BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, امریکا: د ایراني بندرونو کلابندي پیلوو؛ تهران وايي په فارس خلیج کې به یا د ټولو د بندرونو امنیت خوندي وي یا د هېچا
د امریکا ولسمشر په اسلاماباد کې د خبرو له ناکامېدو وروسته اعلان کړی چې سره له نن دوشنبې د ایران سمندري کلابندي پیلوي او په دې لړ کې به د دغه هېواد بندرونو ته د کښتیو د تګ راتګ مخه ونیول شي. تهران بیا وايي "هېڅ ډول ګواښ ته نه تسلیمېږي." د ایران خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه ویلي، "که د فارس خلیج په اوبو او عمان سمندر کې د ایران اسلامي جمهوریت د بندرونو امنیت وګواښل شي،" نو په دې سیمه کې به "یو بندر هم خوندي پاتې نه شي."
مهم خبرونه
پاپ: له ټرمپ 'هېڅ وېره' نه لرم
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر د ایران جګړې په تړاو د کاتولیکه کلیسا د مشر پاپ لیو پر دریځ سخت او غیر عادي لفظي برید وکړ، پاپ وویل، د ټرمپ له ادارې "هېڅ وېره نه لري" او د جګړې پر ضدې به خپل غږ پورته کوي.
د ټرمپ د هرمز تنګي د تړلو ګواښ خطرونه زیاتوي او ستونزې حل ته نه پرېږدي
وروسته له هغې چې د امریکا د مرستیال ولسمشر جيډي وینس په مشرۍ ډېپلوماتیک پلاوی له ایران سره د امریکا د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومې هوکړې ته و نه رسېد او مذاکرات یې ناکامه شول نو ډونالډ ټرمپ د بل ګام اوچتولو پرېکړه وکړه. ښاغلي ټرمپ خپله دا پرېکړه پرون یکشنبې سهار پر خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشیل) په څو پرلهپسې پوسټونو کې په ډاګه کړې ده.
خيبر پښتونخوا کې د پولیو ټیم پر امنیت ساتونکو برید کې یو پولیس وژل شوی او څلور ژوبل دي
د خیبر پښتونخوا هنګو ولسوالۍ (ضلع) کې د پولیسو په هغه موټر برید شوی چې د پولیو د واکسین ډلې د امنیت لپاره روان و. په برید کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي. نن په ټول پاکستان کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین لومړنۍ ورځ ده، دا کمپاین به د اپریل تر ۱۹ نېټې دوام کوي. په روان کال کې دا لومړی ځل دی چې د پولیو د کارکوونکو خوندیتوب لپار په ګومارل شوو پولیسو باندې برید کېږي.
د ټرمپ لخوا د هرمز تنګي د بندولو ګواښونو وروسته د تېلو بیې بیا لوړې شوې
وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سولې د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته د ایران د بندرونو د بندولو امر وکړ، د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د تېلو د هر بېرل بیه له ۱۰۰ ډالرو پورته شوې ده. د برنټ خامو تېلو بیه اووه سلنه لوړه شوې او ۱۰۲ اعشاریه ۷ ډالرو ته رسېدلې. په داسې حال کې چې د لوېدیځ ټېکزاس انټرمیډې تېلو بیه اته اعشاریه اووه سلنه لوړه شوې او ۱۰۴ اعشاریه ۹۴ ته رسېدلې ده.
هغه کس چې د ایران په پلوۍ د "لېګو" په بڼه تبلغیاتي ويډیوګانې جوړوي
په لومړي نظر داسې ښکاري لکه د لېګو (Lego) په نوم فلم صحنې چې وي، که څه هم له رنګونو ډک کرکټرونه یې په چټک ډول خوځېږي. خو دغه ډېرې لاس په لاس شوې ويډيوګانې چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د لېګو پر بڼه جوړې شوي او د مړو ماشومانو، جنګي الوتکو او امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ انځورونه نندارې ته وړاندې کوي، په اصل کې د ایران په ګټه تبلیغات کوي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بوسلې مړه شوې
د بالیووډ افسانوۍ سندرغاړې اشا بوسلې چې د هند کلتور نښه ګڼل کېده د ۹۲ کلنۍ په عمر مړه شوه. . د هندۍ موسیقۍ دغې ستورې په مومبی ښار کې وروسته له هغې ساه ورکړه چې د زړه د حملې له امله روغتون ته ولېږدول شوه. د هغې مړینه د بالیووډ په موسیقۍ کې د یوې دورې پای ګڼل کېږي. د هغې هنري ژوند څه باندې اته لسیزې دوام وکړ او تر ۱۲ زرو زیاتې سندرې یې ویلي دي. د بهوسلې ځانګړي غږ ګڼو فلمي سندرو ته ژوند ورکړ.
د امریکا او ایران خبرې: د اختلاف پنځه مهم ټکي څه کېدلی شي؟
امریکا او اسرائیلو سره د ایران د اوربند د خبرو اترو لپاره په ټاکل شوي ځای کې ټول چمتووالی بشپړ شوی او امنیتي کسان په خپلو ځایونو کې تیارسۍ ولاړ دي. د ښار دننه د سړک غاړې په ژیړ او تور رنګ تازه رنګ شوې دي. په اسلام اباد کې د مېلمنو د هرکلي لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي.
"زوی مې پر درواغجنو ژمنو باور وکړ او طبي درملنه یې پرېښوده"
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب الله د خپل ۳۵ کلن زوی تر مرګ دوه کاله وروسته له بيبيسي سره خبرو کې وویل؛ زوی یې د درملنې لپاره یو داسې کس ته لېږلی و، چې ادعا یې کوله پر روحاني درملنه یې ګڼ خلک د سرطان او تلسیمیا یا د وینې کمښت له ناروغیو ژغورلي دي.
یونان راتلونکی کال له ۱۵ کلونو د کمعمره کسانو لپاره ټولنیزې رسنۍ بندوي
یونان اعلان کړی چې د راتلونکي کال له جنورۍ میاشت به له ۱۵ کلونو د کم عمره کسانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته د لاسرسي محدودیت پلان عملي شي. د دغه هېواد چارواکو ویلي، د دې ګام موخه په ځوانانو کې د مخ پر زیاتېدونکي اضطراب یا روحي فشار او د خوب د ستونزو حلول دي. دوی همداراز وايي، ددغه ګام هدف د هغه څه مخنیوی دی چې دوی یې د ټولنیزو رسنیو روږدي کوونکی جوړښت بولي. له دې سره به دا وروستی اروپايي هېواد شي چې ټولنیزو شبکو ته د کم عمره کسانو لاسرسی محدودوي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۳ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
ژوندۍ خپرونه واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۳ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۳ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۳ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































