سږنۍ شپږیزه کې د راشد خان لومړۍ لوبه: سپین غر د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ بوست ساتونکو ته ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د راشد خان په شتون کې د سپین غر پړانګانو لوبډلې لوبغاړي د بوست ساتونکو پر وړاندې خپله بریا نمانځي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د یوولسم پړاو شپږیزې لیګ په شپږمه لوبه کې سپین غر پړانګانو د بوست ساتونکو ته په ۵۹ منډو ماته ورکړه او له دې سره یې لوبډله د نوملړ سر ته پورته شوه.

په دې لوبه کې سپین غر پړانګانو د شپږو لوبغاړو په زیان ۲۱۹ منډې کړې وې چې په بدل کې یې بوست ساتونکو د اتو لوبغاړو په زیان یوازې ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

سپین لوبډلې د راشد خان او عصمت عالم د غوره توپ اچونې پرمټ له خپل ۲۲۰ منډو هدف نه په بریالیتوب دفاع وکړه او خپله پرليسې دویمه بریا یې خپله کړه.

په دغې لوبه کې راشد خان هم د سپین غر په ګټه لوبېده چې مینه والو په ډېرو ولولو او شعارونو بدرګه کاوه.

دا په سږني پړاو شپږیزه لیګ کې چې خوست کې کېږي د راشد خان لومړۍ لوبه وه. هغه که څه هم د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر اعلان شوی و خو نوموړی نن د دروېش رسولي تر لوبډلمشرۍ لاندې ولوبېده.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، بست ساتونکود لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سپین غر پړانګانو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.

راشد خان په څلورو اورونو کې دوه لوبغاړي وسوځول او ۲۹ منډې پرې وشوې. نوموړي ته د توپوهنې وار ونه رسېد.

دا سیالۍ له دې کبله چې د شل اوریزو سیالیو د پخواني لوبډلمشر راشد خان او اوسني لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ تر منځ وه هم د ډېرو د پام وړ وه.

د افغانستان د ملي‌ لوبډلې دغه مخکېنی لوبډلمشر شاوخوا دوه کاله وروسته د جمعې پر ورځ خپل وطن ته ستون شو او د شنبې پر ورځ یې خوست کې د سپین غر په ګټه لوبه وکړه.

د افغانستان د شل اوریزو سیالیو نوی لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ چې په روان لیګ کې د بوست ساتونکو لوبډلې لوبډلمشري هم پر غاړه لري ننۍ سیالۍ کې ښه ولوبیده خو بری د سپین غر لوبډلې یووړ.

ابراهیم ځدراڼ د خپلې لوبډلې په ګټه د دریو شپږیزو او شپږو څلوریزو پر مټ په ۳۷ بالونو ۵۹ منډې وکړې او د زیت الله شاهین پر بال کېچ او وسوځېده.

ابراهیم ځدراڼ په پخواني لوبډلمشر راشد خان هم یوه شپږیزه ووهله چې لوبغالي ته د راغلو مینه والو ولولې یې ژوندۍ کړې.

له هغه وروسته لوړې منډې د محمد اصف وې چې راشد خان وسوځاوه.

خوست کې د کرېکټ لوبغالی

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، خوست کې د شپږیزې سږني جام لوبو ته د (رحمت ولي‌ مسرور کرېکټ لوبغالی) ځانګړی شوی دی.

د افغانستان راشد خان دمګړی د نړۍ د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو تر ټولو د غوره بالرانو لومړۍ مقام ګټلی، مینه وال یې وايي په شپږیزه لیګ کې د داسې نړیوالو ځلیدلو ستورو ګډون دغه لیګ ته لا رنګ او خوند ورکوي.

د هغه تر څنګ د ملي لوبډلې ګڼ نور مشهور او د کورني کرېکټ پیاوړي لوبغاړي د شپږیزې برخه دي.

دغو سیالیو ته د کرېکټ زرګونه مینه وال ور مات دي او له بي بي سي سره خبرو کې یې خوښي ښودلې چې خپل نامتو او وتلي لوبغاړي له نږدې ګوري او بدرګه کوي یې.

کرېکټ بورډ د جمعې پر ورځ وویل چې لوبغالی په بشپړ ډول له نندارچیانو ډک و او د نورو له ورتګ یې د یوې خبرتیا په خپرولو سره بخښنه غوښتې وه. د کرېکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې د جمعې پر ورځ لوبغالي ته له ۱۵ زرو ډېر خلک ورغلي وو.

دا لوبغاړي د پنځو زونونو په پنځو لوبډلو وېشل شوې چې سیالۍ به یې د روانې جولای میاشتې تر ۱۴مې نیټې دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ تمه لري چې له دغې سیالیو نوي ځلیدونکي لوبغاړي ومومي او لا مسلکي روزنې ته یې غوره کړي.