تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

امریکا په پاکستان کې تر پلان شویو خبرو مخکې کې د ایران یوه کارګو بېړۍ نیولې ده

د ایران دولتي نشراتي ادارې صدا و سیما راپور ورکړی چې دا مهال له پاکستان سره د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې د ګډون پلان نلري. د راپور له مخې، ایراني سرچینو ویلي چې "د امریکا ډېرې غوښتنې، معقولې نه دي او د امریکایي لوري په دریځونو کې پرله پسې بدلونونه د خبرو اترو پرمختګ کې خنډ جوړ کړی دی." دا په داسې حال کې ده چې ډونلډ ټرمپ وړاندې ویلي وو، د هغه استازي به د دوشنبې په ماښام له ایران سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي. هغه خبرداری ورکړی و چې که ایران د امریکا وړاندیز ونه مني، د دوی ټول د انرژۍ مرکزونه او پلونه به ویجاړ کړي.

لنډیز

  • ټرمپ وايي د امریکا پوځ پر ایرانۍ بار وړونکې کښتۍ ډزې کړې او نیولې یې ده
  • د سپینې ماڼۍ چارواکي بي بي سي ته ویلي 'د ولسشمر ټرمپ مرستیال هم اسلام اباد ته ځي'
  • محمد باقر قالیباف وايي له امریکا سره خبرو کې پرمختګ شوی، خو دواړه خواوې لا له وروستۍ هوکړې لرې دي
  • هغه همدا راز زیاته کړې چې د هرمز تنګي کنټرول د ایران په لاس کې دی
  • ډونلډ ټرمپ ویلي پرې به نږدي چې ایران د هرمز تنګي پر سر له امریکا د باج اخیستلو هڅه وکړي

ژوندی پوښښ

  1. اسلام اباد د امریکا او ایران د احتمالي خبرو اترو لپاره چمتووالی نيسي خو ایران لا د ګډون پخلی نه دی کړی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تائید کړې چې مذاکراتي ټیم به یې له ایران سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي. که څه هم ایران تر اوسه رسمي ځواب نه دی ورکړی، خو د پاکستان حکومت د غونډې کوربتوب لپاره چمتووالی نیسي.

    د اپریل پر ۱۹مه، د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې پنځه ستوري ماریوټ هوټل خپلو مېلمنو ته خبر ورکړ چې د ماسپښین تر دریو بجو پورې هوټل خالي کړي.

    د راولپنډۍ او اسلام اباد په ښارونو کې عامه ترانسپورت او کارګو هم له نن ورځې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې ده.

    د ماریوټ هوټل د عمومي مدیر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، "د پاکستان حکومت د یوې مهمې پیښې لپاره ټول هوټل کرايه کړی، چې د یکشنبې په ورځ د ماسپښین له دريو بجو پیلېږي. له همدې امله، ټول مېلمانه باید له هوټله ووځي."

    په خبرپاڼه کې، له میلمنو د بښنې په غوښتلو سره، ويل شوي چې هوټل به دوی ته د بدیلو ترتیباتو په برابرولو کې مرسته وکړي.

  2. په پاکستان کې د ایران سفیر: تر هغه چې سمندري کلابندي وي، اختلافات به دوام ولري

    په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم وايي، "تر هغه چې سمندري کلابندي روانه وي، له امریکا سره به اختلافات" دوام ولري.

    ښاغلي اميري مقدم پر اېکس يوه پوسټ کې ليکلي، "تاسو نشئ کولی له نړیوالو قوانینو سرغړونې ته دوام ورکړئ، کلابندي زیاته کړئ، ایران ته د نورو جنګي جرمونو ګواښ وکړئ، په خپلو غیر معقولو غوښتنو ټینګار وکړئ، په غیر ضروري بیانونو له نورو مخکې شئ، او د ‘ډیپلوماسۍ’ د تعقیب ښکارندويي وکړئ."

    امریکا ويلي له ایران سره د خبرو اترو لپاره یې اسلام اباد ته یو پلاوی لېږلی دی، خو ایران وايي،د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې د ګډون پلان نلري.

  3. نتنیاهو: د ایران پر ضد جګړه لا پايته نه ده رسېدلې

    د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ارجنټاین له ولسمشر خاویر ميلي سره له لیدنې وروسته په بیت المقدس کې د ایران په اړه له رسنیو خبرو کې ټینګار وکړ چې له ایران سره یې کار پایته نه دی رسېدلی.

    نوموړي وويل، "موږ د لویو ننګونو او لویو پایلو په دوره کې یو. موږ د ایران د لوی ظلم پر وړاندې د امریکا تر څنګ په جګړه کې ښکېل یوو. موږ لویې لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي. هرڅه لا پایته نه دي رسېدلي، او په هره شېبه کې موږ ښايي نوي پرمختګونه وګورو."

  4. صدا و سيما: ایران د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې د ګډون پلان نلري

    د ایران دولتي رسنۍ ادارې صدا و سیما راپور ورکړی چې دا مهال په پاکستان کې له امریکا سره د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې د ګډون پلان نلري.

    د راپور له مخې، ایراني سرچینو ویلي چې "د امریکا ډېرې غوښتنې معقولې نه دي او د امریکایي لوري په دریځونو کې پرله پسې بدلونونه د خبرو اترو پرمختګ کې خنډ جوړ کړی دی."

    یادې ادارې په خپل فرعي سرلیک کې لیکلي چې "د تش په نامه سمندري کلابندۍ دوام، له اوربند سرغړونې، او ګواښوونکي بیانونه" د خبرو اترو مخه نیسي.

    دا په داسې حال کې ده چې ډونلډ ټرمپ وړاندې ویلي وو، د هغه استازي به د دوشنبې په ماښام له ایران سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي. هغه خبرداری ورکړی و چې که ایران د امریکا وړاندیز ونه مني، د دوی ټول د انرژۍ مرکزونه او پلونه به ویجاړ کړي.

  5. ټرمپ وايي د امریکا پوځ پر ایرانۍ بار وړونکې کښتۍ ډزې کړې او نیولې یې ده

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، امریکایي ځواکونو یوه بار وړونکې کښتۍ چې د ایران بیرغ پرې و، وروسته له هغه ودروله او ونیوله چې د ډزو خبرداریو ته یې پام ونه کړ.

    ښاغلي ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو یوه پوسټ کې ويلي چې کښتۍ هڅه کوله د امریکا له سمندري کلابندۍ تېره شي.

    د امریکا ولسمشر ويلي، "ایرانۍ عملې خبرداریو ته پام ونه کړ، زموږ د سمندري ځواک کښتۍ د هغوی په ماشين کې سوری وکړ، او په لاره کې یې ودرولi."

    نوموړي زياته کړې کښتۍ "په تېر کې د غیر قانوني فعالیتونو له امله" د امریکا د خزانې تر بندیزونو لاندې وه. اوس مهال سمندري ځواکونه په کې دي.

    ایران لا تر اوسه دا پېښه نه ده تائید کړې.

  6. د سپینې ماڼۍ چارواکي بي بي سي ته ویلي 'د ولسشمر ټرمپ مرستیال هم اسلام اباد ته ځي'

    له هغې څو ساعته وروسته چې ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې دهغه مرستیال جی ډی وېنس امریکايي پلاوي سره اسلام اباد ته نه ځي ، دسپینې ماڼۍ یو چارواکي بي بي سي ته ویلي دي چې دولسمشر مرستیال به اسلام اباد ته سفر کوي.

    دې چارواکي وویل ښاغلی وینس د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف وټکاف او د دونالډ ټرمپ زوم جراډ کوشنر سره اسلام اباد ته ځي.

    ددې نه وړاندې ولسمشر ټرمپ ویلي و چې " چې مرستیال یې د امنیتي اندېښنو" له امله اسلام اباد ته نه ځي خو په دې اړه یې نور تفصیل نه و ورکړی.

  7. د ایران او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي " اسحاق ډار د یکشنبې پر ماسپښین له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره پر ټیلیفون خبرې وکړې."

    پر اېکس پاڼه یوه خپاره شوې بیان کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له قوله ویل شوي چې " ښاغلي ډار د ثبات او امنیت په موخه د پرلپسې خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی."

    د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي په پلان کې ده چې لومړی وزیر شهباز شریف هم اسلام اباد کې نن ناوخته د ایران له ولسمشر سره اسلام اباد کې د نوي پړاو خبرو په اړه خبرې وکړي.

  8. د امریکا مرستیال ولسمشر د "امنیتي اندېښنو" له امله بیا اسلام اباد ته نه ځي

    له ایران سره د د دې پړاو په خبرو کې به د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د "امنیتي اندېښنو" له کبله د امریکايي پلاوي مشري پر غاړه ونلري.

