وروستی, امریکا د روسیې د تېلو پېرلو معافیت وغځاوه
امریکا اعلان کړی چې د روسیې د تېلو محصولاتو د پېرلو لپاره د بندیزونو معافیت یې د یوې بلې میاشتې لپاره وغځاوه.
دا اعلان یوازې څو ورځې وروسته له هغې شوی چې د امریکا د خزانې وزیر ویلي وو دغه معافیت به نه غځول کېږي.
د امریکا د خزانې وزارت لهخوا په نوي جواز کې هېوادونو ته اجازه ورکړل شوې چې هغه روسي خام تېل محصولات چې د اپرېل تر ۱۷ نېټې پورې بېړیو کې بار شوي، وسپاري او وپلوري. دا معافیت به د مې تر ۱۶ پورې دوام ولري.
خو دا معافیت له ایران، کیوبا او شمالي کوریا سره تړلو معاملو ته نه غځېږي.
په داسې حال کې چې د منځني ختیځ د کړکېچ له امله، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي د بېثباتۍ له کبله د تېلو نړیوالې بیې په پراخه کچه لوړې شوې دي، ډونلډ ټرمپ په مارچ میاشت کې د روسیې د تېلو پر صادراتو محدودیتونه لغوه کړي وو.