BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ایران

    سپاه پاسداران: کویت او بحرین کې مو د امریکا پر ۸۵ پوځي اهدافو بریدونه کړي

    د ایران سپاه پاسداران ځواکونه وايي، په سیمه کې یې د امریکا په پوځي تاسیساتو کې پر ۸۵ اهدافو بریدونه کړي‌ دي. سپاه پاسداران دا امریکا لخوا ایران کې تازه بریدونو ته لومړی ځواب بللی دی. د امریکا د پوځ مرکزي‌ قومندانۍ (سېنټکام) نن سهار اعلان کړی و چې په دغو تازه بریدونو کې د ایران په سویل کې ۸۰ اهداف په نښه شوي.

  • شاپور ځدراڼ

    د شاپور ځدراڼ مړینې ته غبرګونونه: 'د میدان دننه او بهر اتل' چې 'میراث به یې تلپاتې وي'

    د نړۍ د بېلابیلو هېوادونو د کرېکټ له ګڼو اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو رانیولې تر پېژندل شویو مبصرینو، بېلابېلو لیګونو لوبېدونکو لوبډلو، د سپورت او هنر د برخو نوموتو څېرو، سیاسي مشرانو، سوداګرو او عامو کسانو پورې د هر پاړکي خلکو خواشیني ښودلې ده.

  • سویس د پېنلتۍ شوټونو کې کولمبیا ته ماته ورکړه

    د فوټبال نړیوال جام: منځلوبې کله، چېرته او د چا ترمنځ دي؟

    د ۲۰۲۶م کال د فوټبال نړیوال جام د ۱۶ مخکښو لوبډلو د پړاو په وروستۍ لوبه کې چې په وانکوور کې کېده، سویس د پېنلتۍ په شاټونو کې کولمبیا ته ماته ورکړه او منځلوبو ته یې لار ومونده. دا سیالي ځکه د پېنلتۍ تر شوټونو ورسېده چې په اصلي او ورپسې اضافي وخت کې کوم ګول ونه شو.

  • کراچۍ

    له شارجه څخه د پاکستان کراچۍ ته روانه کارګو الوتکه بې‌درکه شوې

    پاکستان کې د کې‌ټو (K2) په نوم د یوه خصوصي کارګو هوايي شرکت یوه بوینګ ۷۳۷ الوتکه چې د متحدو عرب اماراتو له شارجې څخه د پاکستان کراچۍ ښار ته روانه وه، په لار کې بې‌درکه شوې ده. په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي چې په دې الوتکه کې د عملې پېنځه کسان سپاره وو.

  • هغه شېبه چې شاپور ځدراڼ د سکاټلنډ پر خلاف څلوریزه ووهله او افغانستان په پنځوس اوریزه نړیوال جام کې لومړنۍ بریا وګټله.

    شاپور ځدراڼ: "جدي کرېکټر، خندان او مهربان ملګری و"

    د افغانستان د کرېکټ د لومړنیو ورځو لوبغاړی شاپور ځدراڼ شاوخوا ۵ میاشتې هند کې د ناروغۍ پر بستر پروت و. پر دې دنګه ځواني د ژوند نهه درېشم پسرلی یې ونه لګېد او ده له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د ۱۹۹۰ کلونو په وروستیو کې پېښور کې افغان کډوالو د کرېکټ ملي لوبډلې د جوړولو هڅې پیل کړې. شاپور ځدراڼ هم له افغان کرېکټ لوبډلې سره هغه وخت یو ځای شو.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • چین کې توپان
  • شاپور ځدراڼ
  • trump
  • د عبدالاحد مومند جنازه کابل کې
  • اران
  • هدایت الله همیم
  • کندهار
  • pet
  • جنت خان
  • بودایان، تایلنډ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • فیلډ مارشال عاصم منیر

    د پاکستان پوځي مشرتابه ویلي، افغانستان کې به د 'استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات' په پرلپسې توګه ترسره کوي

    د پاکستان پوځي مشرتابه یو ځل بیا د پاکستان هغه ادعا تکرار کړې، چې وسله والې ډ‌لې په پاکستان کې د بریدونو لپاره د "افغانستان خاوره" کاروي. د پاکستاني پوځ رسنیزې ادارې ای اېس پي ار په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې تېره ورځ (دوشنبه جولای شپږمه) د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان پوځي قوماندانانو (کورکمانډرانو) غونډه کې د پاکستان خاوره کې دننه د وسله والو ډلو بریدونه لپاره د "افغانستان خاورې کارولو دوام" له کبله ''جدي اندېښنه'' څرګنده شوه.

  • جمعه خان فاتح

    درواز ته د ځواکونو استول کېدل او د فاتح د پخلاینې پیغام: ایا بدخشان کې ترینګلتیا کمه شوې؟

    په بدخشان کې د طالبانو د یوه مشهور ځايي قوماندان جمعه خان فاتح د نارضایتۍ په اړه د خبرونو تر خپرېدو وروسته، سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي چې د طالبانو حکومت د دغه ولایت درواز ته نوي امنیتي ځواکونه استولي دي. پخپله ښاغلي فاتح په یوه تازه غږیز پیغام کې چې د طالبانو حکومت ته نږدې "حریت" رسنۍ خپور کړی، دا رد کړې چې ګوندې له مشرتابه سره دې یې څه اختلاف راغلی وي.

  • کوشیرو تاناکا د احمدشاه مسعود تر څنګ ناست دی

    له هغه جاپاني سامورای سره مرکه چې د شوروي پر ضد جګړې لپاره افغانستان ته تللی و

    زه په جاپانۍ ژبه نه پوهېږم، ان په دې هم نه یم خبر چې په جاپانۍ ژبه کې 'سلام' ته څه وايي، نو کله مې چې له کوشیرو تاناکا سره د مرکې پرېکړه وکړه، دا زما لپاره یوه لویه ننګونه وه. ښاغلی تاناکا هغه جاپانی دی چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې، له شوروي ځواکونو سره د جګړې لپاره، افغانستان ته تللی و. د مصنوعي ځیرکتیا د یوه پروګرام په مرسته مې د مرکې د بلنې متن جاپانۍ ژبې ته وژباړه، بیا مې دا ژباړه د مصنوعي ځیرکتیا په یوه بل کاریال وارزوله او ور و مې لېږله.

  • کابل

    د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند مړی د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو

    د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه نن دوشنبه (چنګاښ ۱۵/د جولای ۶) سهار مهال کابل ته ورسېده او د جنازې لمونځ یې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو. په کابل کې د بي‌بي‌سي خبریال پاینده څرګند چې د هغه د جنازې مراسمو ته ورغلی، وايي چې د افغانستان د وفات شوي دغه یوازېني ستورمزلي مړی د کابل په مرنجان غونډۍ (نادر خان تپه) کې خاورو ته وسپارل شو. جنازه یې نن سهار د کابل هوايي ډګر ته ورسېده چې ګڼ خلک یې بدرګې ته ورغلي وو.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۸ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۷ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۱۰
      که روميان نه وای کچالو به هم نه و