    له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا لوړ پوړو استازو او د یاد هېواد د انرژۍ وزیر اسلام اباد ته د هغه د سفر خبر ورکړی و.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اې بي سي شبکې سره د خبرو پر مهال د ښاغلي وېنس نه ګډون په اړه وویل " دی د امنیتي دلایلو له کبله پاکستان ته نه ځي" خو هغه نور وضاحت ورنکړ.

    له دې مخکې ډونلډ ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه ولیکل " استازي یې له ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته روان شوي."

    په همدې مهال د ایران یوه خبري اژانس تسنیم رپوټ ورکړی چې " تر هغې چې سمندري کلابندي وي پلاوی به یې پاکستان ته په سفر ولاړ نه شي."

    د امریکا د ولسمشر له اعلان سره سره ایران تر اوسه د خبرو وخت او ځای نه دی تاييد کړی.

  9. وروستی, ټرمپ ایران د اوربند د تړون په ماتولو تورن کړ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ د خپاره کړي پیغام په دوام، ایران "د اوربند له تړون په سرغړونه" تورن کړی دی.

    هغه لیکلي چې ایران "پرون په هرمز تنګي کې د ډزو پرېکړه وکړه" چې "دا ښه کار نه و – که څنګه؟"

    نوموړی وايي، ډزې د "یوې فرانسوۍ بېړۍ او د بریتانیا د یوې سوداګریزې بېړۍ" پر لوري شوې وې.

    د امریکا ولسمشر د ایران له‌خوا د هرمز تنګي د تړلو پرېکړه "عجبه" بللې، ځکه د ده په وینا د امریکا کلابندۍ وار له مخه دا تنګی تړلی دی.

    نوموړي زیاته کړې: "هغوی [ایرانیان] بې له دې چې پوه شي، زموږ مرسته کوي. د دې لارې د تړل کېدو له کبله همدوی تاوان کوي – د ورځې ۵۰۰ میلیون ډالره! متحد ایالتونه هېڅ تاوان نه کوي."

    تهران بیا واشنګټن تورنوي، چې ګوندې‌ د دوی د بندرونو په کلابندۍ سره یې د اوربند شرایط مات کړي دي.

  10. ټرمپ اعلان وکړ چې استازي یې ایران سره خبرو لپاره اسلام‌اباد ته روان دي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ تروټ سوشیل لیکلي: "زما استازي د پاکستان اسلام‌اباد ته روان دي – سبا ماښام به هلته د خبرو اترو لپاره حاضر وي."

    نوموړي زیاته کړې: "موږ د یو ډېر عادلانه او معقول تړون وړاندیز کوو او هیله لرم چې هغوی [ایرانیان] یې ومني، ځکه که ویې نه مني، متحد ایالتونه به په ایران کې هر یو برېښناکوټ او هر پل له منځه یوسي."

    ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی چې که خبرې ناکامې شي، نو نور به "نرم‌خویه سړی" نه وي او په وینا یې دا پلونه او برېښناکوټونه به "ډېر ژر او په اسانۍ ونړېږي".

  11. رویټرز: اسلام اباد د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو د دویم پړاو کوربتوب ته چمتووالی کوي

    رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

    په داسې حال کې چې ایراني او امریکايي چارواکي په پرله‌پسې ډول د اختلافاتو حل لپاره د خبرو اترو د دوام د امکان یادونه کوي، خو تر اوسه لا د مذاکراتو د بل پړاو وخت او ځای په رسمي توګه نه دي اعلان شوي.

    دا په داسې حال کې ده چې تهران وايي د امریکا لخوا یې د دوی د بندرونو د کلابندۍ په غبرګون کې د هرمز تنګي لاره په بشپړه توګه تړلې او یوازې هغه بېړۍ پرې تېرېدای شي چې له سپاه پاسداران یې اجازه اخیستې وي.

    بلخوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا ویلي چې پرې به نږدي چې ایران له امریکا د هرمز تنګي پر سر د باج اخیستلو هڅه وکړي.

    نوموړي زیاته کړې چې د امریکا لخوا به د ایران د بندرونو کلابندي تر هغه وخته دوام ولري، چې "له ایران سره معامله سل په سله بشپړه شوې نه وي".

  12. له هرمز تنګي د بېړیو د تېرېدو هېڅ نښه نه لیدل کېږي

    لکه څنګه چې موږ مخکې راپور ورکړی، ایران یو ځل بیا هرمز تنګی تړلی دی.

    تهران وايي دا ګام یې د امریکا لخوا د ایراني بندرونو د دوامدار کلابندۍ په ځواب کې اخیستی.

    د بېړیو د مسیر څارونکې ویب‌پاڼې MarineTraffic پر بنسټ، که څه هم په فارس خلیج او په ځانګړي ډول د عمان او متحدو عرب اماراتو سواحلو ته څېرمه ډېرې بېړۍ ولاړې دي، خو داسې ښکاري چې دمګړۍ له هرمز تنګي هېڅ بېړۍ نه تېرېږي.

    پرون تر یوه وخته پر دې مهمې سمندري لارې د ځینو بېړیو تګ راتګ دوام درلود، خو تر هغې وروسته په ډراماتیک ډول راکم شو، چې تهران یې د تړلو پرېکړه اعلان کړه.

    ورپسې څو بېړیو راپور ورکړ چې په مرمیو لګېدلې دي او یوه ټانکر اعلان وکړ چې د ایران د وسله‌والو کښتیو له خوا پرې ډزې شوې دي.

  13. وروستی, لیز دوسېت: "په تیاره کې د رڼا یوازنی څرک... منځګړي لا هم پیغامونه تبادله کوي"

    د بي‌بي‌سي د نړیوالو چارو مشره خبریاله لیز دوسېت وایي د هرمز تنګي تړل کېدل د ایران او امریکا له دواړو خواوو په دیپلوماتیکو پیغامونو کې تر ټولو مهم بحث ګرځېدلی، او دواړه لوري یو بل دغه کړکېچ کې ملامت بولي.

    هغه چې له ایرانه راپور ورکوي، وایي د سولې د داسې تړون ډېرې کمې نښې نښانې لیدل کېږي چې ولسمشر ټرمپ یې تل یادونه کوي او تر اوسه لا ان د اوسني اروبند، چې په راتلونکو څو ورځو کې پای ته رسېږي، د غځول کېدو پرېکړه هم نه ده شوې.

    لیز دوسېت پر دې شرط له تهران راپور ورکوي چې د هغې د رپوټونو هېڅ منځپانګه او مواد به د بي‌بي‌سي فارسي څانګه کې نه کارول کېږي.

    دا محدودیتونه پر نورو ټولو نړیوالو رسنیزو بنسټونو هم چې له ایرانه فعالیت کوي، پلی کېږي.

  14. وروستی, اسرائيلي ځواکونه: تر اوربند ورمخکې ۲۴ ساعتونو کې مو د حزب‌الله ۱۵۰ وسله‌وال وژلي دي

    د اسرائیل دفاعي ځواک (ای‌ډي‌اېف) وایي له لبنان سره د اوربند له پیل په ورمخکې ۲۴ ساعتونو کې یې د حزب‌الله له ۱۵۰ډېر وسله وال وژلي دي.

    ای‌ډي‌اېف په دې تړاو پر ټېلېګرام یوه خپاره کړي پیغام کې د حزب‌الله وژل شویو وسله‌والو ته د ترهګرو خطاب کړی دی.

    اسرائيلي ځواکونو همدا راز ویلي چې په دغو بریدونو کې د لبنان په بېلابېلو سیمو کې د قوماندې مرکزونو او د وسلو زېرمتونونو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ پوځي اهداف په نښه شوي دي.

    دغه ځواک ادعا کوي چې په وژل شویو کې د حزب‌الله یو شمېر جګپوړي قومندانان هم دي.

    ای‌ډي‌اېف زیاته کړې چې د اسرائیل د ملکي وګړو او سرتېرو پر وړاندې د هر ډول ګواښ د له منځه وړلو هڅې به جاري وساتي.

  15. وروستی, ایران: د امریکا سمندري کلابندي د اوربند له شرایطو سرغړونه ده

    د ایران سمندري ځواک وايي د امریکا لخوا د ایران د بندرونو کلابندي "د اوربند له شرایطو سرغړونه" ده.

    د یادونې وړ ده چې امریکا او ایران د اپرېل له اتمې راهیسې دوو اونیو لپاره پر اوربند هوکړه کړې.

    د دغه اوربند یو مهم شرط دا و چې د هرمز تنګي له لارې به بېړیو ته د ازاد تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.

    اوس ایران یو ځل بیا دغه مهمه سمندري لاره تړلې ده او سمندري ځواک یې وایي چې تر هغې به تړلې پاتې شي، چې د امریکا له‌خوا د ایراني بېړیو او بندرونو کلابندي پای ته نه وي رسېدلې.

    د سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوه تازه بیان کې ویلي، د هرمز تنګي په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې اعتبار نه لري.‌

    روښانه نه ده چې په بیان کې مشخصآ د ډونلډ ټرمپ کومو څرګندونو ته اشاره شوې.

    خو هغه د شنبې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي و، د ایران مشران غواړي هرمز تنګی وتړي، خو امریکا به د ده په وینا پرېنږدي چې تهران د دغه تنګي پر سر له دوی د باج اخیستلو هڅه وکړي.‌

  16. ټرمپ: پرې به نږدم چې ایران له امریکا د باج اخیستلو هڅه وي

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره "ډېرې ښې خبرې"روانې دي، خو دی به تهران پرې‌ نږدي چې له امریکا د هرمز تنګي پر سر د باج اخیستلو هڅه وکړي.

    هغه دې ته هم اشاره درلوده چې ګوندې ایران له تېرو شاوخوا ۴۷ کلونو دا کار کړی دی.

    د یادونې وړ ده چې ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې د امریکا لخوا به د ایران د بندرونو کلابندي تر هغه وخته دوام ولري، چې "له ایران سره معامله سل په سله بشپړه شوې نه وي".

  17. قالیباف: هرمز "تنګی موږ کنټرولوو"

    د ایران د پارلمان رییس، محمدباقر قالیباف، وایي، که څه هم د امریکا له متحدو ایالتونو سره د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو اترو کې "یو څه پرمختګ شوی"، خو دواړه لوري لا هم "د بحث وروستي پړاو ته له رسېدو ډېر لېرې دي."

    هغه همدا راز ویلي، چې د هرمز تنګي کنټرول د ایران په لاس کې دی.

    قالیباف له امریکايي اړخ سره د اسلام اباد په خبرو کې د ایران د مرکچي پلاوي مشر و.

    په دغو خبرو کې، چې کومه هوکړه پکې ونه شوه، د امریکا له اړخه د مذاکراتي پلاوي مشري د ډونلډ ترمپ مرستیال جی‌ډي‌ وېنس کوله.‌

    تر اوسه د خبرو اتروبل پړاو لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده ټاکل شوې.

  18. د اوربند له پیل راهیسې د لبنان په جنوب کې دوهم اسرائیلی پوځي وژل شوی

    د اسرائیلو پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کې په نښتو کې یې یو بل پوځي وژل شوی دی.

    داسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې د یوه عسکر د وژل کېدو پخلی کړی خو ويل کېږي نهه تنه نور ټپي شوي چې له ډلې یې د يوه حالت نازک ښودل شوی دی.

    د اې اېف پي خبري اژانس له مخې د اسرئیلو او حزب الله تر منځ د شپږو اوونيو جګړې په ترڅ کې ټول ۱۵ اسرائیلي عسکر وژل شوي دي.

  19. کملا هرېس وايي نتنياهو، ټرمپ له ایران سره جګړې ته "راکاږه"

    د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن مرستیاله، کملا هرېس وايي، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ډونلډ ټرمپ له ایران سره جګړې ته اړ ایستلی دی.

    نوموړي د دې ادعا لپاره کوم شواهد نه دي وړاندې کړي، خو ټینګار یې کړی چې د امریکا خلک شخړه نه غواړي.

    مېرمن هرېس زياته کړې، "ټرمپ د جنسي مجرم جېفري اپسټین پورې اړوند اسنادو له خپرېدو د پام اړولو لپاره له جګړې کار اخلي."

    د امریکا په میشیګان کې د غونډې پر مهال هغې زیاته کړه چې په ​​جدي توګه د ولسمشرۍ لپاره د بیا نوماندۍ په اړه فکر کوي.

    ډونلډ ټرمپ لا په مستقیم ډول د هرېس څرګندونو ته ځواب نه دی ورکړی، خو پر ټولنيزو رسنيو يوه پوسټ کې یې ویلي دي چې اسرائیل "لوی متحد" دی.

    مېرمن هرېس په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ پر وړاندې ماته وخوړه.

  20. د امریکا مرکزي قومنداني وايي د کلابندۍ له لارې یې له سمندره د ایران سوداګري فلج کړې ده

    د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ویلي، د امریکا له خوا د ایران د بندرونو کلابندۍ "د ایران د سمندري سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو مخه نیولې ده."

    په یوه بیان کې چې پر اېکس پاڼه خپور شوی، سېنټکام ویلي چې جنګي بېړۍ د کلابندۍ په عملیاتو کې برخه اخلي او دوامداره ګزمې ترسره کوي.

    پر اېکس د جنګي بېړۍ د عکس له خپرولو سره ويل شوي، سمندري ځواکونه په عربي سمندر کې د کلابندۍ عملیات ترسره کوي.