|
په فارياب کې ولې مرستندويه ټولنه کار نه شي کولى ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په سيمه کې د سي اچ اى په نامه ددغې غير دولتي موسسې د فعاليت د بندولو اصلي لامل د امنيت کمزورتيا ښودل شويده . د موسسې مشر محمد خان صميمي مطبوعاتو ته ويلي دوى په خپلو کې د سلا مشورې له يوې غونډې وروسته دې پايلې ته رسيدلي چې د فارياب په ولايت کې د دوى د فعاليت په سيمه کې امنيت د ډاډ وړ ندى او همداسې يوې انگيرنې دوى دې ته اړويستې چې دغلته خپل فعاليتونه ودروي . ښاغلي صميمي د شوې پريکړې د سموالي په تړاوو د ولايت د يوۀ عمومي واټ پر سر په رڼا ورځ د وسله والو کسانو په څو يا کمين کې د دوى د همکارانو د لويدو د بيلگې يادونه وکړه او دا يې ددې نښه وبلله چې د بشري مرستو د سمون دغه موسسه له دې وروسته د فارياب په ليرې پرتو کليوالي سيمو کې د امنيت د کمزورتيا له کبله فعاليت نشي کولى . د ښاغلي صميصمي ډيره نيوکه پر سيمه يزه چارواکو وه . دده په وينا چارواکو ويلي وو چې په کمين کې د دغې موسسې د وژل شوي کارکونکي قاتلان به د قانون منگولو ته سپاري خو اوس په دې کار کې ظاهرا پاتې راغلي دي . د موسسې مشر په چارواکو دا تور هم لگولى چې گواکې د امنيت له اړخه يې د موسسې د کارکونکو د خونديتوب په تړاوو هيڅ ډول ډاډ او ژمنه نده ورکړې . د سي اچ اى په نامه د بشري مرستو دغه موسسه د فارياب په ولايت کې ٢٠ روغتيايې کلينيکونه سمبالوي او په دې سربيره يې ١٠٠ داسې روغتيايې رضاکاران هم چمتو کړي چې په بيړنيو حالاتو کې د ولس او روغتيايې کلينيکونو تر مينځ اړيکي جوړوي او خلکو ته مرستې رسوي . له دغې موسسې سره يوازې د فارياب په ولايت کې ١٢٠٠ روغتيايې کارکونکي په فعاليت بوخت دي . د موسسې د فعاليت په دريدو سره ټول دغه کارکونکي هم له بې روزگارۍ سره مخامخيدونکي دي . دوه ورځې وړاندې د فارياب د خواجۀ سبز پوش په سيمه کې ناپيژندل شويو ټوپکوالو د سي اچ اى د موسسې په يوه گاډي بريد وکړ. ددې په پايله کې د موسسې يو کارکونکى ووژل شو او درې نور کارکونکي ټپيان شول . د فارياب والي محمد لطيف هم له خپل لورې ويلي چې دوى د فعاليت په تړاوو نوموړې موسسې ته هيڅ ډول امنيتي ضمانت نشي ورکولى خو زياتوي چې د ولايت امنيتي ارگانونو د بريد کونکو په لټه کلکې پلټنې پيل کړې دي . تر دا مهاله د سي اچ اى پر کارکونکو د تر سره شوي دغه بريد په تور هيڅوک هم ندي نيول شوي . | ورسره تړلي نور خبرونه فارياب کې مرستندويې ټولنې کار پرېښود22 اکتوبر, 2005 | خبرونه مرستندويو په شمال کې د کار نه کولو گواښ کړى21 اکتوبر, 2005 | خبرونه په نيمروز ، کونړ او فارياب کې وژنې شوي21 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||