاکستان د پنجاب ایالت په ګوجرنواله سیمه کې پولیسو یوه ښځه له خپلو درو اولادونو سره یو ځای نیولې ده. هغه تورنه ده چې له ناروغیو د خلاصون لپاره یې په ژوندوني د خپلې څلور کلنې لور د سوځولو هڅه کړې. پولیس د سیمې یوه اوسېدونکي خبر کړي وو چې له څنګ‌لوري کوره د یوې ماشومې د داسې سختو چیغو غږ اوري چې وايي، "ما مه سوځوئ".

  • راشد خان

    شپږیزه؛ راشد خان کابل ته ستون شو، نن د خوست کرېکټ لوبغالي ته "۱۵۰۰۰" نندارچیان ورټول وو

    د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د کرېکټ وتلی افغان ستوری راشد خان کابل ته ستون شوی دی. د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات بي‌بي‌سي ته وویل چې راشد خان نن جمعه (چنګاښ۱۲/جولای ۳) کابل ته رسېدلی او سبا خوست ته ورځي چې هلته په شپږیزه لیګ کې د سپين‌غر زمریان لوبډلې لپاره ولوبېږي. سبا یې له بست ساتونکي لوبډلې سره سیالي ده.

  •  د ايت الله خامنه يې ځواني او زړتوب

    د ایران د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي اته لسيزې ژوند

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ همدا اوس اعلان وکړ، چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه وژل شوی دی. دلته د هغه شخصي او سیاسي ژوند ته یوه کتنه شوې. خامنه يي ۱۳۱۸ لمريز کال کې د ازربايجان خامنې سيمې له پلاره، او د نجف آباد ميرداماديانو له موره په مشهد کې زېږېدلی و.

  • ماشوم او مور

    افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت: " ماشوم مې په تشناب کې وزیږاوه"

    "دلته په کلي کې دود دی چې کله ښځه میندواره شي نو هغه هېڅکله ډاکټر ته نه وړي". دا خبرې له کابله نژدې د موټر په یو ساعت مزل کې په یوه نژدې پروت مرکزي ولایت کې د پنځو د ماشومانو مور دي. "زموږ کورونو کې چې پر ښځو د اولاد دردونه راشي، اول خو ټولې کورنۍ نسخې پرې عملي کوي. ټوټه را واخله ګرمه یې کړه، په نس یې کېږده، په ملا یې کېږده، ملا ورته غوړه کړه."

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۵ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۴ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي