یو شمېر پاکستاني
رسنۍ او رویټرز
خبري اژانس وايي، د پاکستان
د پوځ مشر عاصم منیر نن دوشنبې (۲۰ اپرېل) د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره
ټلیفوني خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې چې په هرمز تنګي
کې د ایران د
سمندري کلابندۍ د
لرې کولو لپاره د عاصم منیر وړاندیز
به په پام کې ونیسي. د دې رسنیو په وینا، ښاغلی منیر هیله څرګنده کړې چې د ایراني
پلاوي د راتلو لپاره به شرايط برابر کړل شي.
عاصم منیر ته د هغه کس په سترګه کتل کېږي چې
د پاکستان په ډېری
کورنیو او بهرنیو پالیسیو کې د لومړۍ او وروستۍ خبرې واک لري. د هغه رول ډېری
وختونه د دودیزو پوځي پولو هاخوا
او د ستراتیژیکې حکومتدارۍ
په چوکاټ کې تشریح کېږي.
د ایران
او امریکا په وروستیو خبرو اترو کې، هغه د پردې تر شا د مرکزي شخصیت په توګه معرفي
شوی دی.
نوموړی د ایران د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف او
ښاغلي ټرمپ په مشرۍ د ایراني چارواکو ترمنځ اصلي منځګړی و. هغه د تاوتریخوالي کمولو
او خبرو اترو ته په شکل ورکولو کې مهم رول لوبولی دی.
شنونکي
وايي، د واشنګټن
سره دې شخصي چېنل
د پاکستان جیوپولیتیک دریځ لوړ کړی دی، د اسامه بن لادن له وژنې راهیسې له امریکا سره یې اړیکې سړې
شوې وې.
خو په پاکستان
کې منتقدین وايي دا ښیي چې عاصم منیر
تر کومې کچې په کورني
سیاست او بهرنۍ ډیپلوماسۍ کې لاسوهنه کوي.