BBC News, پښتو - کور پاڼه

په هرمز تنګي کې یوه بېړۍ

ژوندۍ پاڼه,
د سمندري محاصرې له پیل راهیسې د ایران اړوند څلور بېړۍ د هرمز تنګي له لارې تېرې شوې

د کښتیو تعقیب ښيي چې د سمندري محاصرې له پیل راهیسې د ایران اړوند څلور بېړۍ د هرمز تنګي له لارې تېرې شوې دي. په دې کې درې یې د متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې وې. د متحده ایالاتو پوځ ویلي، دوی له پرون راهیسې د ایران ټوله ساحلي کرښه محاصره کړې او بېړۍ یې د هرمز تنګي له لارې د ایران بندرونو ته د تګ یا راتګ مخه نیسي. ایران ویلي چې د دوی بندرونو ته هر ډول ګواښ به د سیمې ټولو بندرونه له خطر سره مخامخ کړي.

مهم خبرونه

  • شہباز شریف، سلمان

    عرب اماراتو ته ۳ اعشاریه ۵ میلیارد ډالرو پور بېرته ورکول به پر پاکستان څه اغېز وکړي؟

    واشنګټن کې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې، د پاکستان د مالیې وزیر وویل چې هېواد یې د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو پیاوړي کولو لپاره د یورو بانډونو، نورو هېوادونو، مالي بنسټونو او سوداګریزو بانکونو د پورونو اخیستلو په څېر پر لارو چارو غور کوي.

  • هرمز

    چین د امریکا لخوا د ایراني بندرونو کلابندي وغندله

    د چین د بهرنېو چارو وزارت ویاند ګیوجیکون خبرداری ورکړی دی چې دا کلابندي به یواځې" ترینګلتیا زیاته او له وړاندې کمزوری اوربند به له ستونزو سره مخامخ کړي".

  • د هرمز تنګی

    د سمندري کلابندۍ اغېز به د ایران پر سوداګرۍ او اقتصاد څه وي؟

    د ایران د ګمرګ له خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې دغه هېواد تېر کال شاوخوا ۱۵۰ میليونه ټنه غيرنفتي توکي چې نژدې ۵۲ ميليارده ارزښت یې درلود بهر ته صادر کړي دي. د راپور له مخې دغه هېواد د ۵۸ ميلياردو ډالرو په ارزښت شاوخوا ۴۱ میليونه ټنه توکي وارد کړي هم دي. د دغو توکيو د ډېرې برخې سوداګري له جنوبي بندرونو شوې چې اوس د امریکا له خوا کلابند شوي دي.

  • قومندانه کوېل

    اسټرالیا په لومړي ځل یوه ښځه د پوځ مشره ټاکلې، دې په افغانستان کې هم دنده ترسره کړې

    اسټرالیا ډګر جنراله سوزان کوېل د خپلو دفاعي ځواکونو مشره ټاکلې ده. دا د دغه هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د خپل پوځ مشري یوې ښځې ته سپاري. اغلې کوېل اوسمهال د اسټرالیا د نظامي ځواکونو د وړتیاو لوړونې د یوې روزنیزې، لوژيستیکي او د معلوماتي عملیاتو څانګې (جې‌سي‌جي) مشره ده او په افغانستان کې یې هم له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۹ د خپل هېواد د بېلابېلو پوځي ټولیو قومنده په غاړه لرله.

  • افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسیناسیون

    افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

    دې څلور ورخني ملي کمپاین لړ کې چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په ملاتړ ترسره کیږي، شاوخوا ۱۲ میلیونه او شپږ سوه زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کیږي په بامیانو او دایکنډي کې د سړې هوا او د ختیځ نورستان په دوو ولسوالیو برګمټال او کامدېش کې دلارې بندېدو له امله دا کمپاین نه دی پیل شوی.

لنډې ویډیوګانې

  • هدایت الله همیم
  • pakistan
  • افتخار خان او مشتاق یوسفزی- اسلام اباد
  • photo
  • islamabad
  • وېنس
  • دمګر
  • لبنان
  • اټومي برید
  • غاده

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • A screenshot from an AI-generated pro-Iran propaganda video showing an Iranian soldier chasing a US soldier

    هغه کس چې د ایران په پلوۍ د "لېګو" په بڼه تبلغیاتي ويډیوګانې جوړوي

    په لومړي نظر داسې ښکاري لکه د لېګو (Lego) په نوم فلم صحنې چې وي، که څه هم له رنګونو ډک کرکټرونه یې په چټک ډول خوځېږي. خو دغه ډېرې لاس په لاس شوې ويډيوګانې چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د لېګو پر بڼه جوړې شوي او د مړو ماشومانو، جنګي الوتکو او امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ انځورونه نندارې ته وړاندې کوي، په اصل کې د ایران په ګټه تبلیغات کوي.

  • Asha Bhonsle

    مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بوسلې مړه شوې

    د بالیووډ افسانوۍ سندرغاړې اشا بوسلې چې د هند کلتور نښه ګڼل کېده د ۹۲ کلنۍ په عمر مړه شوه. . د هندۍ موسیقۍ دغې ستورې په مومبی ښار کې وروسته له هغې ساه ورکړه چې د زړه د حملې له امله روغتون ته ولېږدول شوه. د هغې مړینه د بالیووډ په موسیقۍ کې د یوې دورې پای ګڼل کېږي. د هغې هنري ژوند څه باندې اته لسیزې دوام وکړ او تر ۱۲ زرو زیاتې سندرې یې ویلي دي. د بهوسلې ځانګړي غږ ګڼو فلمي سندرو ته ژوند ورکړ.

  • د ایران او امریکا خبرې

    د امریکا او ایران خبرې: د اختلاف پنځه مهم ټکي څه کېدلی شي؟

    امریکا او اسرائیلو سره د ایران د اوربند د خبرو اترو لپاره په ټاکل شوي ځای کې ټول چمتووالی بشپړ شوی او امنیتي کسان په خپلو ځایونو کې تیارسۍ ولاړ دي. د ښار دننه د سړک غاړې په ژیړ او تور رنګ تازه رنګ شوې دي. په اسلام اباد کې د مېلمنو د هرکلي لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي.

  • په لیرو وروسته پاته ټولنو کې د ګڼو خلکو یوازینۍ هیله زیارتونه او روحاني درملګرو پورې تړلې ده.

    "زوی مې پر درواغجنو ژمنو باور وکړ او طبي درملنه یې پرېښوده"

    د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب الله د خپل ۳۵ کلن زوی تر مرګ دوه کاله وروسته له بي‌بي‌سي‌ سره خبرو کې وویل؛ زوی یې د درملنې لپاره یو داسې کس ته لېږلی و، چې ادعا یې کوله پر روحاني درملنه یې ګڼ خلک د سرطان او تلسیمیا یا د وینې کمښت له ناروغیو ژغورلي دي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۵ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي