مطیع الله ویسا د فرانسې د ازادۍ جایزه تر لاسه کړه

    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

افغانستان کې د قلم لار ټولنې مشر او د زده کړو فعال مطیع الله ویسا په فرانسه کې د دغه هېواد د ازادۍ جایزه تر لاسه کړه.

ښاغلی ویسا، چې د جایزې تر لاسه کولو لپاره فرانسې ته تللی، له بي‌بي‌سي پښتو سره خبرو کې وویل، افغانستان کې د قلم لار ټولنې د ښوونیزو فعالیتونو ستاینه په نړیواله کچه، دوی ته د لا نور کار انرژي ورکوي.

مطیع الله ویسا ته د فرانسي ازادۍ جایزې تر څنګ ۲۵ زره یورو نغدې هم ور کړل شوې او نوموړی افغانستان کې د زده کړو برخه کې لومړنی فعال دی، چې دا جایزه یې تر لاسه کړې ده.

د فرانسې د ازادۍ جایزه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په فرانسه کې د نورماندي په نوم پوهنتون له خوا هر کال یو کس ته ورکول کېږي.

دې جایزې ته خپله څوک ځان نشي نوماندولای، خو په نړۍ‌واله کچه هغه ځوانان، چې عمرونه یې له ‍۱۵ څخه تر ۲۵ کلونو پورې وې، د بشري حقونو، زده کړو، چاپېریال ساتنې او د کارګرو حقونو په برخه کې فعالان کاندیدولای شي.

سږکال د فرانسې ازادۍ جایزې ته ۹۵۱ کسان نوماند شوي وو، چې له حضوري او انلایني رایو وروسته دریو کسانو وروستي پړاو ته لاره پیدا کړې وه، چې له ډلې یې میطع الله ویسا ګټونکی شو.

ښاغلي ویسا په ۲۰۲۵م کال کې هم له قطره د فساد ضد او ښوونیزه برخه کې فعالیت له امله جایزه تر لاسه کړې وه. د دغې جایزې ګټونکي ته د سرو زرو مډال تر څنګ نغدې هم ور کول کېږي.

مطیع الله ویسا په ۲۰۲۳م کال افغانستان کې د طالبانو استخباراتو ادارې نیولی و، چې د دوی پر حکومت په کور دننه او بهر له فشارونو وروسته له څو میاشتني بنده خوشي شو.

ښاغلی ویسا افغانستان کې له یوې لسیزې زیاتې مودې راهیسې د لوی شمېر رضاکارانو په ملتیا د زدکړو او بندو ښوونځیو پرانیستلو لپاره کمپاین کوي.