افغانستان په برازیل کې د فوټسال شپږ‌اړخیز جام نیمه‌پایلوبې ته لار ومونده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د پېرو پر وړاندې له ۳–۰ بریا وروسته د برازیل د شپږ‌اړخیز جام نیمه‌پایلوبې ته د خپلې ډلې د مخکښې لوبډلې په توګه لار وموندله.

ټاکل شوې چې د نیمه‌پایلوبې لوبه د افغانستان پر وخت د یکشنبې په سهار و شي او افغانستان به له کیپ‌ورډ سره سیالي وکړي.

د افغانستان ملي لوبډلې چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې له جاپان سره بې‌ګوله مساوي کړې وه، په دویمه سیالۍ کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د درېیو ارزښتناکو امتیازونو په ترلاسه کولو سره یې په دې سیالیو کې د اتلولۍ هیلې ژوندۍ وساتلې.

افغانستان د خپل سربیايي روزونکي دژان ددیوویچ په لارښوونه لوبه په بریدګره بڼه پیل کړه او د لومړۍ نیمایي پر مهال یې درې ځله د پېرو د لوبډلې دروازه پرانیسته.

اکبر کاظمي د افغانستان لومړی ګول وواهه او لوبډله یې مخکې کړه. څو دقیقې وروسته سید مرتضی حسيني د لومړۍ نیمایي په وروستیو شېبو کې د افغانستان دویم ګول وواهه او د پېرو پر وړاندې یې د لوبډلې برتري زیاته کړه.

ورپسې رضا حسيني‌پور د افغانستان درېیم ګول هم وواهه، چې په دې سره ملي لوبډله د ۳–۰ په قاطعې بریا سره د لومړۍ نیمایي له پای ته رسېدو وروسته دمه‌ځای ته ولاړه.

په دویمه نیمایي کې د پېرو لوبډلې د پایلې د بدلولو لپاره د "پاور پلی" سیستم وکاراوه او د افغانستان پر دروازه یې پراخ بریدونه ترسره کړل. خو د افغانستان د ملي لوبډلې ګول‌ساتونکي جواد صفري د څو اغېزناکو توپ‌نیونو له لارې پرېنښود چې د هغه د لوبډلې دروازه پرانیستل شي.

د پېرو د ګڼو بریدونو سربېره، په دویمه نیمایي کې هېڅ ګول ونه وهل شو او لوبه د افغانستان په ګټه د ۳–۰ په پایلې پای ته ورسېده.

د دې بریا په پایله کې افغانستان د څلورو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دویمې ډلې د مخکښې لوبډلې په توګه نیمه‌پایلوب ته ورسېد.

افغانستان تر دې وړاندې له جاپان سره په لوبه کې بې‌ګوله مساوي شوی و او د دغو پایلو له مخې یې د خپلې ډلې په مهالوېش کې لومړی مقام خپل کړ.

د برازیل شپږ‌اړخیز جام د اکتوبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې پورې په برازیل کې ترسره کېږي. په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې ګډون لري چې په دوو درې‌کسیزو ډلو وېشل شوې دي.

افغانستان په دویمه ډله کې له جاپان او پېرو سره یوځای و. په لومړۍ ډله کې بیا د برازیل، اندونیزیا او کیپ‌ورډ لوبډلې شاملې دي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تخنیکي مدیر، جواد اصغري مقدم، له پېرو تر بریا وروسته وویل چې لوبډله یې له کیپ‌ورډ سره د نیمه‌پایلوب لوبې لپاره بشپړه چمتووالی لري. هغه هیله څرګنده کړه چې افغانستان به پایلوبې ته لار ومومي او هلته به د کوربه هېواد، برازیل، پر وړاندې ولوبېږي.