BBC News, پښتو - کور پاڼه

ایران-اسرائيل

امریکا د ایران یوه کارګو بېړۍ نیولې؛ تهران وايي لا یې د خبرو دویم پړاو کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې

په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونو د ایران یوه کارګو بېړۍ نیولې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي دوی تراوسه دا پرېکړه نه ده کړې چې له امریکا سره به د خبرو په دویم پړاو کې ګډون وکړي که نه. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ویلي پاکستان ته نن ماښام د ترسره کېدونکو خبرو لپاره د مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس په مشرۍ پلاوی استوي.

مهم خبرونه

  • Police officers secure a street where eight children, with ages ranging from 1 to 14, were killed in a mass shooting in Shreveport, Louisiana, U.S. April 19, 2026, in a still image from video.

    په امریکا کې یو سړي د خپلو ۷ اولادونو په ګډون ۸ ماشومان وژلي

    پولیسو ویلي چې دا پېښه د "کورنۍ شخړې/تاوتریخوالي" په پایله کې رامنځ‌ته شوې ده. په امریکا کې د بي‌بي‌سي همکارې رسنۍ (سي‌بي‌اېس) د وژل شوو ماشومانو عمرونه له یوه تر ۱۴ کلونو یاد کړي دي. پولیسو ویلي چې دا پېښه پرون یکشنبه سهار ځايي وخت شاوخوا پنځه بجې شوې ده.

  • د پرمختګ وېبپاڼې عکس چې په پښتو، دري او انګرېزۍ ژبه پرې لیکل شوي "پرمختګ: د افغانستان د پرمختګونو په اړه د اطلاعاتو سرچینه) تر شا یې د ارګ ماڼۍ او پرې د پاسه د طالبانو سپين بېرغ ښکاري.

    د طالبانو حکومت د خپلو فعالیتونو په اړه د "باوري او کره" معلوماتو خپرولو لپاره نوې ویب پاڼه پرانېسته

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د حکومتي فعالیتونو په اړه د معلوماتو خپرولو لپاره یوه نوې وېبپاڼه جوړه کړې ده. د طالبانو حکومت وايي، د دې هدف رسنیو او خلکو ته "باوري او کره" معلومات ورکول دي. د دې وېبپاڼې کاروونکي کولای شي د دولتي ادارو د فعالیتونو، د پرمختیايي او بنسټيزو پروژو د پلي کېدو د څرنګوالي، او د حکومت د پروګرامونو او کړنلارې د تطبیق د کچې په اړه معلومات ترلاسه او خپاره کړي.

  • استاد مهوش

    د استاد فریده مهوش د هنري اثارو ډیجیټلي کېدل: "اندېښمنه وم چې کډوالۍ کې به رانه ورک شي"

    د افغانستان د موسیقۍ یوازینۍ (استادې) فریده مهوش هنري آثار د امریکا په یوه معتبر پوهنتون (سټنفورډ) کې، په ډیجیټلي بڼه خوندي شول. ګلالۍ فریده چې وروسته بیا د فریده مهوش په نامه وپېژندل شوه، نړۍ کې د "افغانستان غږ" بلل کېږي او یوه له محبوبو او مشهورو ښځینه سندغاړو ده.

  • خبريالان

    د خبریالانو د خونديتوب کمېټه: په خلیج هېوادونو کې سلګونه کسان د ایران د بریدونو ویډیوګانو خپرولو په تور نیول شوي

    د خبریالانو د خونديتوب کمېټه وايي، په خلیج هېوادونو کې سلګونه کسان د ایران بریدونو پورې اړوند موادو خپرولو له کبله نیول شوي دي. د خبریالانو د خونديتوب کمېټې په خلیج هېوادونو کې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې پر مهال "پر رسنيو د سخت سانسور" له امله نیوکه کړې ده.

  • Iryna and Serhiy

    چرنوبل کې وروستی واده: "د ناوېتوب جامو کې لوڅې پښې تېښته"

    ۱۹ کلنې ښوونکې او د برېښنا فابریکې انجینیر ۲۵ کلن سیرګي لوپانوف د شوروي په پرېپیات ښار کې د خپل واده رنګینۍ او خپل راتونکي خوبونه جوړول خو نا خبره چې همدا مهال د نړۍ تر ټولو ستر اټومي ناورین له دوی څخه یوازې څلور کیلومتره لېرې رامنځته شو.

  • Pope Leo XIV waves during a welcome ceremony upon his arrival at 4 de Fevereiro International Airport in Luanda, Angola

    پاپ لیو: د 'ظالمانو' کلیمه مې د ټرمپ لپاره نه وه کارولې

    د کاتولیکې کلیسا مذهبي مشر پاپ لیو د تېرې اوونۍ په پيل کې په یوه وینا کې نیوکه کړې وه چې ویلي وو "ظالمان" د میلیاردونو ډالرو په لګښت جګړې کوي. خو وايي د "ظالمانو" کلیمه یې له ټرمپ سره د بحث لپاره نه وه کارولې. ده وویل، دا څرګندونې دوه اوونۍ مخکې لیکل شوې وې، یعنې "وړاندې تر هغه چې ولسمشر زما په اړه څه ویلي وو." ده الوتکه کې انګولا هېواد ته د سفر پر مهال وویل: خو بیا هم داسې وانګېرل شوه لکه ما چې غوښتل له ولسشمر سره بحث وکړم، او دا هغه څه دي چې زه ورسره هېڅ لېوالتیا نلرم."

لنډې ویډیوګانې

  • USA Central Commad
  • ایران
  • مېږیان
  • کونړ
  • لبنان
  • لبنان
  • فلم
  • کونړ کې یو زیانمن شوی ښوونځی
  • ټرمپ
  • Archimedes

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • اوبو کې پټېدل

    پولیسو څنګه تر پنځو ساعتونو په اوبو کې پټ غل ونیو؟

    پر غلا یو تورن چې تر پنځو ساعتونو د یوه جھیل په اوبو کې پټ و، اخر هم پولیسو ونیو. ده د نیلوفر ګل د تنې په وسیله ساه اخیستلو سره له پولیسو ځان تر اوبو لاندې پټ کړی و. پولیسو له ۴۰۰ د زیاتو غلاوو په تور د ده لټون کاوه. دغه تورن د اورګاډي په یو تمځای کې له یوې مېرمنې د لاسي بکس د تښتولو هڅه کوله چې پولیس پرې راغلل.

  • د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر

    د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر: 'د ټیټ ظرفیت له امله کلنۍ بودیجه نه مصرفیږي'

    د روغتیا ولایتي رئیسانو څلورورځنۍ غونډې ته یې وینا ک کې دروغتیا وزیر له هغوی وغوښتل چې مهال وېش سره سم د بودجې لګولو لپاره خپل تدارکاتي پلانونه پر وخت چمتو کړی. افغانستان کې په ځانګړې توګه دلرې پرتو سیمو اوسیدونکي روغتیايي خدمتونو ته محدود لاس رسی لري او د نړیوالو مرستو کمېدو سره دا ستونزه لا پراخه شوې دي. چارواکي وايي د دې غونډې هدف ی " د همغږۍ او وړتیا لوړولو" دي.

  •  سلمان خان په ټپي حالت کې برېښي، یو کوټک یې په لاس کې نیولی چې اغزن تار ترې تاو دی او لاندې د فلم نوم (ماتروبومي: مې وار رېسټ اېن پیس) په انګریزۍ ژبه لیکل شوي.

    د هند او چین جګړې په اړه د سلمان خان را روان فلم ولې ځنډېدلی؟

    ډېر کله د فلمونو مینه‌وال د اختر په مناسبت د هند د وتلي فلمي ستوري سلمان خان نوي فلم ته په تمه وي. د لوی اختر په ورځو شپو کې یې خپاره شوي فلمونه تر ډېره بریالي شوي هم دي. خو د ځينو نورو هندي لوبغاړو غوندې کله د ده ځينې فلمونه هم جنجالي شوي او ناندرۍ پرې راپورته شوې دي چې له کبله یې د فلم خپرېدل ځنډېدلي دي.

  • A woman walks through Tehran's Vanak Square with a poster referring to the Strait of Hormuz in the background and yellow taxis on the street

    "هر څه د خدای په لاس کې دي": بي‌بي‌سي تهران ته سفر کې څه ولیدل؟

    د ايران په شمال لوېديځ کې پر واورو د پوښلو غرونو څنډې ته په پرتو تراړو کې د بادامو د ولاړو ونو څانګو د پسرلي په راتګ سره غوټۍ نیولي دي. هممهاله له نازک اوربند سره پر لارو ترافيکي ګڼه ګوڼه زیاته ده او ګڼ شمېر ايرانيان بېرته خپل ټاټوبي ته ستنېږي. په داسې حال کې چې د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله د تګ راتګ تالار کې حرکت ته منتظر وو، د پاخه منګ یوه ایراني بانکوال راته وویل: "ما له خپل زوی سره يوه مياشت په ترکيه کې تېره کړه." دلته وروستیو واورو هوا سړه کړې ده.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۰ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۰ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي