ډېوېډ ډاوینچي؛ مکسیکویی نابغه ماشوم چې د ذهني وړتیا کچه یې له اینشټاین لوړه ده

ډېوېډ

د عکس سرچینه، Marcos González Díaz

د عکس تشریح، ډېوېډ وایي: "موږ د بلې سیارې مخلوقات نه یو، موږ لوړې وړتیاوې لرو، خو بیا هم ماشومان یو."
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

ډېوېډ کاماچو ښايي پخپله د دې مطلب سرلیک نه خوښوي. لومړی ځکه چې هغه ځان د "نابغه ماشوم" د لقب مصداق نه ګڼي. سره له دې چې د هغه د هوښیارۍ کچه (IQ) ۱۶۲ ده، چې له ۱۳۰ لوړه ده؛ هغه حد چې د روغتیا نړیوال سازمان د لوړې ذهني وړتیا او ځانګړې ذکاوت لپاره ټاکلی دی.

هغه په تواضع د بي‌بي‌سي موندو ته وایي: "نابغګان نور زموږ په منځ کې نشته او که نابغه وي، نو ځکه چې لوی کارونه یې ترسره کړي وي".

دویم دلیل هم دا دی چې هغه نه غواړي له داسې ځلانده ذهنونو سره په یوه کچه ودرول شي لکه فزیکپوه سټیفن هاوکینګ او البرټ انیشټاین، چې د هغوی IQ شاوخوا ۱۶۰ بلل شوی دی.

هغه په موسکا ټینګار کوي: "زه یوازې لس کلن یم او لا مې پیل کړی دی. شاید کله چې اویا کلن شوم نابغه شم، خو یوازې هغه وخت چې د خپل ژوند په اوږدو کې لوی کارونه وکړم".

خو یو نابغه شته چې له هغه یې الهام اخیستی، تر دې حده چې د ټولنیزو شبکو کې یې خپل نوم د هغه له نومه اخلي: "ډیویډ داوینچي".

هغه یادونه کوي: "زما د ښوونځي د وړکتون ښوونکې موږ ته د لیوناردو ډا وینچي په اړه ډېرې کیسې کولې، د هغه د بېلابېلو علومو په اړه، هغه څوک چې ساینس، ټیکنالوژي، انجنیرۍ، ریاضیات، هنر او انساني علوم یې سره یوځای کړای شول".

"زه د هغه له ژونده ډېر اغېزمن شوم او ومې ویل چې غواړم د هغه په څېر لوی کارونه وکړم".

اوس داسې ښکاري چې هغه د دې هیلې د پوره کېدو په لور په سمه لاره ګام اخلي.

ډېوېډ دې ته اشاره کوي چې ډېر نوي استعدادونه او وړتیاوې بې له لازم ملاتړه ضایع کېږي او له منځه ځي.

د عکس سرچینه، Cortesía

د عکس تشریح، ډېوېډ دې ته اشاره کوي چې ډېر نوي استعدادونه او وړتیاوې بې له لازم ملاتړه ضایع کېږي او له منځه ځي.

له ناسا تر کتاب لیکلو

هغه تل موسکی وي، روښانه او روانې خبرې کوي او دومره منظم او مرتب دی چې د هغه د عمر له یوه ماشومه دا تمه نه کېږي. دا ماشوم چې د مکسیکو د کرتارو ښار اوسېدونکی دی، په اسانۍ وایي چې په پوهنتونونو کې او د نړیوالو سازمانونو لپاره ویناوې کوي او هوډ لري چې یو کتاب ولیکي او خپور یې کړي.

هغه همدارنګه دې ځای ته رسېدلی چې د ناسا په هوسټن مرکز کې د سفر لپاره وټاکل شي او د فضایي روزنې په پروګرام کې برخه واخلي، هغه پروګرام چې پکې کولای شي د یوې الوتنې تجربه د کمکي کنټرول سیسټم سره او په بې‌وزنه حافظه کې د پاتې کېدو تجربه وکړي.

دا داسې لاره ده چې ښايي د هغه د راتلونکي مسیر وي، پرته له دې چې نورې لارې پرې وتړي.

هغه وایي: "زه غواړم په فضا کې لومړۍ جراحي ترسره کړم. راتلونکی SpaceX جوړ کړم او د اېلان مسک په څېر بل کس یا د هغه په څېر څوک شم. زه غواړم دا ټول کارونه له سوداګرۍ او انساني علومو سره یوځای ترسره کړم... زما ټول ژوند لا مخکې دی!"

ډېوېډ د ناسا د فضایي روزنې په پروګرام کې برخه اخلي.

د عکس سرچینه، NASA

د عکس تشریح، ډېوېډ د ناسا د فضایي روزنې په پروګرام کې برخه اخلي.

ډېوېډ اوس په یوه نړیوال انلاین تعلیمي مرکز کې زدکړې کوي، داسې مرکز چې د هغه د پوهنتون ته د داخلېدو لپاره به رسمي سند ورکوي. هغه په اسپانیایي، انګلیسي، فرانسوي او جرمني ژبو خبرې کوي او تازه یې د روسي، پرتګالي او ایټالوي ژبو زدکړه هم پیل کړې ده.

هغه وایي په دې ویاړي چې داسې د هوښیارۍ کچه (IQ) لري او د هغه لپاره د داسې استعداد تر ټولو خوښه ځانګړنه دا ده چې کولای شي ژر شیان درک کړي او په چټکۍ زدکړه وکړي.

هغه وایي: "ډېر کسان داسې استعداد نه لري، له همدې امله زه غواړم دا د ماشومانو د ژوند د ښه کولو او د بشریت د ګټې لپاره وکاروم، څو یو اثر پرېږدم".

خو هغه باور لري چې د "نابغه ماشوم" مفهوم تل سم نه درک کېږي.

هغه وایي: "ډېر خلک فکر کوي چې موږ باید هر څه پوه شو، خو موږ غیب‌ویونکي نه یو. موږ باید زدکړه وکړو. IQ په دې معنا نه چې د نړۍ د ټولو پوښتنو ځوابونه مو زده دي".

هغه په خندا زیاتوي: "ما څو ځله لیدلي چې خلک غواړي ما وازمويي او وایي که نابغه یې نو ووایه مثلاً د یوه ډېر لوی عدد مربع ریښه څه ده... خو که ما دا شی نه وي زدکړی، نو نه پرې پوهېږم".

د کاروبار د پیل کیسه

د هغه مور، کلودیا فلورس، لومړنۍ نښې یادوي چې له مخې یې شک وکړ چې ډېوېډ ځانګړې وړتیاوې لري.

هغې له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې وویل: "موږ په یوه اوږده سفر کې وو او هغه شاوخوا ۴۰ د ماشومانو سندرې یادې (حفظ) کړې وې. موږ هغه ښوونځي کې شامل کړ او شاوخوا دوه اونۍ خوشحاله و، خو بیا یې راته وویل چې زه غواړم په لوړ ټولګي کې کېنم، زه غواړم ډېر څه زدکړم."

ډېوېډ وایي: "زه په ښوونځي کې ډېر ژر ستړی کېدم."

د هغه د ژوند مهم بدلون د کوویډ-۱۹ وبا پر مهال راغی. کله چې آنلاین درسونه وو، مور یې تر څنګ ناسته وه او ولیدل یې چې هغه له نورو ماشومانو ډېره چټکه زدکړه کوي.

کلودیا وایي: "ما ترې وپوښتل چې تر کومې شمېرې پورې شمېرلای شې او موږ تر یو میلیون پورې ورسېدو. ما د نابغه ماشومانو په اړه څېړنه پیل کړه او متخصصینو راته وویل چې څه باید وکړم".

ډېوېډ او د هغه مور کلودیا فلورس، چې پوه شوه زوی یې له نورو ماشومانو ډېر په چټکۍ زدکړه کوي.

د عکس سرچینه، Marcos González Díaz

د عکس تشریح، ډېوېډ او د هغه مور کلودیا فلورس، چې پوه شوه زوی یې له نورو ماشومانو ډېر په چټکۍ زدکړه کوي.

سره له ټولو لاسته راوړنو، ډېوېډ ته دې مقام ته رسېدل اسانه نه وو. هغه وایي چې په هغه ښوونځي کې چې یو وخت یې د خوبونو ښوونځی باله، سختې زورواکي او ځورونې یې تجربه کړې.

هغه تشریح کوي: "نور ماشومان نه پوهېدل چې ولې زه، چې لا تازه ښوونځي ته تللی وم، له هغوی ډېر پوهېږم یا ډېر کارونه کولای شم. د هغوی غبرګون پر ما د زورواکي او ځورونې په بڼه و".

ډېوېډ پرېکړه کړې چې دا بد تجربه په یوه ښه تجربه بدله کړي، او د "ماکایوس" په نوم یو کاریال (اپلیکېشن) یې جوړ کړی چې تمه ده د کال په وروستیو کې خپور شي.

هغه دا د مکسیکو لومړنی ډیجیټل شبکه بولي چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ شوی او په تفریحي او خوشحاله ډول ماشومانو ته د احساساتو د کنټرول او مهار مهارتونه ورزده کوي.

د ټولو هغو ماشومانو لپاره چې د هغه په څېر له زورواکي سره مخ شوي، هغه د همدردۍ او منلو هیله لري: "موږ د بلې سیارې مخلوقات نه یو. موږ لوړ وړتیاوې لرو، خو لا هم ماشومان یو."

په حقیقت کې هغه وایي ډېری هغه کسان چې ورسره اړیکه لري لویان دي، ځکه احساس کوي له ډېرو ماشومانو سره یې فکر نه جوړېږي، خو بیا هم د خپل عمر مناسب کارونه هم کوي لکه د لوبو جوړولو توکو سره لوبې کول او پارک ته تلل.

هغه وایي: "ډېر خلک فکر کوي زه داسې ماشوم یم چې د لویانو په څېر جامې اغوندم، خو زه داسې ماشوم یم چې هم د ماشومانو کارونه کوم او هم ځینې د لویانو کارونه".

دیویډ وایي چې هغه لا هم د ماشومانو کارونه کول خوښوي.

د عکس سرچینه، NASA

د عکس تشریح، ډېوېډ وایي چې هغه لا هم د ماشومانو کارونه کول خوښوي.

د نابغه ماشومانو تشخیص

هغه خوشبخته و چې د هغه روښانه استعداد نسبتاً ژر وپېژندل شو.

ډېر ماشومان په ناسمه توګه د پاملرنې کمښت او زیات حرکتي اختلال (ADHD) لري ګڼل کېږي، ځکه چې هغوی په ښوونځي کې بې‌حوصلګي او بې‌قراري احساسوي. دا حالت کله کله له اوټیزم سره هم ګډوډېږي.

کلودیا وایي: "مسئله دا ده چې ماشوم هغه څه چې تشریح کېږي ښه درک کوي او غواړي نور هم زد کړي."

د استعداد د ارزونې د ځینو مؤسسو د اټکل له مخې، ښايي په مکسیکو کې شاوخوا یو میلیون لوړ استعداد لرونکي ماشومان ژوند وکړي، خو ډېری یې نه پېژندل کېږي او شاوخوا ۹۳ سلنه یې ناسم تشخیص ترلاسه کوي.

ډېوېډ وایي: "زه ډاډه یم چې زما په څېر ډېر ماشومان په مکسیکو کې شته چې لارښوونه او ملاتړ نه لري. دا ډېر دردناک دی چې داسې ماشومان د خپلو وړتیاوو سره سره اړ کېږي نورو هېوادونو ته لاړ شي، ځکه چې کورنۍ یې د ملاتړ وس نه لري یا په خپل هېواد کې مناسب فرصتونه نه مومي."

لیوناردو ډاوینچي د هغه لپاره الهام‌بښونکی دی او همدې لپاره یې په ټولنیزو شبکو کې خپل نوم "ډېوېډ ډاوینچي" اېښی دی.

د عکس سرچینه، Marcos González Díaz

د عکس تشریح، لیوناردو ډاوینچي د هغه لپاره الهام‌بښونکی دی او همدې لپاره یې په ټولنیزو شبکو کې خپل نوم "ډېوېډ ډاوینچي" اېښی دی.

د مرکې پر مهال هغه ډېر تېز خبرې کولې او له یوه موضوع بلې ته په چټکۍ سره اوښت او هر کله چې به یې احساس وکړ مهم ټکی یې هېر کړی، بېرته به هماغې موضوع ته راګرځېده.

کلودیا هم مني چې د داسې ماشوم مور کېدل بالکل اسانه کار نه دی.

هغه وایي: "د اډګار ډېوېډ کاماچو فلورس مور کېدل اسانه دي، ځکه هغه یو ښه، ارام او مینه ناک هلک دی، خو د ډېوېډ ډاوینچي مور کېدل ډېر ډېره هڅه غواړي، ځکه هغه ډېر انرژي لرونکی او ډېر فعال دی او تل په حرکت کې وي."

ما ورته وویل چې ستا ذهن داسې ښکاري لکه تل چې فعال وي، خو هغه په ټوکه وویل: "دا ذهن نه دی، دا د کوانټم کمپیوټر دی."