BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
افغان کرېکټ لوبغاړی شاپور ځدراڼ د ۳۹ کلونو په عمر ومړ
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ۳۹ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. د افغنستان کرېکټ بورډ چارواکو بي بي سي ته تائید کړه، چې شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شوی دی.
د بلوچستان په زیارت سیمه کې وسله والو د پولیس ځواک نهه کسان وژلي
د بلوچستان زیارت ضلعې (ولسوالۍ) په مانګي سیمه کې د مامعلومو وسله والو په یوه برید کې نهه پولیس وژل شوي دي. د زیارت مرستیال کمشنر عبدالقدوس اڅکزی وايي، پېښه د مانګي بند په سیمه کې رامنځته شوې. نوموړي د پېښې تائید تر څنګ وویل، هغه پولیس چې برید پرې شوی، د مانګي بند درېیم فاز د ودانیزو چارو امنیت ساتنې لپاره ګومارل شوي وو.
قم کې د خامنهاي د جنازې مراسم پیل شول
په قم کې ایتالله جوادي آملي په جمکران جومات کې د خامنهاي د جنازې د لمانځه امامت وکړ او اوس د زرګونو کسانو په ګډون سره هغه ته درناوي رسمي مراسم روان دي. په تهران کې د دغو مراسمو له ځایه په ځینو ویډیوګانو کې ښکارېدل، چې یو شمېر ویرجن د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ عکس په ډبرو ولي او د خامنهاي د قاتلانو د وژلو غوښتنه کوي.
درواز ته د ځواکونو استول کېدل او د فاتح د پخلاینې پیغام: ایا بدخشان کې ترینګلتیا کمه شوې؟
په بدخشان کې د طالبانو د یوه مشهور ځايي قوماندان جمعه خان فاتح د نارضایتۍ په اړه د خبرونو تر خپرېدو وروسته، سرچینو بيبيسي ته ویلي چې د طالبانو حکومت د دغه ولایت درواز ته نوي امنیتي ځواکونه استولي دي. پخپله ښاغلي فاتح په یوه تازه غږیز پیغام کې چې د طالبانو حکومت ته نږدې "حریت" رسنۍ خپور کړی، دا رد کړې چې ګوندې له مشرتابه سره دې یې څه اختلاف راغلی وي.
نړیوال جام کې د رونالډو وروستۍ لوبه؛ پرتګال او امریکا د نړیوال جام له سیالیو بهر شول
اسپانیا د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ۱۶ لوبډلو پړاو کې پرتګال ته یو - صفر ماته ورکړه او منځلوبو ته یې لار ومونده. له دې ماتې سره کرسټیانو رونالډو او پرتګال هم له سږني نړیوال جام سره خدای پاماني وکړه. د فوټبال نړۍ دغه ۴۱ کلن ستوري، چې د نړۍ لروبر میلیونونه مینوال لري، تایید کړې چې دا یې وروستی نړیوال جام دی.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
له هغه جاپاني سامورای سره مرکه چې د شوروي پر ضد جګړې لپاره افغانستان ته تللی و
زه په جاپانۍ ژبه نه پوهېږم، ان په دې هم نه یم خبر چې په جاپانۍ ژبه کې 'سلام' ته څه وايي، نو کله مې چې له کوشیرو تاناکا سره د مرکې پرېکړه وکړه، دا زما لپاره یوه لویه ننګونه وه. ښاغلی تاناکا هغه جاپانی دی چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې، له شوروي ځواکونو سره د جګړې لپاره، افغانستان ته تللی و. د مصنوعي ځیرکتیا د یوه پروګرام په مرسته مې د مرکې د بلنې متن جاپانۍ ژبې ته وژباړه، بیا مې دا ژباړه د مصنوعي ځیرکتیا په یوه بل کاریال وارزوله او ور و مې لېږله.
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند مړی د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو
د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه نن دوشنبه (چنګاښ ۱۵/د جولای ۶) سهار مهال کابل ته ورسېده او د جنازې لمونځ یې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو. په کابل کې د بيبيسي خبریال پاینده څرګند چې د هغه د جنازې مراسمو ته ورغلی، وايي چې د افغانستان د وفات شوي دغه یوازېني ستورمزلي مړی د کابل په مرنجان غونډۍ (نادر خان تپه) کې خاورو ته وسپارل شو. جنازه یې نن سهار د کابل هوايي ډګر ته ورسېده چې ګڼ خلک یې بدرګې ته ورغلي وو.
رواني روغتیا: که د یوازېتوب احساس کوو نو څه باید وکړو؟
که په ښوونځي، پوهنتون او یا په کورونو کې یئ نو خامخا کله وارې د یوازېتوب احساس درته پیدا کېږي یا کله وارې به مو د یوازېتوب حس کړی وي. ښایي ډېر وخت په ښوونځي، پوهنتون او یا کور کې یوې ملګرې یا ملګري ته اړتیا ولرئ. داسې هم کېږي چې د خپل کور پرېښودو ته اړ کېږئ او نوي ځای کې ژوند له سره پیلوئ او هلته هم شاید د یوازېتوب حس وکړئ او یا دا به درته ګرانه وي چې ژر ځانته دوستان پیدا کړئ.
استرالیا د هغو مرموزو فضايي توپونو په اړه پلټنه کوي چې په یوه سمندر غاړه کې یې موندل شوي
په استرالیا کې چارواکي د هغو مرموزو کروي شیانو د هویت او سرچینې مالومولو لپاره پلټنې کوي چې روانه اوونۍ ظاهرآ اوبو د کوینزلنډ ایالت په شمال کې سمندر غاړې ته را ایستلي دي. ګومان کېږي، دغه شپږ کلک کروي شیان به چې د ټاونسوېل ښار د شمال "فارېسټ بیچ" سمندرغاړه کې موندل شوي، فضايي خځلې یا د کومې فضايي بېړۍ، راکټ یا سپوږمکۍ پاتې شوني وي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۷ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۶ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۶ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۶ جولای ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































