تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د ونو بیا راژوندي کېدل؛ د جګړو له کلونو وروسته د ځنګلونو د بېرته احیا هڅې
د افغانستان په شمال کې د تازه کرل شویو سپېدارو ونو تر سیوري لاندې، د کلي مشر غلام علي پویا ویاړي چې خلک له کلونو جګړو او د ځنګلونو له وهلو وروسته یو ځل بیا د ونو ارزښت درک کوي.
هغه ای ایف پي خبري اژانس ته وویل: "دلته د پستې پراخ ځنګلونه وو."
نوموړي د فاریاب ولایت چارباغ ولسوالۍ کې د خټو کورونو شاوخوا لغړو غرونو ته په اشاره زیاته کړه: "د جګړو او کورنۍ جګړې پر مهال دا ځنګلونه له منځه ولاړل؛ هېچا د ونو د وهلو مخه نه شوای نیولای."
د شمالي کارولینا ایالتي پوهنتون څېړونکي محمد نصیر شالېزي په وینا، له ۱۹۷۹ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له یرغله د ۲۰۰۰مو کلونو تر لومړیو (د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر پای پورې) د افغانستان شاوخوا ۵۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي وو.
د افغانستان له ختیځو سیمو پاکستان ته د لرګیو قاچاق د پراخې ونې وهلو لامل شو او په وچو مرکزي او شمالي سیمو کې خلکو د تودوخې او پخلي لپاره لرګي کارول.
خو ښاغلی شالېزي وایي چې په تېرو دوو لسیزو کې د ځنګلونو وهل په څرګند ډول کم شوي دي.
د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۱ کال راهیسې د هېواد ځنګلونه ۳۵ سلنه ډېر شوي دي، که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې یوازې ۲.۵ سلنه افغانستان په ځنګلونو پوښل شوی و او په ځینو سیمو کې لا هم دا پوښښ کمېږي.
کارپوهان وایي ځايي ټولنې د ځنګلونو د پراختیا لپاره کار کوي. هم د ۲۰۲۱ کال تر مخه افغان حکومت او هم د طالبانو اوسني حکومت د ونو کرلو پروګرامونه ملاتړ کړی دی.
په چارباغ کې د اغا خان پراختیايي شبکې په مالي مرسته یو کیلومتر مربع ځنګل جوړ شوی چې پکې سپېدار، پاولونیا، انارو او خرمالو یا املوکو ونې شاملې دي.
"یوه بېلګه"
دغه ځمکه د بزګرې بس بيګم احمدي ملکیت دی. نوموړې هیله لري چې مېوې او د کور جوړه مربا وپلوري، خو دا سیمه د ۳۵۰ کورنیو لپاره هم پرانیستې ده.
۴۵ کلنې بس بیګم احمدي وویل: "د دغو ونو لرل ماته ښه احساس راکوي؛ چاپېریال مې زرغون دی او پاکه هوا تنفس کوو".
نوموړې له خپل مېړه سره یوځای د خپلو څلورو ماشومانو د ملاتړ لپاره د ونو پالنه کوي.
دا "کوچنی ځنګل" د جاپاني بوټي پېژندونکي اکیرا میاواکي د اصولو له مخې جوړ شوی؛ یعنې د بېلابېلو لوړوالی لرونکو، ډېری محلي ونو نږدې کرنه.
دغه سیمه د شاوخوا لوڅو کرنیزو ځمکو پرتله په څرګند ډول یخه ده او د سون توکو لپاره وړې څانګې او د څارویو لپاره پاڼې برابروي.
د اغا خان شبکې د افغانستان د کرنې همغږې پریسا ملکزاده وایي: "کوچني ځنګلونه ایکوسیستمونه بېرته راژوندي کوي، د خاورې ښېرازي ډېروي، د اقلیم پر وړاندې مقاومت پیاوړی کوي او د خلکو د ژوندانه ملاتړ کوي".
د هغې ادارې په اوو ولایتونو کې ۵۰۰ کوچني ځنګلونه جوړ کړي دي.
غلام علي پویا وایي چې دا ځنګل د سیند تر څنګ موقعیت لري او د سېلابونو پر مهال د خاورې د تخریب مخه نیسي او "د خلکو لپاره یوه بېلګه" ده:
"هر څوک راځي، ګوري یې او غواړي چې خپل داسې ځنګل ولري".
کارپوهان باور لري چې په افغانستان کې، چې ډېری سیمې یې لرې پرتې دي او حکومت محدودې مالي سرچینې لري، د ټولنو پر بنسټ د ځنګلونو مدیریت د بیا ځنګلولو تر ټولو اغېزمنه لاره ده.
د ونو وهلو لپاره سزاوې
افغان چارواکو هدف ټاکلی چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ ۲۰۰ میلیونه ونې وکري. په دې برخه کې پر نادولتي بنسټونو، ملګرو ملتونو او خصوصي سکتور هم تکیه کېږي.
د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیم بدلون مشر روح الله امین وایي: "تېر کال مو هدف اته میلیونه ونې وې، خو په پای کې ۱۷ میلیونه ونې وکرل شوې."
د سږ کال هدف نهه میلیونه ونې دي.
په دې برخه کې ننګونې د سیمهییزو او د اقلیم سره مناسبو نوعو ټاکل، د اوبو کمښت او د څارویو له خوا د نیالګیو زیانمنېدل دي.
ښاغلي امین ومنله چې ځینې ځنګلونه د "پاملرنې یا اوبو د نشتوالی" له ستونزو سره مخ شوي او په یوه سیمه کې وچکالۍ د کرل شویو صنوبر ونو ۷۰ سلنه له منځه وړي دي.
په ځینو سیمو کې قومي شوراګانې ځنګلونه ساتي او هغو کسانو ته سزا ورکوي چې زیان ورته رسوي. په نورو سیمو کې د کلیوالو او بزګرانو له خوا د "ځنګلونو د مدیریت ټولنې" جوړې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د اقلیم بدلون مشر محمد صافی وایي چې دغه سازمان له ۲۰۱۹ کال راهیسې د پنځو میلیونو ونو په کرلو کې مرسته کړې ده.
مرغان بېرته راګرځي
حکومت د کابل ښار په څنډو کې د پغمان په څېر سیمو کې د بوټو او نیالیګو دولتي روزنځایونه جوړې کړې چې سیمهییزې ونې وروزل شي.
د نرسرۍ مشر محمود خواجهزاده د بادام، جلغوزي، غوزانو او رانځړې او ارچې پالنه کوي چې د هېواد بېلابېلو سیمو ته ووېشل شي.
هغه ای ایف پي خبري اژانس ته وویل: "زموږ پیغمبر(ص) فرمایلي دي: که د قیامت تر راتلو یوه ورځ هم پاتې وي، یوه ونه وکرئ."
د افغانستان په شمال ختیځ کې د چاریکار ښاروالي وایي چې سږ کال د سړکونو، پارکونو او غونډیو پر غاړو د زرګونو نیالګیو له کرلو وروسته د خلکو په چلند کې "بدلون" لیدل کېږي.
د سیمې اوسېدونکي احمد خالد صابري وویل چې د چاپېریال د ګټې لپاره یې په رضاکارانه ډول د ونو په کرلو کې برخه اخیستې ده.
کارپوهان ټینګار کوي چې د پاتې زړو ځنګلونو ساتنې او د ښاري سیمو ترڅنګ د طبیعي ځنګلونو دننه د ونو کرلو لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده.
د آغا خان بنسټ د اقلیم بدلون مشر اپوروا اوزا وایي: "ښه کارونه روان دي، خو د نړیوالې تودوخې د اغېزو د مخنیوي لپاره لا ډېر څه باید ترسره شي."
په چارباغ کې غلام علي پویا د ونو بله ګټه هم په ګوته کوي؛ هغه وایي له کلونو وروسته بېرته مرغان سیمې ته راګرځېدلي دي: "مرغۍ ته قفس مه جوړوئ؛ د خپل کور ترڅنګ یوه ونه وکرئ."