|
فارياب کې مرستندويې ټولنې کار پرېښود | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په شمال کې هغې مرستندويې ټولنې چې وړمه ورځ يې يو کارکوونکى ووژل شو اعلان کړى دى چې په دغۀ ولايت کې يې سملاسي خپل مرستندوى کارونه پرايښي دي . خبريالان وايي له دې پريکړې سره به د فارياب په ولايت کې هغه ډير خلک اغيزمن شي چې د مرستندويو ټولنو مرستو ته سترگې په لاره وي . د CHA په نامۀ د دغې مرستندويې ټولنې له خوا پرون ويل شوي وو چې د خپلو دندو په باب تر هغه وروسته غور کوي چې په فارياب کې يې وړمه ورځ ( د تلې ٢٨ د اکتوبر ٢٠ ) يو تن کارکوونکى د وسله والو کسانو له خوا ووژل شو . د توريالي په نامۀ د يادې شوې ټولنې کارکوونکى هغه مهال ووژل شو چې د فارياب ولايت له مرکز ميمنې څخه ٣٥ کيلومتره ليرې يې موټر وسله والو کسانو ودراوۀ او ډزې يې پرې وکړې . مرستندويې ټولنې افغان دولت او ملگرو ملتونو ته په يوۀ ليک کې غوښتنه کړې ده چې قاتلان ونيسي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||