BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • هغه شېبه چې شاپور ځدراڼ د سکاټلنډ پر خلاف څلوریزه ووهله او افغانستان په پنځوس اوریزه نړیوال جام کې لومړنۍ بریا وګټله.

    شاپور ځدراڼ: "جدي کرېکټر، خندان او مهربان ملګری و"

    د افغانستان د کرېکټ د لومړنیو ورځو لوبغاړی شاپور ځدراڼ شاوخوا ۵ میاشتې هند کې د ناروغۍ پر بستر پروت و. پر دې دنګه ځواني د ژوند نهه درېشم پسرلی یې ونه لګېد او ده له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د ۱۹۹۰ کلونو په وروستیو کې پېښور کې افغان کډوالو د کرېکټ ملي لوبډلې د جوړولو هڅې پیل کړې. شاپور ځدراڼ هم له افغان کرېکټ لوبډلې سره هغه وخت یو ځای شو.

  • مېسي

    د مېسي بل شاهکار: ارجنټاین وروستیو دقیقو کې د ۳ ګولونو په وهلو سره مصر ته بایللې لوبه راوګرځوله

    د ارجنټاین پېژندل شوي ستوري لېونل مېسي د فوټبال په روان نړیوال جام کې له مصر سره د خورا سختې سیالۍ وروستیو دقیقو کې د یو ګول وهلو او د بل ګول د پاس اچولو سره خپله لوبډله له یوې حتمي ماتې راګورځوله. د ۱۶ مخکښو لوبډلو په دې زړه‌پورې سیالۍ کې ارجنټاین تر نږدې ۸۰یمې دقیقې دوه ګوله شاته وو، خو تر ۹۲ دقیقې یې یو بل پسې ۳ ګولونه وکړل او سیالي یې د دوو پر وړاندې په درېیو ګولونو وګټله.‌

  • فیلډ مارشال عاصم منیر

    د پاکستان پوځي مشرتابه ویلي، افغانستان کې به د 'استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات' په پرلپسې توګه ترسره کوي

    د پاکستان پوځي مشرتابه یو ځل بیا د پاکستان هغه ادعا تکرار کړې، چې وسله والې ډ‌لې په پاکستان کې د بریدونو لپاره د "افغانستان خاوره" کاروي. د پاکستاني پوځ رسنیزې ادارې ای اېس پي ار په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې تېره ورځ (دوشنبه جولای شپږمه) د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان پوځي قوماندانانو (کورکمانډرانو) غونډه کې د پاکستان خاوره کې دننه د وسله والو ډلو بریدونه لپاره د "افغانستان خاورې کارولو دوام" له کبله ''جدي اندېښنه'' څرګنده شوه.

  • شاپور ځدراڼ

    افغان کرېکټ لوبغاړی شاپور ځدراڼ د نژدې ۳۹ کلونو په عمر ومړ

    د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د نژدې ۳۹ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو بي بي سي ته تائید کړه، چې شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شوی دی. ښاغلی ځدران شاپور ځدراڼ له له تېرو نږدې شپږ میاشتو راهیسې د هند پلازمېنې ډيلي په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.

  • پولیس

    د بلوچستان په زیارت سیمه کې پر پولیسو خونړی برید

    د بلوچستان زیارت ضلعې (ولسوالۍ) په مانګي سیمه کې د نامعلومو وسله والو په یوه برید کې نهه پولیس وژل شوي دي. د زیارت مرستیال کمشنر عبدالقدوس اڅکزی وايي، پېښه د مانګي بند په سیمه کې رامنځته شوې. نوموړي د پېښې تائید تر څنګ وویل، هغه پولیس چې برید پرې شوی، د مانګي بند درېیم فاز د ودانیزو چارو امنیت ساتنې لپاره ګومارل شوي وو.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • شاپور ځدراڼ
  • trump
  • د عبدالاحد مومند جنازه کابل کې
  • اران
  • هدایت الله همیم
  • کندهار
  • pet
  • جنت خان
  • بودایان، تایلنډ
  • د علي خامنه‌اي جنازې مراسم
  • افغان ځوان

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • جمعه خان فاتح

    درواز ته د ځواکونو استول کېدل او د فاتح د پخلاینې پیغام: ایا بدخشان کې ترینګلتیا کمه شوې؟

    په بدخشان کې د طالبانو د یوه مشهور ځايي قوماندان جمعه خان فاتح د نارضایتۍ په اړه د خبرونو تر خپرېدو وروسته، سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي چې د طالبانو حکومت د دغه ولایت درواز ته نوي امنیتي ځواکونه استولي دي. پخپله ښاغلي فاتح په یوه تازه غږیز پیغام کې چې د طالبانو حکومت ته نږدې "حریت" رسنۍ خپور کړی، دا رد کړې چې ګوندې له مشرتابه سره دې یې څه اختلاف راغلی وي.

  • کوشیرو تاناکا د احمدشاه مسعود تر څنګ ناست دی

    له هغه جاپاني سامورای سره مرکه چې د شوروي پر ضد جګړې لپاره افغانستان ته تللی و

    زه په جاپانۍ ژبه نه پوهېږم، ان په دې هم نه یم خبر چې په جاپانۍ ژبه کې 'سلام' ته څه وايي، نو کله مې چې له کوشیرو تاناکا سره د مرکې پرېکړه وکړه، دا زما لپاره یوه لویه ننګونه وه. ښاغلی تاناکا هغه جاپانی دی چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې، له شوروي ځواکونو سره د جګړې لپاره، افغانستان ته تللی و. د مصنوعي ځیرکتیا د یوه پروګرام په مرسته مې د مرکې د بلنې متن جاپانۍ ژبې ته وژباړه، بیا مې دا ژباړه د مصنوعي ځیرکتیا په یوه بل کاریال وارزوله او ور و مې لېږله.

  • کابل

    د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند مړی د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو

    د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه نن دوشنبه (چنګاښ ۱۵/د جولای ۶) سهار مهال کابل ته ورسېده او د جنازې لمونځ یې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو. په کابل کې د بي‌بي‌سي خبریال پاینده څرګند چې د هغه د جنازې مراسمو ته ورغلی، وايي چې د افغانستان د وفات شوي دغه یوازېني ستورمزلي مړی د کابل په مرنجان غونډۍ (نادر خان تپه) کې خاورو ته وسپارل شو. جنازه یې نن سهار د کابل هوايي ډګر ته ورسېده چې ګڼ خلک یې بدرګې ته ورغلي وو.

  • هر کس د یوازېتوب تجربې بېلې دي او تاسو باید ځان د هغه څه له امله ملامت نه کړئ چې احساس یې کوئ.

    رواني روغتیا: که د یوازېتوب احساس کوو نو څه باید وکړو؟

    که په ښوونځي، پوهنتون او یا په کورونو کې یئ نو خامخا کله وارې د یوازېتوب احساس درته پیدا کېږي یا کله وارې به مو د یوازېتوب حس کړی وي. ښایي ډېر وخت په ښوونځي، پوهنتون او یا کور کې یوې ملګرې یا ملګري ته اړتیا ولرئ. داسې هم کېږي چې د خپل کور پرېښودو ته اړ کېږئ او نوي‌ ځای کې ژوند له سره پیلوئ او هلته هم شاید د یوازېتوب حس وکړئ او یا دا به درته ګرانه وي چې ژر ځانته دوستان پیدا کړئ.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۸ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۷ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۹
      که روميان نه وای کچالو به هم نه و
    2. ۱۰