ماشومان کولی شي پروټین پوډر وکاروي؟

    • Author, نات رايت
    • دنده, د بي بي سي روغتیايي څېړنو څانګه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

۱۲ کلن بین په ډېرې بې صبرۍ غواړي چې د پروټین پوډر وازمويي، خو یوه ستونزه شته: هغه ستونزه زه یم، د هغه مور.

هغه وايي: "شاوخوا شل ځله مې غوښتنه کړې، خو ته هر ځل یوازې نه راته وایې!" هغه ادعا کوي چې پروټین پوډر به یې "لا چاغ او غټ" کړي او دا هم وايي چې د هغه نوروهلکان ملګري یې کاروي.

په وروستیو کلونو کې د هغو محصولاتو شمېر ډېر پراخ شوی چې د "لوړ پروټین"په نوم بازار ته وړاندې کېږي، لکه شیدې، مستې، ډوډۍ، غلې دانې ، د انرژۍ بارونه او پروټین پوډر په کې راځي.

خواله رسنۍ د بېلابېلو غذایي کڅوړو، په ځانګړي ډول د پروټین پوډر، له اعلانونو ډکې دي.

د روغتیا څانګې د یوې خبریالې په توګه، زه شکمنه یم او فکر کوم چې دې عمر کې باید هغه د خپل ورځني خوړو له لارې کافي پروټین ترلاسه کوي.

نو، متخصصین فکر کوي چې د کم عمره ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د پروټین پوډر کارول خوندي دي، که د غوښې یوه لوی او خوندوره ټوټه هماغومره ګټه لري؟

زما زوی چې له ورزش سره ډېر لېوالتیا لري او لا له وړاندې متوازن او سالم خواړه خوري، په منظم ډول له ما د پروټین پوډر په اړه پوښتنې کوي.

د هغه ملګری لوئیس، چې ۱۲ کلن دی، له نږدې یوه کال راهیسې په اوونۍ کې یو یا دوه وارې له تمرین وروسته، د عادي خوړو تر څنګ، د پروټین پوډر کاروي. د هغه مور او پلار هم له دې خبرې خبر دي.

هغه وايي: "زما په اند مرسته یې راسره کړې ده. ماته ډېره انرژي راکوي او ښايي زما په وده کې یې هم مرسته کړې وي."

خو د بین بل ملګری اوټیس، چې ۱۳ کلن دی، د دې نظر پلوی نه دی او فکر کوي چې پر ځوانانو یو ډول فشار او اغېز دی چې د پروټین کڅوړې وکاروي.

هغه وايي: "کېدای شي هغوی یوازې د پایلو او عواقبو له فکر کولو پرته دا وکاروي او دې ته پام ونه کړي چې پر دوی به څه اغېزې ولري."

ولې پروټین ته اړتیا لرو؟

پروټینونه په امینو اسیدونو تجزیه کېږي، او همدا امینو اسیدونه د بدن له ودې او جوړونې سره مرسته کوي.

خو بدن ټول هغه امینو اسیدونه چې ورته اړتیا لري، په خپله نه شي جوړولای. له همدې امله باید ځینې نور، چې اړین امینو اسیدونه بلل کېږي، د خوړو له لارې ترلاسه شي.

د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې (NHS) د سپارښتنې له مخې، د سالم وزن لرونکي بالغ کس لپاره د پروټین وړاندیز شوې ورځنۍ اندازه د بدن د هر کیلوګرام وزن پر وړاندې ۰.۷۵ (صفر اعشاریه پنځه اویا) ګرامه ده.

یوه اسانه لار دا ده چې په هر وار خوراک کې د پروټین اندازه باید ستاسو د ورغوي (د لاس د تلې) له اندازې سره برابره وي.

که ډېر تمرین کوئ او یا عمر مو زیات وي، نو ستاسو د پروټین اړتیا لوړېږي او ښايي د بدن د هر کیلوګرام وزن په مقابل کې تر ۲ ګرامه پروټین پورې اړتیا ولرئ.

تنکي ځوانان ورته اړتیا لري

دا پوښتنه راپورته کېږي چې که تنکي ځوانان له مخکې سم، سالم او متوازن خواړه خوري، نو ایا رښتیا هم هغوی د پروټین پوډر او نورو پروټین کڅوړو ته اړتیا لري؟

د تغذیې او خوړو د څانګې متخصصې نیکولا لډلم‌رېن په وینا، د تنکیو هلکانو او نجونو لپاره "ټول هغه پروټین چې بدن ورته اړتیا لري، یوازې له خوړو ترلاسه کېدای شي."

