د ۲۰۲۶ نړیوال جام په اړه هر څه؛ د سیالیو له وخت او د ترسره کېدو له څرنګوالي نیولې د اتلولۍ تر مدعیانو پورې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ترسره کېدو په درشل کې دی؛ هغه سیالي چې د ۴۸ بې‌سارو لوبډلو په ګډون ترسره کېږي. د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او عراق د وروستیو لوبډلو په توګه خپل حضور د نړیوال جام په درویشتم پړاو کې قطعي کړ؛ هغه سیالۍ چې د جون له ۱۱مې د جولای تر ۱۹مې پورې د متحده ایالاتو، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب ترسره کېږي.

په دې توګه، د نړیوال جام د غوراوي پړاو له تر ټولو اوږدو او سیالیو ډکو بهیرونو یوه دوسیه وتړل شوه؛ هغه بهیر چې د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې پیل شوی و، شپږ کنفدراسیونونه یې رانغښتي وو او په پای کې د یوفا د حساسو پلی‌افونو او د لویو وچو ترمنځ سیالیو په ترسره کېدو پای ته ورسېد.

د ۴۸ ګډونوالو لوبډلو له ډلې، درې کوربه هېوادونو په اوتومات ډول د ګډون جواز ترلاسه کړ. ۴۳ سهمیې د کنفدراسیونونو د انتخاباتي سیالیو له لارې ترلاسه شوې او وروستۍ دوه سهمیې هم د لویو وچو ترمنځ د پلی‌افونو له لارې وټاکل شوې.

اوس چې د لوبډلو بشپړ نوملړ روښانه شوی، د فوټبال د تاریخ تر ټولو ستر نړیوال جام ته ټولې سترګې اوښتي دي.

له دې امله چې سیالۍ به په څلورو بېلابېلو وختي زونونو او هغو ښارونو کې ترسره کېږي چې ترمنځ یې واټن نژدې ۲۸۰۰ میله (له ۴۵۰۰ کیلومترو ډېر) دی، په ټولیز ډول د لوبو د پیل لپاره ۱۳ بېلابېل وختونه په پام کې نیول شوي دي.

په دې معنا چې د اروپا د لیدونکو لپاره به ځینې لوبې له نیمې شپې وروسته ترسره کېږي، چې په افغانستان کې به د سهار لومړني ساعتونه وي.

سیالۍ به څنګه ترسره کېږي؟

سږ کال به د لومړي ځل لپاره په نړیوال جام کې ۴۸ ملي لوبډلې ګډون ولري، په داسې حال کې چې څلور کاله مخکې په قطر کې دا شمېر ۳۲ لوبډلې و. دې زیاتوالي راتلونکی نړیوال جام د دغو سیالیو په تاریخ کې تر ټولو لوی پړاو ګرځولی او په ټولیز ډول به د لومړي ځل لپاره په درېیو هېوادونو کې ۱۰۴ لوبې ترسره شي.

دا سیالۍ به په ۱۶ ښارونو کې ترسره شي؛ ۱۱ ښارونه په متحده ایالاتو کې، درې ښارونه په مکسیکو کې او دوه ښارونه په کاناډا کې دي او د جون له ۱۱مې د جولای تر ۱۹مې پورې به دوام وکړي.

د ترسره کېدو موده به هم نوی ریکارډ ثبت کړي؛ دا ټورنمنټ به ۳۹ ورځې دوام وکړي، په داسې حال کې چې په قطر کې دا موده ۲۹ ورځې وه او د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ پړاوونو موده ۳۲ ورځې وه.

همداراز، د سیالیو لپاره نوی جوړښت په پام کې نیول شوی چې ۱۲ څلور-لوبډلنیو ګروپونو جوړ دی.

د پرانیستې لوبه به د جون پر ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د مکسیکو ښار په ازتکا لوبغالي کې ترسره شي، هلته به مکسیکو د سوېلي افریقا پر وړاندې ولوبېږي.

د نوي جوړښت له مخې، د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې به د حذفي پړاو ته لار ومومي او ورسره به د درېیم مقام اته غوره لوبډلې هم ورزیاتې شي؛ هغه پړاو چې د ۳۲ لوبډلو په ګډون پیلېږي.

په پای کې به د نړۍ اتله لوبډله د جولای په ۱۹مه د نیوجرسي په مېټ‌لایف لوبغالي کې جام پورته کړي.

کومې لوبډلې د اتلولۍ ډېر فرصت لري؟

کیاران وارلي، د بي بي سي د ورزشي څانګې خبریال:

اسپانیا، د اروپا اتله، هغه لوبډله چې د انتخاباتي پړاو نژدې بې‌نیمګړتیا لاره یې وهلې، د اتلولۍ له اصلي مدعیانو ګڼل کېږي. د دې لوبډلې ترکیب له بااستعداده لوبغاړو ډک دی؛ لکه پدري، فابیان رویز، مارتین زوبیمندي، رودري (د ۲۰۲۴ کال د سرو زرو توپ ګټونکی) او لامین یامال چې د نړۍ له غوره ځوانو استعدادونو شمېرل کېږي.

پر اسپانیا سربېره، د انګلستان اوسنۍ نسل هم چې د یورو په وروستیو دوو پړاوونو کې نایبه‌اتله شوې، د یوه جدي مدعي په توګه مطرح ده او اوس د یوه ستر جام د ګټلو په لټه کې ده.

د توماس توخل شاګردانو په بې‌نقصه کړنې سره نړیوال جام ته لار ومونده؛ هغوی خپلې ټولې لوبې وګټلې او ان یو ګول یې هم ونه واهه. دغه لوبډله هم د جوډ بېلینګهم او هري کېن په څېر ستر ستوري لري.

فرانسه هم د دې پړاو له پیاوړو مدعیانو ده. د دیدیه دېشان لوبډله خورا خطرناک بریدیز کرښه لري چې په کې برادلي بارکولا، مایکل اولیسه، کیلیان امباپه او هوګو اکیتیکه شامل دي. د ۲۰۲۲ کال نایبې‌اتلې لوبډلې د اروپا په انتخاباتي پړاو کې هم بې‌ماتې لوبې ترسره کړې.

ارجنټاین، د اتلولۍ مدافع، هم په ډېر ښه حالت کې ده. دې لوبډلې د سوېلي امریکا انتخاباتي پړاو په څرګند توپیر پای ته ورساوه او له اکوادور، چې د جدول دویمه لوبډله وه، په ۹ امتیازونو واټن د جدول سر ته ورسېده. د ارجنټاین ملي لوبډله چې په تېرو څلورو کلونو کې یې دوه ځله د کوپا امریکا او یو ځل د نړیوال جام اتلولي ګټلې، لا هم له جدي مدعیانو ده.

په پای کې، سره له دې چې برازیل په انتخاباتي پړاو کې چندان ځلېدونکې کړنه نه لرله، هلته یې د کونمبول په جدول کې د ۱۸ لوبو له ډلې له شپږو ماتو سره پنځم ځای خپل کړ او دا چې د دوی وروستۍ نړیواله اتلولي ۲۲ کاله پخوا وه، خو بیا هم څوک کولای شي په ډاډ سره د برازیل نوم له مدعیانو وباسي؟

غیر اصلي مدعیانې لوبډلې کومې دي؟

مایکل امونز – د بي بي سي د ورزشي څانګې خبریال:

ناروې له ۱۹۹۸ کال راهیسې نړیوال جام ته نه ده رسېدلې او هېڅکله هم د یو-اتم پایلوبې له پړاوه وړاندې نه ده تللې؛ خو د منچسټر سېټي د بریدګر ارلینګ هالند په ځلېدو سره، چې په انتخاباتي پړاو کې یې ۱۶ ګولونه ووهل، کولای شي په راتلونکي اوړي کې د حیرانتیا لامل شي. هغوی د صعود په لاره کې بې‌نقصه لوبې وکړې او خپلې ټولې اته سیالۍ یې وګټلې؛ په دې کې د نړۍ د څلور ځلې اتلې ایټالیا پر وړاندې د کور او بهر دواړه بریاوې هم شاملې دي.

مراکش هم له هغو لوبډلو ده چې خپلې ټولې انتخاباتي لوبې یې په بریا پای ته ورسولې او دا مهال د نړۍ په درجه‌بندۍ کې اتم مقام لري. دغه لوبډله سږ کال د افریقا د ملتونو جام پایلوبې ته ورسېده او سره له دې چې د سینیګال پر وړاندې یې ۰-۱ ماتې وخوړه، د اتلولۍ سرلیک یې په جنجالي ډول هغوی ته وسپارل شو. هغوی ښايي له هغې ډلې د وتلو په اړه ډاډه وي چې برازیل، سکاټلنډ او هایټي پکې شامل دي.

مصر د محمد صلاح په شتون سره هم تمه لري چې له هغې ډلې به بل پړاو ته لار ومومي چې بلجیم، نیوزیلنډ او ایران پکې حضور لري.

جاپان د اسیا تر ټولو پیاوړې لوبډله ګڼل کېږي او په ځواکمنه بڼه یې له انتخاباتي پړاوه تېر شو؛ هغوی په ۱۶ لوبو کې یوازې درې ګولونه ومنل. دې لوبډلې د مارچ میاشتې په وروستیو کې د لندن په ومبلي لوبغالي کې د انګلستان ملي لوبډلې ته په ۰-۱ ماتې ورکولو سره د خپل تاریخ لومړنۍ بریا د دې لوبډلې پر وړاندې ثبت کړه. جاپان به په ډله‌ییز پړاو کې له هالنډ، تونس او سویډن سره سیالي وکړي.

کولمبیا هم په سوېلي امریکا کې د ښه انتخاباتي پړاو له ترسره کولو وروسته د پیاوړي حضور هیله لري؛ هغوی د برازیل او ارجنټاین پر وړاندې له بریاوو وروسته د جدول درېیم ځای خپل کړ.

خو د کوربه هېوادونو په اړه څه ویلای شو؟ کاناډا چې په نړیوال جام کې خپل درېیم ګډون تجربه کوي، کولای شي له حیرانوونکو لوبډلو یوه وي. هغوی تر دې وړاندې د نړیوال جام په پایلوبو کې خپلې ټولې شپږ لوبې بایللې دي، خو دا ځل نسبتاً مناسبه پچه لري او باید له قطر، سویس او بوسنیا او هرزګوینیا سره مخامخ شي.

نړیوال جام ته نوې راغلې لوبډلې کومې دي؟

ټاکل شوې ده چې د روان کال په اوړي کې څلور هېوادونه د لومړي ځل لپاره په نړیوال جام کې ګډون تجربه کړي.

د کارابین کوچنی ټاپو کوراساوو به د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو کوچنی ګډونوال هېواد شي. دا لوبډله به په E ګروپ کې له جرمني، عاج ساحل او ایکوادور سره سیالي وکړي. کوراساوو چې یوازې ۱۵۵ زره نفوس او ۴۴۴ مربع کیلومتره مساحت لري، د نفوس او مساحت له پلوه تر ټولو کوچنی هېواد دی چې تر اوسه نړیوال جام ته رسېدلی دی.

کیپ ورډ هم له هغو هېوادونو دی چې لږ نفوس لري او نړیوال جام ته یې لار موندلې ده. دغه کوچنی ټاپووزمه په اتلانتیک سمندر کې موقعیت لري او د اسواتینیا پر وړاندې د درې ـ صفر بریا په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته صعود وکړ. دې بریا "اوبیز شارک‌کبان" د خپلې ډلې سرلاري کړل او د افریقا د ځواکمنې لوبډلې کامرون څخه پورته د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته ورسېدل. هغوی به په H ګروپ کې له اسپانیا، سعودي عربستان او یوروګوای سره مخامخ شي.

د اسیا دوو لوبډلو، ازبکستان او اردن، هم د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته لار موندلې ده.

ازبکستان چې د ۲۰۱۱ اسیا ملتونو جام نیمه پایلوبې ته رسېدلی و، بالاخره د ایټالوي روزونکي فابیو کاناوارو تر مشرۍ لاندې د نړیوال جام د صعود اوږده انتظار پای ته ورساوه. دغه لوبډله چې د "سپینو لېوانو" په نوم پېژندل کېږي، د عبدالقادر خوسانوف (د منچسټر سېټي مدافع) او الدار شومورودوف (د روم پخوانی بریدګر) په څېر لوبغاړي لري او هیله لري چې د پرتګال، کولمبیا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ډله کې اغېزناک حضور ولري.

بل لوري ته، اردن د اسیا د انتخاباتي پړاو په درېیمه مرحله کې په ۱۰ لوبو کې د څلورو بریاوو او څلورو مساویو په ترلاسه کولو سره، له سوېلي کوریا وروسته د دویمې لوبډلې په توګه نړیوال جام ته صعود وکړ. دغه لوبډله چې د نړۍ په درجه‌بندۍ کې ۶۴م ځای لري، په تدریجي ډول پرمختګ کړی او د ۲۰۲۳ آسیا ملتونو جام پایلوبې ته هم رسېدلې وه، هلته چې د کوربه قطر له خوا ماتې وخوړه. اردن به په J ګروپ کې له ارجنټاین، الجزایر او اتریش سره هم‌ګروپه وي.