BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د ملګرو ملتونو چارواکي له ښځو سره خبرې کوي

    ملګري‌ملتونه: افغانستان د ورپېښو ننګونو مقابلې لپاره د ښځو او نارینه‌و دواړو وړتیاو ته اړتیا لري

    د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) او د پرمختیايي پروګرام (یو‌این‌ډي‌پي) مشرانو په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو او کډوالو سره لیدلي دي. د دغو چارواکو له خولې ویل شوي چې افغانستان ته د دې لپاره تللي چې د ستنو شوو کډوالو ستونزې له نژدې وګوري.

  • جمعه خان فاتح

    درواز ته د ځواکونو استول کېدل او د فاتح د پخلاینې پیغام: ایا بدخشان کې ترینګلتیا کمه شوې؟

    په بدخشان کې د طالبانو د یوه مشهور ځايي قوماندان جمعه خان فاتح د نارضایتۍ په اړه د خبرونو تر خپرېدو وروسته، سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي چې د طالبانو حکومت د دغه ولایت درواز ته نوي امنیتي ځواکونه استولي دي. پخپله ښاغلي فاتح په یوه تازه غږیز پیغام کې چې د طالبانو حکومت ته نږدې "حریت" رسنۍ خپور کړی، دا رد کړې چې ګوندې له مشرتابه سره دې یې څه اختلاف راغلی وي.

  • رونالډو مخکې ویلي وو چې له نړیوال جام وروسته ملي لوبې نه کوي‌

    نړیوال جام کې د کرسټیانو رونالډو وروستۍ لوبه؛ پرتګال له اسپانیا ماته وخوړه

    اسپانیا د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ۱۶ لوبډلو پړاو کې پرتګال ته یو - صفر ماته ورکړه او منځلوبو ته یې لار ومونده. له دې ماتې سره کرسټیانو رونالډو او پرتګال هم له سږني‌ نړیوال جام سره خدای پاماني وکړه. د فوټبال نړۍ دغه ۴۱ کلن ستوري، چې د نړۍ لروبر میلیونونه مینوال لري، تایید کړې چې دا یې وروستی نړیوال جام دی.

  • د زرګونه خلکو ترمنځ‌ یو لوی موټر روان برېښي چې تابوتونه پکې د ایران په بیرغ کې پوښل شوي ایښي دي.

    د علي خامنه‌اي د جنازې وروستي مراسم پيل شول او را روانه پنجشنبه پای ته رسېږي

    له امریکا سره په جګړه کې د ایران د وژل شوي مخکېني ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي د جنازې وروستي مراسم په تهران کې پیل شوي دي. زرګونه خلک ګډون پکې کوي او ګڼ هغه موټر د ویرجنو خلکو ترمنځ روان برېښي چې مړي لېږدوي. ترمنځ‌ یې یو ستر موټر هم شته چې د معلوماتو له مخې، د علي خامنه‌اي او د هغه د کورنۍ د ځينو غړو جنازې پکې ایښې دي. د ګاډي‌ څلور واړه خواوې خلاصې دي او په بدرګه ورسره روان ویرجن یې تابوتونه کتلی شي.

  • کوشیرو تاناکا د احمدشاه مسعود تر څنګ ناست دی

    له هغه جاپاني سامورای سره مرکه چې د شوروي پر ضد جګړې لپاره افغانستان ته تللی و

    زه په جاپانۍ ژبه نه پوهېږم، ان په دې هم نه یم خبر چې په جاپانۍ ژبه کې 'سلام' ته څه وايي، نو کله مې چې له کوشیرو تاناکا سره د مرکې پرېکړه وکړه، دا زما لپاره یوه لویه ننګونه وه. ښاغلی تاناکا هغه جاپانی دی چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې، له شوروي ځواکونو سره د جګړې لپاره، افغانستان ته تللی و. د مصنوعي ځیرکتیا د یوه پروګرام په مرسته مې د مرکې د بلنې متن جاپانۍ ژبې ته وژباړه، بیا مې دا ژباړه د مصنوعي ځیرکتیا په یوه بل کاریال وارزوله او ور و مې لېږله.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • هدایت الله همیم
  • کندهار
  • pet
  • جنت خان
  • بودایان، تایلنډ
  • د علي خامنه‌اي جنازې مراسم
  • افغان ځوان
  • LAGHMAN
  • کرېکټ
  • اسلم خان

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • کابل

    د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند مړی د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو

    د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه نن دوشنبه (چنګاښ ۱۵/د جولای ۶) سهار مهال کابل ته ورسېده او د جنازې لمونځ یې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو. په کابل کې د بي‌بي‌سي خبریال پاینده څرګند چې د هغه د جنازې مراسمو ته ورغلی، وايي چې د افغانستان د وفات شوي دغه یوازېني ستورمزلي مړی د کابل په مرنجان غونډۍ (نادر خان تپه) کې خاورو ته وسپارل شو. جنازه یې نن سهار د کابل هوايي ډګر ته ورسېده چې ګڼ خلک یې بدرګې ته ورغلي وو.

  • هر کس د یوازېتوب تجربې بېلې دي او تاسو باید ځان د هغه څه له امله ملامت نه کړئ چې احساس یې کوئ.

    رواني روغتیا: که د یوازېتوب احساس کوو نو څه باید وکړو؟

    که په ښوونځي، پوهنتون او یا په کورونو کې یئ نو خامخا کله وارې د یوازېتوب احساس درته پیدا کېږي یا کله وارې به مو د یوازېتوب حس کړی وي. ښایي ډېر وخت په ښوونځي، پوهنتون او یا کور کې یوې ملګرې یا ملګري ته اړتیا ولرئ. داسې هم کېږي چې د خپل کور پرېښودو ته اړ کېږئ او نوي‌ ځای کې ژوند له سره پیلوئ او هلته هم شاید د یوازېتوب حس وکړئ او یا دا به درته ګرانه وي چې ژر ځانته دوستان پیدا کړئ.

  • د کوینزلنډ پولیسو خلکو ته ویلي چې دا شیان ښايي خطرناک وي نو نه دې ورنږدې کېږي

    استرالیا د هغو مرموزو فضايي توپونو په اړه پلټنه کوي چې په یوه سمندر غاړه کې یې موندل شوي

    په استرالیا کې چارواکي د هغو مرموزو کروي شیانو د هویت او سرچینې مالومولو لپاره پلټنې کوي چې روانه اوونۍ ظاهرآ اوبو د کوینزلنډ ایالت په شمال کې سمندر غاړې ته را ایستلي دي. ګومان کېږي، دغه شپږ کلک کروي شیان به چې د ټاونسوېل ښار د شمال "فارېسټ بیچ" سمندرغاړه کې موندل شوي، فضايي خځلې یا د کومې فضايي بېړۍ، راکټ یا سپوږمکۍ پاتې شوني وي.

  • A billboard featuring the images of the late founder of the Islamic Revolution supreme leader Ayatollah Ruhollah Khomeini (L), the Iran's slain supreme leader Ali Khamenei (C) and his son, the current supreme leader Mojtaba Khamenei, along the street in Tehran

    د امریکا جګړې د ایران سیاسي ځواک او رژیم څومره اغېزمن کړ؟

    د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ تېره میاشت د فرانسې فېرسای ماڼۍ کې له ایران سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړه. په تېر کې د ډېرو مهمو هوکړو لاسلیکېدو پرتله د فرانسې په دې تاریخي ماڼۍ کې د یادې هوکړې داسې لاسلیکېدل ډېرو ته بېله چاره ښکاره شوه. په فرانسه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د هوکړې د لاسلیکېدو کوربتوب پخپله د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون کوله. د ولسمشر مکرون پام دې ته و مخکې له دې چې ولسمشر ټرمپ خپله پرېکړه بدله کړي نو باید دا هوکړه لاسلیک شي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۷ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۶ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي