تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حقاني وايي له قانون سرغړونکو پولیسو ته به سزا ورکړل شي، پولیس کومو ننګونو سره مخ دي؟
افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې له دې وروسته به د پولیسو (شرطې) ځواکونو سرغړونې ونه زغمل شي.
سراجالدین حقاني کابل کې د پولیسو (شرطې) د نوي قانون د پلې کېدا اعلان په ناسته کې ویلي چې د دغه قانون منځپانګه په رسمي جریده کې خپره شوې او د ټولو برخو دندې یې په ګوته کړې دي.
هغه وویل، له دې وروسته که هر چا له قانونه سر وغړاوه، له بېلابېلو لارو به یې د پوهولو او خبرولو لپاره سپارښتنه وشي،خو که دا کار دوام ومومي، لوړپوړی مسؤل دنده لري چې د قانون پر بنسټ سرغړونکي کس ته سزا ورکړي.
د سراجالدین حقاني په وینا، دا قانون لومړی باید د کورنیو چارو وزارت پر خپلو ځواکونو پلی شي چې پر نورو د پلي کېدو لاره برابره کړي.
په تېر کې داسې قضیې راپور شوې وې چې د طالبانو حکومت پولیس ځواکونه یې له خلکو سره په چلند کې پر خپلسرۍ یا له زیات تشدد نه پر ګټې اخیستلو تورنول. په ځينو سیمو کې د خپلسرو ډزو او له امله یې د مرګژوبلې خبرونه هم ورکړل شوي وو.
د پلازمېنې کابل په ګډون ښارونو کې لا هم په شخصي جامو کې پر دندو ولاړ وسله وال لیدل کېږي چې د پولیسو څوکۍ کوي.
همدغلته په کابل کې همدا تېرو څو میاشتو کې د ځینو مرموزو وژنو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
کتونکو وايي، د مسلکي او معياري حقوقي زدهکړو نشتوالی، د سواد ټیټه کچه، له قوانینو ناخبري او ذوقي چلند د طالبانو حکومت د پولیسو پر وړاندې ترټولو لویې ننګونې دي.
سربېره پر دې، د ښاري پېچلیو جرمونو په مخنیوي کې د عصري تجهیزاتو کمښت د نورو مهمو یادو شویو ټکو له شمېرې دي.