BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:43 گرينويچ 2006 ,13 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ملگري ملتونه : فارياب کې ملېشې له خلکو باج اخلي

فارياب
د وسله والو مېلشو ترمنځ د فارياب په ولايت کې خپل منځي جگړې هم په دې وروستيو کې ليدل شوې دي .
په افغانستان كې ، ملګرو ملتو پورى تړلي خبري اژانس (( اى ار اى اين )) د سيمه ييزو مالوماتو د راټولولو شبكې رپورټ وركړى چې د فارياب په ولايت كې په پراخه كچه د مليشو پخواني قومندانان له خلكو باجونه اخلي او كه څوك د هغوى له غوښتنې انكار وكړي په شخصي زندانونو كې اچول كيږي .

په دې رپورټ كې چې پرون ناوخته خپور شو په ميمنه كې د ملګرو ملتو او بشري حقونو د ټولنو له چارواكو او هغو كسانو سره مركې شوي چې د رپورټ په خبره د جنګي سا لارانو د زورزياتي قربانيان دي .

خو امنيتي چارواكو سره چې په دې اړه موږ خبرې و كړې هغوى دا خبره رد هم نه كړه او پخلى يې هم ونه كړ .

په افغانستان كې له ملګرو ملتونو سره تړلې د دغې ادارې رپورت وايي چې دفارياب ولايت په كټه كلا نومې سيمه كې د پخوانيو مليشو ځاى قومندانان لا هم وسلې د عادي خلكو په وړاندې كاروي او له خلكو باجونه اخلي .

په دې رپورټ كې د يادې شوې سيمې له اوسيدونكو سره چې د ورته پيښو قربانيان بلل شوي دي مركې شوي او هغوى ادعا كړې چې د سيمه ييزو مليشو پخوانيو قومندانانو دوى ځورولي ، په شخصي زندان كې اچولي او د پيسو په بدل كې يې ځانونه خلاص كړي دي .

رپورټ د عبدالهادي په نامه د يو عادي سړي ادعا راخيستې ده چې وايي د كټه كلا په سيمه كې د يو ځاى قومندان د دوه تنو وسله والو له خوا نيول شوى ، پنځه ساعته په زندان كې ساتل شوى او بيا د سيمه ييزو سپين روبو په منځګړيتوب په دې شرط خلاص شوى چې قومندان ته بايد دولس سوه امريكايي ډالره وركړي .

د علي محمد په نامه يو بل تن د همدې اژانس خبريال ته ويلي دي چې د پنځلس ورځو لپاره په يو شخصي زندان كې ساتل شوى اوپه دې موده كې د هغه قومندان له خوا چى دى يې بندي كړى دى زور زياتى ورسره شوى او له ده يې د پيسو غوښتنه كړې ده .

علي محمد ويلي دي چې كه دى شكايت وكړي ويريږي چې خپل ژوند به له لاسه وركړي او په دولت نيوكه كوي چې دده په څير وګړو ملاتړ نشې كولى .

د سيمه ييزو مالوماتو د راټولولو شبكه يا (( اى ار اى اين )) وايي چې د فارياب ولايت په ليرې پرتو سيمو كې نامسوله وسله وال زښت ډير دي او شخصي زندانونه لري .خلك ځوروي او له هغوى ناقانونه ماليه ټولوي .

د نور محمد په نامه يو بل عادي وګړي دې اژانس ته ويلي دي چې د يوې اونۍ په اوږدو كې درې ځلې په شخصي زندان كې اچول شوى او بيا يې د څلور سوه امريكايي ډالرو په مقابل كې ځان ژغورلى دى .

په ميمنه كې د بشري حقونو د خپلواك كميسون يو چارواكي حبيب الله دې اژانس ته و ويل چې دغه ډول جنګي سالاران چې له خلكو باج او ناقانونه ماليه ټولوي د ځنې لوړ پوړو دولتي چارواكو له خوا يې ملاتړ كيږي . خو رپورټ د چا نوم نه دى اخيستى .

حبيب الله دولت ته سپارښتنه كړې چې په دولتي پوستونوكې د هغو كسانو له ګمارلو څخه ډډه وكړي چې په جنګي جنايتونو او د بشري حقونو پرماتولو تورن دي .

په ميمنه كې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يوناما مشر بيا د اى ار اى اين اژانس ته وويل چې په دغه ولايت كې خلك د بيلا بيلو دلايلو له مخې وسله ګرځوي ،چې ده سياسي جنايي او امنيتي دلايل په ګوته كړي دي .

ده دا هم ويلي دي چې په دغه ولايت كې د وسلو د راټولولو لپاره يوه هر اړخيزه تګلاره نشته .

ښاغلي يټ اورن وويل چې دغه ګردې ستونزې د اواري بيلې بيلې لارې چارې غواړي .

خو په دې اړه چې ما له دولتي چارواكو سره اړيكي ونيول هغوى دغه راپورونه رد نه كړل .

د پوليسو مشر جنرال خليل الله ضيايي وويل چې ښايي په ځنې سيمو كې دغسې پيښې رامنځته شوې وي خو په ټوليز ډول يې وويل چې ډير پخواني قومندانان يې دې ته هڅولي دي چې وسله پر ځمكه كيږدي .

دوه ورځې وړاندې د فارياب پوليسو د دغه ولايت د پښتون كوټ په ولسوالۍ كې پنځه سيمه ييز قومندانان چې جنرال ملك او جنرال دوستم پورې يې د پوليسو په وينا تړاؤ درلود بې وسلې او له خپل منځي شخړو څخه د خلاصون په لور هڅولي او دا مهال د پوليسو تر څارنې لاندې په ميمنه كې اوسيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت