"د ایورېسټ غره معجزه"؛ غرختونکو مړ ګڼلی لارښود شپږ ورځې وروسته ژوندی راغی

    • Author, کمال پرييار، کوو ایو
    • دنده, بي‌بي‌سي، کټمنډو
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د غرختونکو یو نیپالی لارښود چې د نړۍ تر ټولو لوړ غره ایورېسټ ته د ختلو پرمهال شپږ ورځې ورک و او د مړه ګمان پرې شوی و، اوس ژوندی موندل شوی دی.

دی د ورکېدو پر شپږمه ورځ په داسې حال کې خلکو لیدلی و چې د ایورېسټ غره وروستي پنډغالي ته په ښویېدو ښویېدو ور روان و.

د داوا شېرپا په نوم دغه نېپالی لارښود وروستی ځل د ایورېسټ غره درېیمه شمېره پنډغالي یا کېمپ نه پورته لیدل شوی و چې په ۷۵۰۰ متره لوړو کې دی. دی هغه مهال د ایورېسټ څوکې ته له نورو غرختونکو سره تر ختلو وروسته د راکوزېدو په حال کې و. خو له هغې شېبې وروسته تری‌تم شو.

د غره په دومره لوړو کې اکسیجن ډېر کم وي نو دا تمه نه کېږي چې اوږده موده دې څوک هلته ژوندي پاتې شي. بله خبره دا هم وه چې د هغه پر ورکېدو یو-دوه نه بلکې پوره شپږ ورځې وتلې وې.

دغه باتجربه غرختونکی د تېرې پنجشنبې پر ورځ (د جون څلورمه نېټه) هغو کسانو ولید چې د کمپ پاکولو پسې تللي وو. دی په داسې حال کې د دغه پنډغالي پر لور له لوړه ورو ورو ور ښویېده چې لاسونه یې یخ وهلي وو.

د (ای‌کې-۸ ایکسپيډيشنز) يه نوم د غرختونکو د لټولو او هغوی ته د مرستو رسوونکي شرکت یو مشر پيمبا شېرپا وايي، "داوا شېرپا له ټولو ستونزو سره سره بیا هم څو ورځې په ایورېسټ غره کې ژوندی پاتې شو. دا له معجزې کمه خبره نه ده. ریښتیا خو دا دي چې هغه ځان پخپله ژغورلی دی".

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، سږ کال تر اوسه پورې پنځه تنه ایورېسټ غره ته د ختلو پرمهال مړه شوي دي چې درې یې نیپالي غرختونکي یا شېرپا هم دي.

شېرپا نوم په نیپال کې هغو کسانو ته کارول کېږي چې ایورېسټ غره ته له ختونکو سره د لارښود په توګه خېږي.

سږ کال تر ۱۰۰۰ ډېر غرختونکي ایورېسټ څوکې ته وختل. دا په تاریخ کې لومړی ځل و چې د نړۍ تر ټولو لوړ غره باندې د غرختونکو دومره ګڼه‌ګوڼه جوړېږي او په یکي یو ځای دومره ډېر کسان دې څوکې ته خېږي.

پیمبا شېرپا وايي، "زه چې څومره خبر یم نو تر اوسه د ایورېسټ غره په دومره لوړو کې بېله پاتې شوی کوم کس دومره اوږده موده ژوندی نه دی پاتې شوی. شپږ ورځې ژوندي پاتې کېدل او په خوندي ډول راستنېدل له معجزې کمه خبره نه ده. ګمان کوم، هغه به د ځان ژوندي ساتلو لپاره په خېمو کې پناه اخیستې وي".

د نیپال د کټمنډو (هیمز روغتون) د بېړنیو ناروغانو څانګې ډاکټر نېشانت داکل وايي چې داوا شېرپا "له بې‌خودۍ وتلی او اوس یې درملنه روانه ده".

د داوا شېرپا لور ماهینډو لامو شېرپا د خپل پلار تر لیدو وروسته رویټرز خبري اژانس ته ویلي، "هغه چې زه ولیدم نو ویې پېژندلم (یعني حواس یې کار کوي). هغه ښه دی او خبرې هم کولی شي. موږ ورته خوشال یو".

د هغه ۵۲ کلنې ښځې فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د مېړه تر ورکېدو وروسته ټولو ګمان کړی و چې هغه مړ دی نو ځکه یې په غایبانه ډول د هغه د مرګ رسم هم ترسره کړی او د هغه روح ته یې دعا کړې وه.

تېره چهارشنبې د بریتانیا د شاهي سمندري ځواکونو پخواني افسر او غرختونکي کرېس ترال هم پرخپله انسټاګرام پاڼه یوه ویډیو خپره کړې وه او ویلي یې وو چې داوا شېرپا ایورېسټ غره ته د ختلو پرمهال خپل ژوند بایللی او ده ورته درناوی وړاندې کړی و.

کرېس ترال په خپله هم له داوا شېرپا سره په ګډه دې لوړې څوکې ته ختلی و خو وروسته سره ورک شوي وو.

ده په ویډيو کې ویلي وو چې کله د ایورېسټ غره څوکې نه لږ ښکته وروستي او څلورم پنډغالي یا کېمټ ته ورسېدل نو بېرته د روانېدو پرمهال داوا شېرپا "خپله په شا کړې بکسه کېښوده او دمې ته کېناست".

د ښاغلي ترال په وینا، "زه ورتاو شوم او ورته ومې ویل چې وروره ښه یې؟ هغه ځواب راکړ چې هو، هو، ښه یم. ته درځه".

دی زیاتوي، "دا د حیرانۍ خبره ځکه نه وه چې کله به دی مخکې شو، زه به شا ته روان وم او کله به زه ترې مخکې شوم. نو دا غره ته د ختلو پرمهال عادي خبره ده".

دغه بریتانوی غرختونکی همدا شان وايي چې د ښکته کېدو په وخت کې یې په ډله کې یو پولنډی غرختونکی هم و چې له ستونزو سره مخ و او دواړو په ګډه له غره کېوتو ته دوام ورکړ.

خو ترال وايي چې له هغې شېبې وروسته بیا داوا شېرپا تر دوی ور و نه رسېد او پوه نه شو چې څه شو.

کرېس ترال وايي، "ایورېسټ ته د ختلو لار اوږده او ستونزمنه ده. معمولاً پنځه ورځې وخت نیسي چې سړی څوکې ته رسېږي او بېرته راستنېږي. خو موږ نه یې ۱۱ ورځې وخت واخیست. له دې تاسې معلومولی شئ چې بره حالات څومره سخت وو."

دی زیاتوي چې چورت یې واهه چې په هغه [داوا شېرپا] پسې بېرته ور وګرځي او که "شاوخوا د سلګونه نورو وارونو غوندې به دا ځل هم هغه پخپله بېرته راستون شي او روغ رمټ به هم وي".

د داوا شېرپا له تري‌تم کېدو وروسته د هغه د لټون عملیات هم پيل شوي وو.

د هغه یوه خپلوان کونېګ شېرپا د ورزش اړوند خبرونو خپروونکې جریدې (اوټ سایډ) ته په مرکه کې ویلي وو چې د هغه د لټولو عملیات پڅ روان دي او دی ترې راضي نه و. خو وروسته چې د (ای‌کې-۸ ایکسپيډيشنز) يه نوم شرکت د هغه منظم لټون پیل کړ نو له سیمې د هوا له لارې د داوا شېرپا په خوندي ډول رایستلو کې بریالی شو.