وروستی, د لبنان ولسمشر: له اسرائيل سره زموږ مذاکرات د امریکا او ایران له خبرواترو "جلا" دي
د لبنان ولسمشر جوزف عون ویلي چې له اسرائیلو سره یې راتلونکي مذاکرات د امریکا او ایران د سولې خبرو اترو او یا "هر ډول نورو مذاکراتو جلا" دي.
ښاغلي عون پرخپله اېکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د راتلونکي پړاو خبرو کې به د لبنان استازیتوب د امریکا لپاره د لبنان د پخواني سفیر سایمن کرم په مشرۍ پلاوی وکړي او په وینا یې، "له لبنانه به هېڅ بل څوک په دې ماموریت کې نه برخه واخلي او نه به یې هم ځایناستي شي".
د لبنان ولسمشر همداراز ویلي چې له اسرائيل سره د دغو مذاکراتو موخه "پر دوښمنۍ د ولاړو کړونو بس کول"، د لبنان د جنوبي سيمو "د اشغال پایته رسول" او پر هغو "جنوبي پولو" د لبنان پوځ ګمارل دي چې "په نړیواله کچه د سرحد په نوم په رسمیت" پېژندل شوې دي.
ښاغلی عون وايي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لبنان غوښتنې "په بشپړ ډول درک کړې دي" او د راتلونکو مذاکراتو په تنظیمولو کې یې همکاري کړې ده.
ده زیاته کړې، "زه هیلهمن یم چې لبنان به وژغورلی شو".
د لبنان او اسرائیل ترمنځ د اوربند له اعلان سره سره د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې ځواکونه به یې د لبنان په جنوبي سیمه کې شاوخوا ۱۰ کیلومتره دننه ځایپرځای شي.