هغې ټینګار کوي چې په ځانګړي ډول تنکۍ نجونې باید په کافي اندازه اوسپنه او کلسیم ترلاسه کړي، نو ځکه باید د پروټین پر موضوع دومره ډېر پام ونه شي چې نور مهم غذایي مواد ترې هېر شي.

پروټین لرونکي خواړه، پوډر او بارونه ځینو کسانو ته ګټور تمامېدای شي، لکه مسلکي ورزشکارانو او هغه کسانو ته چې ځانګړي غذایي حساسیتونه لري، خو دا باید هېڅکله د سالمو او متوازنو خوړو ځای ونه نیسي.

د پروټین پوډرو کارول ځینې ناوړه پایلې او جانبي عوارض هم لرلای شي، لکه:

د خیټې پړسوب

ګازونه

د خیټې درد او ګډوډي

اسهال

هغه کسان چې له مخکې روغتیايي ستونزې لري، باید د ډاکټر له مشورې پرته د پروټین کڅوړې او مکملونه ونه کاروي.

لډلم‌رېن دا هم وایي چې د پروټین پوډرو بازار د درملو په څېر سخت او ټینګ څار نه لري.

هغې وویل: "هو، داسې معتبر شرکتونه شته چې خپل محصولات د دریمې خپلواکې ادارې له لوري ازمویي او ډاډ ترلاسه کوي چې د بوتل پر لیبل لیکل شوي معلومات له دننه منځپانګه سره سمون لري، خو دا تل همداسې نه وي."

هغې زیاته کړه: "او په پای کې داسې نه ده چې یوازې یو پروټیني څښاک وڅښئ او د لاس عضلې مو لویې شي."

ځینې پروټین پوډر د اضافي بورې، مصنوعي توکو او پټو محرکو (Stimulants) لوړه کچه لري.

ډاکټر رامنیک ماتور، چې د لندن لوېدیځ کې د ماشومانو متخصص ډاکټر دی، وایي چې زموږ بدن یوازې پروټین ته اړتیا نه لري، ورسره کوچنیو غذایي عناصرو (Micronutrients) لکه زنک، کلسیم او مګنیزیم ته هم اړتیا لري، چې په طبیعي او بشپړو خوړو کې موندل کېږي.

له همدې امله، که چیرې عادي خواړه پر پروټیني څښاک بدل شي، نو بدن له دې مهمو غذایي موادو بې برخې کېږي.

متخصصین سپارښتنه کوي چې د ورځې د پروټین کچه په بېلابېلو خوړو کې ووېشل شي او په هره وار خوراک کې شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ ګرامه پروټین ترلاسه شي.

که غواړئ د خپل پروټین اندازه زیاته کړئ، غوره دا ده چې د طبیعي خوړو او پروټین لرونکو خوړو د ترکیب له لارې ترسره کړئ.

د بلوغت په دوران کې، کله چې ماشومان د چټکې ودې پړاوونو ته ننوځي، هغوی ریښتیا هم ډېرو پروټینونو ته اړتیا لري، ځکه بدن یې په چټکۍ سره وده کوي او نوې عضلې او د هډونو اډانه جوړوي.

خو ډاکټر ماتور وايي چې د پروټین ډېر کارول هم خطرونه لري.

هغه وايي: "که خواله رسنیو ته وګورئ، هلته به درته وویل شي چې باید ډېر پروټین وخورئ، خو ستاسو بدن یوازې یوه ټاکلې اندازه پروټین اداره کولای شي."

هغه زیاتوي چې که یو څوک له اړتیا ډېر پروټین وخوري، نو بدن یې باید اضافي برخه د پښتورګو او ځیګر له لارې وباسي. دا کار کولی شي پر دغو غړو درون بار واچوي او جدي روغتیايي ستونزې پېښې کړي.

د ډاکټر ماتور د خبرو اصلي موخه دا ده:

"که یو ۱۲ کلن ماشوم سالم او متوازن خواړه خوري، نو اضافي پروټین ته اړتیا نه لري."

د نیکولا لډلم-رېن سپارښتنه دا ده چې له تنکیو ځوانانو سره باید لومړی مرسته وشي چې خپل غذایي رژیم ښه کړي، له هغه وړاندې چې یو څوک د پروټین پوډر کارول پیل کړي، په ځانګړي ډول که غواړي دا په منظم ډول وکاروي.

هغې وایي که بیا هم د پروټین پوډر کارولو ته لېوال وي، نو تر هر څه وړاندې دې له یوه راجستر شوي د تغذیې متخصص (Dietitian) یا غذایي سلاکار سره خبرې وکړي.

نو اوس زه خپل زوی ته دا جواب ورکوم چې ځواب لا هم "نه" دی، او متخصصین هم له ما سره پر همدې نظر دي چې پروټین له خوړو ترلاسه کړه.