د امریکا دفاع وزارت وايي، ځواکونه یې تېره شپه هغې تېل لېږدونکې بېړۍ ته ننوتلي، چې بندیزونه پرې لګېدلي
د امریکا دفاع وزارت وايي، ځواکونه یې تېره شپه ''له هېڅ کومې پېښې پرته'' هغې تېل لېږدونکې بېړۍ (ټانکر) ته ننوتلي، چې بندیزونه پرې لګېدلي دي.
پینټاګون وايي، ځواکونه یې په هند-ارام سمندري سیمه کې د ایران ملاتړ شبکو ''له منځه وړلو هڅو لړ کې'' دې بېړۍ ته ننوتلي دي.
پر خواله رسنۍ اېکس دپنټاګون یوه پیغام کې په دې هکله ویل شوي د دوی ځواکونه، ''بې هېواده ایم-ټي پیفاني (بېړۍ) ته د بندیزونو او سمندري پلټنو حق له کارولو وروسته له کومې پېښې پرته ننوتلي دي.''
د امریکا دفاع وزارت دا معلومات د پېښې په هکله له تصویرونو او ویډیويي کلیپونو سره یو ځای خپاره کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت په پیغام کې زیاته شوی، د دوی ځواکونه به "د غیرقانوني شبکو د ګډوډولو لپاره نړیوالې سمندري هڅې کړي او هغه بندیز شوي بېړۍ چې ایران ته مادي ملاتړ چمتو کوي، هرچېرې چې وي، مخنیوی به یې وکړي."
په پیغام کې دغه راز راغلي: ''نړیوالې اوبه د هغو بېړیو لپاره پناه ځای نه دی، چې بندیزونه پرې لګېدلي.''