د فوټبال نړیوال جام حذفي‌ پړاو کې د برازیل او پاراګوای بریا: جرمني او جاپان له سیالیو ووتل

برازیل او پاراګوای د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار وموده

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د جاپان او جرمني فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ۳۲ غوره لوبډلو په حذفي پړاو کې له ماتو وروسته له سیالیو ووتې.

جاپان دوشنبه (د جون ۲۹مه) د امریکا متحدو ایالتونو په هاسټن لوبغالي له برازیل او ورپسې جرمني په بوسټن کې له پاراګوای سره سیالي درلوده.

پینځه ځله د نړیوال جام ګټونکي برازیل - جاپان ته دوه- یو او پاراګوای بیا د څلورو نړیوالو جامونو ګټونکي جرمني ته له اضافي وخت وروسته په پېنلتیو کې د یوه ګول په توپیر څلور - درې ماته وکړه.

که څه هم د جاپان فوټبال ملي لوبډله له برازیل سره د سیالۍ د لومړۍ نیمايي په ۲۹مه دقیقه کې د مدافع منځ‌ډګري کایشو سانو له ګول سره یو – صفر مخکې شوه، خو برازیل لوبغاړو په دویمه نیمايي کې دوه ګولونه ووهل.

برازیل لپاره لومړی ګول په ۵۶مه دقیقه کې کاسامیرو وواهه او ورپسې برونو ګېمه‌رایش د لوبې د اصلي مودې له پای ته رسېدو وروسته په اضافي وخت کې د بریا دویم ګول وکړ.

جاپآن ماته وخوړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جاپان له برازیل ۲-۱ ماته وخوړه

ټاکل شوې برازیل به چې پنځه ځله یې نړیوال اتلولې ګټلې، د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو کې د عاج ساحل او ناروې ترمنځ د حذفي پړاو سیالۍ له ګټونکي سره مخامخ شي.

دوشنبه (د جون ۲۹مه) د جرمني او پاراګوای ترمنځ هم د حذفي پړاو یوه په زړه پورې سیالي ترسره وه.

دا سیالي تر ۹۰یمې دقیقې یو – یو مساوي او دواړه لوبډلو تر ۱۲۰مې دقیقې په اضافي وختونو کې هم کوم ګول ونه شو کړای.

په دې توګه په روان نړیوال جام کې په لومړي ځل یوه سیالي د پېنځو پېنالتي شوټونو تر پړاوه ورسېده، چې جرمني پکې د یوه ګول په توپیر ماته خوړه.‌

د جرمني لوبغاړوي ونه شول کړای چې د پېنالتۍ لومړی او څلور شوټ د سیالۍ لوبدلې ګول ته ننباسي.

جرمني فوټبال لوبغاړي د ګول خوښي کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په خټه افغان ندیم امیري (له ښي اړخه دویم) د پېنالتۍ ضربه ګول کړه

پاراګوای هم څلورم شوټ ګول نه شو کړای، او د پنځم پېنالتۍ ضربه د جرمني ګول‌ساتونکي لخوا راوګرځول شوه.

تر دې وروسته د جرمني مدافع جانتن تاه شپږم شوټ د سیالې لوبډلې د ګول د پاسه تېر کړ خو د پاراګوای لوبغاړي د جرمني ګول ته ننوست.

د یادونې ده چې څلور ځله د نړیوال جام ګټونکي جرمني تر دې مخکې په نړیوالو جامونو کې پېنلتیو ته تللې سیالي نه وه بایللې.

پاراګوای به راتلونکې شنبه د ۱۶ مخکښو لوبډلو پړاو کې، په اوسني حذفي پړاو کې د فرانسې او سویډن ترمنځ د سیالۍ ګټونکې لوبډلې سره مخامخ شي.