BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:23 گرينويچ 2006 ,22 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
جنرال ملک د فارياب پر والي د بريد مسوول بلل شوى

فارياب
جنرال ملک د فارياب پر والي د بريد مسوول بلل شوى
د فارياب والي لطيف ابراهيمي بي بي سي ته وويل د نوي كال په لومړۍ ورځ د خوجه سبز پوش ولسوالۍ د ځينې مشرانو په بلنه د ((دې نو )) كلي ته روان وو چې پرګاډي يې دده په وينا د سيمه ييزو نامسوله وسله والو كسانو له خوا بريد وشو .

دغه ولسوالۍ د ميمنې د ښار په ٢٥كيلو مټرۍ كې پرته ده .

والي وويل چې ده ته زيان نه دى اوښتى خو دوه تنه ساتندويان يې ټپيان او د كاروان څو ګاډي يې زيانمن شوي دي .

د فارياب والي د دغه بريد پړه په شمال كې د جنرال رشيد دوستم پر سيال جنرال عبدالملك واچوله چې د ازادۍ په نامه د يو ګوند مشري په غاړه لري .

ښاغلي ابراهيمي له بي بي سي سره په خبرو كې بريد كونكي د جنرال ملك ملاتړي وبلل او بريد كونكي يې داسې كسان وښودل چې نه غواړي د ناقانونه وسلو د راټولونې كميسيون ته خپلې وسلې وسپاري .

ددې پروګرام په لړ كې له هغو پخوانيو مليشو څخه وسله راټوليږي چې د بې وسلې كولو او ملكي كولو د بهير په ترڅ كې يې وسله نه ده سپارلې او د چارواكو په وينا د امنيت د له منځه وړلو لامل ګرځي .

خو د ازادۍ د ګوند مشر جنرال عبدالملك له بي بي سي سره په خبرو كې د والي تورونه په كلكه رد كړل او ويې ويل چې دا دده په وړاندې د هغو كسانو دسيسه ده چې د ده په وينا د فارياب ولايت شپږ تنه اوسيدونكي يې په بې رحمانه ډول يوه مياشت وړاندې وژلي وو او د بدن بې سره ټوټې يې د ميمنې له سيند څخه پيدا شوې .

ښاغلي ملك د فارياب والي پر بې كفايتۍ تورن كړ او ويې ويل چې د ټيكاو اصلي له منځه وړونكي نه پيژني .

خو والي دا خبرې نه مني او وايي چې دى هڅه كوي چې د ټيكاو په راستنولو كې ګړندي ګامونه واخلي .

ځينې عيني شاهدانو بي بي سي ته وويل چې د دغه ولايت په يو شمير نورو سيمو لكه كټه كلا او غونډه سنګ كې له تيرو دوه مياشتو راهيسې نامسوله وسله والو كسانو په سيمه كې تاوتريخوالى رامنځته كړى دى او تر اوسه پورې د دوى په وينا ١٠ تنه ملكي وګړي د دغو نښتو په ترڅ كې وژل شوي دي .
دغه عيني شاهدان نه غواړي چې نوم يې واخيستل شي او يا يې غږ خپور شي .

يوې نړيوالې ټولنې چې د دغه ولايت له امنيت سره مرسته كوي ، د دغو خبرو پخلى وكړ .

چارواكو دغه راپورونه تر اوسه پورې نه دي منلي خو دومره يې ويلي دي چې په روانه اوونۍ كې يې دوه سيمه ييز قومندانان چې لاس په ماشه وو بې وسلې كړي دي .

د فارياب د پوليسو يو جيګ پوړي چاروكي وويل چې له دغو قومندانانو څخه يې١٩ ميله سپكه وسله چې (( ار پي جي )) راكټونه هم په كې دي اخيستي دي .

فارياب په شمال كې يو له هغو ولايتونو څخه دى چې د تاوتريخوالي راپورنه په كې ډير دي .

څه له پاسه يوه مياشت وړاندې په ډنماركي ورځپاڼې كې د مسلمانانو پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته د منسوب شوو كارټونو د چاپ له امله د كارټون ضد سيمه ييزو لاريون كونكو د ولايتي بيا رغاونې ډلې پي ار ټي پر مركز بريد وكړ چې مرګ ژوبله يې رامنځته كړه .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت