|
د جنرال دوستم او جنرال ملک قومندانان نيول شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د فارياب پوليسو خبر وركړ چې د دغه ولايت د پښتون كوټ په ولسوالۍ كې يې د پنځه سيمه ييزو قومندانانو تر منځ د وسله والو نښتو لړۍ ته د پاى ټكى ايښى دى . د پوليسو مشر جنرال خليل الله ضيايي د دغو قومندانانو نومونه وانه خيستل خو ويې ويل چې د اوږدې مودې راهيسې يې تر منځ وسله والو نښتو زور اخيستى وو چې له كبله يې د ده په وينا نژدې اووعادي وګړو خپل ژوند له لاسه وركړى دى . ده وويل چې دغه قومندانان د جنرال رشيد دوستم د اسلامي غورځنګ او د هغه د وتلي سيال جنرال عبدالملك د ازادۍ د ګوند ملاتړي دي . پوليسو له دغو قومندانانو څخه ٤٥ ميله سپكه او درنه وسله چې (( ار پي جي)) راكټونه هم په كې دي تر لاسه كړي دي او د فارياب ولايت د امنيې قومندان جنرال خليل الله ضيايي په وينا د دغو قومندانانو تر منځ د نښتو اصلي علت لا څرګند نه دى .خو چارواكي تنظيمي شخړې د دغو نښتو د رامنځته كېدو لامل بولي . ښاغلي ضيايي وويل د مليشو دغه جګړه مار قومندانان نه شې كولى چې بيا خپلو اصلي سيمو ته ستانه شي . پوليسو وويل چې دغو كسانو د پښتون كوټ ولسوالۍ د غونډه سنګ ، تيريګلي او په يو شمير نورو كليو كې د خلكو ژوند د ناقانونه وسله والو فعاليتونو او د وسله وال اخو ډب له كبله تريخ كړى و چې د ده په وينا د قانون د پلي كولو په وړاندې يې هم خنډونه راولاړ كړي و. فارياب ته د افغانستان په شمال كې د داسې ولايت په توګه كتل كيږي چې د قانون د پلي كولو په وړاندې د چارواكو په وينا د نامسوله وسله والو كسانو شتون ډير خنډونه راولاړ كړي دي . د دغه ولايت له نورو ليرې پرتو سيمو څخه هم ورته راپورونه شته دي چارواكي وايي چې لا هم پخواني قومندانان وسلې كاروي او له خلكو باجونه اخلي . پوليسو وويل چې د المار په ولسوالۍ كې سيمه ييز خلك د قومندانانو له زورزياتي څخه ځوريږي او د ډيرو خلكو جايدادونه د زور د خاوندانو په لاس كې دي . تيره مياشت د ميمنې ښار ته څيرمه د فارياب په سيند كې د چارواكو په وينا د شپږ تنو د بدن ټوټه شوي غړي وموندل شول چې وايي په ډله ييز ډول وژل شوي وو . پوليسو وويل چې په دې برخه كې يې پلټنې كړي دي خو د دغو وژل شوو كسانو يو تن خپلوان انجينر نظر محمد بي بي سي ته وويل چې د وژونكو په نيولو كې پوليس ځكه پاتې راغلي دي چې د ده په وينا هغه كسان چې د شپږ تنو د ډله ييزې وژنې شك پرې كيږي ، د كافي زور خاوندان دي . په همدې ترڅ كې پوليسو خبر وركړ چې تيره شپه د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ كې د ورته تاوتريخوالي له كبله د ناپيژندل شوو كسانو له خوا د پخوانيو مليشو يو سيمه ييز قومندان وژل شوى دى . جنرال خليل الله ضيايي په دې اړه ډير جزيات ور نه كړل خو ويې ويل چې د سخي قومندان د وژنې د دوسيې د څيړنې لپاره يې يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې سيمه له نژدې وګوري . په تيرو اوونيو كې د فارياپ والي لطيف ابراهيمي وويل چې پر ګاډي يې د جنرال عبدالملك د ځواكونو له خوا بريد شوى چې دوه تنه پوليسان يې په ترڅ كې ټپيان شوي وو خو جنرال ملك د والي دغه خبر رد كړې وه . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||