اسرائیلي مېشتېدونکو لوېدیځه غاړه کې د زیتون حاصل ټولولو پر مهال پر فلسطینیانو برید کړی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د فلسطین په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د زیتون د کلني حاصل ټولولو پر مهال لسګونو مخ پټو اسرائیليانو پر فلسطینیانو بریدونه کړي دي.

بریدګرو د ځايي خلکو موټرو او د زیتون ونو ته اور اچولی دی. د بي بي سي یوې خبري ډلې د "ابو فلاح" فلسطیني کلي ته څېرمه په کرنیزو ځمکو کې له څو بریدونو یو یې په خپلو سترګو لیدلی دی.

یوه سیمه ییز چارواکي ویلي چې په دغو بریدونو کې ۱۲ فلسطینیان ټپیان شوي چې څلور یې فلسطیني الاصله امریکایان دي.

په ټپیانو کې یوه بهرنۍ خبریاله هم شته. ملګري ملتونه وايي چې یوازې په تېرو دوو اونیو کې د تاوتریخوالي ډکو اسراییلي میشتېدونکو د بریدونو کچه د تېر کال د زیتون ټولولو د ټول فصل په پرتله زیاته وه.

لوېدیځه غاړه کې اوس خلکو زیتون ټولول چټک کړي دي.

له لمر ختلو سره سم او د یهودي مېشتېدونکو تر برید وړاندې، د ونو میوې په ډېرې چټکۍ سره راټولېږي.

د بي بي سي خبرياله چې سیمې ته تللې وايي، په یوه نږدې بڼ کې، یې ولیدل چې لسګونو کروندګرو د برېښنايي وسایلو په کارولو سره تر خپله وسه په خورا چټکۍ سره ونې څنډلې خو پر یوې سترګې یې پورته غونډۍ ته کتل، هلته چې په یوه نوې ناقانونه جوړه شوې پوسته کې د ښارګوټي مېشتو یوه ډله لا دمخه راټوله شوې وه او ترې لاندې یې د زیتون ټولولو بهیر څاره.

دا ترهه له هغه وروسته رادبره شوه چې فلسطیني رسنیو راپور ورکړی چې په لوېدیځه غاړه کې د ناقانونه اسرائیلي ښارګوټو اوسېدونکو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په "کفر مالک" کلي کې پر یوه بڼ برید کړی او شاوخوا ۲۰ پسونه یې په چړو وهلي او وژلي دي. دا سیمه چې د رام الله په شمال ختیځ کې پرته او د اسراییلو تر واک لاندې ده.

دا پېښه له هغه وروسته کېږي چې مخ پټو اسرائیليانو په ګاونډي کلي "ابو فلاح" کې د زیتون پر ټولوونکو کروندګرو هم برید وکړ.

په دې برید کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې امریکایي خبریالې "هایډي لیوین" په ګډون دوه کسان ټپیان او روغتون ته لېږدول شوي دي. اغلې لیوین چې د زیتون ټولولو د بهیر انځورونه یې اخیستل، روغتون کې خبریالانو ته ویلي چې پرې ناڅاپي برید وشو او پر ځمکه پرته وه چې په لغتو ووهل شوه "زه پر ځمکه غورځېدلې وم، هغوی د لسو دقیقو لپاره په لغتو وهلم او ګوزارونه یې راباندې کول. ما خپله کامره او بکسه کلکه نیولې وه."

د بي بي سي خبریالانو هم په خپلو سترګو لیدلي چې لسګونه یهودي مېشت شويو کسانو چې تورې جامې یې پر تن وې له یوې غونډۍ راکښته شوي او پر هغو فلسطینیانو او فعالانو یې د ډبرو ګوزارونه کړي چې د زیتون د راټولولو په حال کې وو. په ویډیوګانو کې ښکاري چې اسرائیلي بریدګر شاوخو د زیتون ګڼې ونې هم سوځوي.

ملګري ملتونه وايي، یوازې په تېرو دوو اونیو کې د دغو اسرائیلي ښارګوټو اوسېدونکو د بریدونو کچه د تېر کال د زیتون ټولولو د ټول موسم پرتله زیاته وه، او سږکال دا تاوتریخوالی خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

دې تاوتریخوالي د "سنجل" ښارګوټي ته څېرمه د "مجدي فهید" په نوم یو فلسطیني الاصله امریکایی کروندګر هم اغېزمن کړی دی.

هغه وايي " ما او مور مې د زیتون ټولولو هڅه کوله، چې هغوی ناڅاپه پر موږ برید پیل کړ. په ټوپکونو، ډبرو او ځانګړو وسلو سره. هغوی زه پر سر او غاړه ووهلم. وګورئ، زه ټول په وینو لړلی یم. زما مور سخت درد لري. دا حالت همدا اوس روان دی. زما مطلب دا دی، وګورئ، موږ ټول په وینو لړلي یو."

د سیمې اوسېدونکو ویلي، تازه تر سلو ډېرو اسرائیليانو پر یوه نږدې کلي هم برید کړی، شاوخوا ۱۲ موټرې یې سوځولي، درې کسان یې ټپیان کړي او د زیتون ونو ته یې هم اور اچولی.