BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, امریکا وايي سر له ننه د ایراني بندرونو کلابندي پیلوي
د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اعلان سره سم د هرمز تنګي له لارې ایراني سمندرغاړو او بندرونو ته پر تلونکو بېړيو د بندیز وخت په ډاګه کړی او ويلې یې دي چې پر ایراني بندرونو بنديز به د دوشنبې په ورځ پيل شي. د امریکا مرکزي قومندانۍ له اعلان سره سم د اپرېل پر ۱۳مه ځايي وخت د سهار پر لسو بجو به ایراني بندرونو ته په تلونکو او راتلونکو بېړيو هر ډول بنديز پلی شي.
مهم خبرونه
اوربان د هنګري په ټاکنو کې ماته منلې ده
د هنګري لومړي وزیر وېکټور اوربان د ۱۶ کلونو واکمنۍ وروسته په ټاکنو کې خپله ماتې منلې، او پایلې ښیې چې اپوزسيون د پراخې بریا په درشل کې دي. نژدې ټولې رايې شمېرل شوې دي او د لومړنيو پايلو له مخې پیټر مجار د هنګري نوی لومړی وزیر ټاکل کېږي او د هغه ګوند په پارلمان کې د غوڅ اکثريت په ګټلو بریالی شوی دی.
هغه کس چې د ایران په پلوۍ د "لېګو" په بڼه تبلغیاتي ويډیوګانې جوړوي
په لومړي نظر داسې ښکاري لکه د لېګو (Lego) په نوم فلم صحنې چې وي، که څه هم له رنګونو ډک کرکټرونه یې په چټک ډول خوځېږي. خو دغه ډېرې لاس په لاس شوې ويډيوګانې چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د لېګو پر بڼه جوړې شوي او د مړو ماشومانو، جنګي الوتکو او امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ انځورونه نندارې ته وړاندې کوي، په اصل کې د ایران په ګټه تبلیغات کوي.
د امریکا سرې کرښې، د ایران ځواب او د پاکستان هیلې؛ اوس به څه کېږي؟
د امریکايي پلاوي له روانېدو مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس په لنډه خبري ناسته کې وویل " موږ له ایرانیانو سره پر یو شمېر مسایلو بنسټیز بحثونه وکړل خو بد خبر دا چې موږ کومې هوکړې ته ونه رسېدو." د خبرو د بې نتیجې له اعلان سره کارپوهان په دې باور دي چې د اسلام اباد خبرې نه یوازې دا چې تاریخي وې بلکې د دې ډېره شونتیا شته چې دوام وکړي.
افغانستان کې له ۱۲ میلیونو ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي
د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د دوشنبې پر ورځ (اپرېل ۱۳مه) د ګوزڼ ضد (پولیو) واکسینو عمومي کمپاین پيلیږي. چارواکي وايي چې دې کمپاین کې به له ۱۲ نیم میلیونو زیاتو کوچنیانو ته واکسین ورکول شي.
د افغانستان د کرېکټ مشر روزونکی: "د افغان لوبډلې لپاره هر اړخیز پلان لري"
په کابل کې د یکشنبې پر ورځ ( اپرېل ۱۲مه) یوې خبرې غونډې ته وینا کې نوموړې د افغانانو لخوا د تود هرکلی ستاینه وکړه ا وې ویل له افغان لوبډلې سره د کار ستره موخه یې د نړۍ د هر هېواد په پیچ(ویشتنځای) د افغان لوبغاړو چمتو کول دي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بوسلې مړه شوې
د بالیووډ افسانوۍ سندرغاړې اشا بوسلې چې د هند کلتور نښه ګڼل کېده د ۹۲ کلنۍ په عمر مړه شوه. . د هندۍ موسیقۍ دغې ستورې په مومبی ښار کې وروسته له هغې ساه ورکړه چې د زړه د حملې له امله روغتون ته ولېږدول شوه. د هغې مړینه د بالیووډ په موسیقۍ کې د یوې دورې پای ګڼل کېږي. د هغې هنري ژوند څه باندې اته لسیزې دوام وکړ او تر ۱۲ زرو زیاتې سندرې یې ویلي دي. د بهوسلې ځانګړي غږ ګڼو فلمي سندرو ته ژوند ورکړ.
د امریکا او ایران خبرې: د اختلاف پنځه مهم ټکي څه کېدلی شي؟
امریکا او اسرائیلو سره د ایران د اوربند د خبرو اترو لپاره په ټاکل شوي ځای کې ټول چمتووالی بشپړ شوی او امنیتي کسان په خپلو ځایونو کې تیارسۍ ولاړ دي. د ښار دننه د سړک غاړې په ژیړ او تور رنګ تازه رنګ شوې دي. په اسلام اباد کې د مېلمنو د هرکلي لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي.
"زوی مې پر درواغجنو ژمنو باور وکړ او طبي درملنه یې پرېښوده"
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب الله د خپل ۳۵ کلن زوی تر مرګ دوه کاله وروسته له بيبيسي سره خبرو کې وویل؛ زوی یې د درملنې لپاره یو داسې کس ته لېږلی و، چې ادعا یې کوله پر روحاني درملنه یې ګڼ خلک د سرطان او تلسیمیا یا د وینې کمښت له ناروغیو ژغورلي دي.
یونان راتلونکی کال له ۱۵ کلونو د کمعمره کسانو لپاره ټولنیزې رسنۍ بندوي
یونان اعلان کړی چې د راتلونکي کال له جنورۍ میاشت به له ۱۵ کلونو د کم عمره کسانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته د لاسرسي محدودیت پلان عملي شي. د دغه هېواد چارواکو ویلي، د دې ګام موخه په ځوانانو کې د مخ پر زیاتېدونکي اضطراب یا روحي فشار او د خوب د ستونزو حلول دي. دوی همداراز وايي، ددغه ګام هدف د هغه څه مخنیوی دی چې دوی یې د ټولنیزو رسنیو روږدي کوونکی جوړښت بولي. له دې سره به دا وروستی اروپايي هېواد شي چې ټولنیزو شبکو ته د کم عمره کسانو لاسرسی محدودوي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۳ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۲ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۲ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۲ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































