تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ تر "ډلهييز جنسي تېري" وروسته مړه شوې
- Author, احتشام شامي
- دنده, خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د پاکستان په لاهورښار کې پولیس وایي چې د عایشې په نوم د هغې ۱۸ کلنې نجلۍ د وژنې قضیه یې ثبت کړې چې په یوه کور کې یې کار کاوه. د ادعا له مخې، دا نجلۍ تر ډلهييز جنسي تېري او د جنین سقط یا ماشوم غورځونې نه وروسته په روغتون کې بستر وه چې هلته یې ساه ورکړه.
پولیسو ویلي چې د دې قضیې د پلټنې چارې د لاهور تحقیقاتي څانګې ته سپارل شوې دي او یو تورن کس هم نیول شوی دی.
پولیسو همداراز ویلي چې له محکمې غوښتنه شوې چې په قضیه کې له ښکېلو هغو ټولو کسانو باید بیا پوښتنې ګروېږنې وشي چې څو ورځې مخکې د قرباني شوې نجلۍ تر بیان وروسته برائت ورکړل شوی او خوشي شوي دي. اوس به له دغو کسانو د هغې د وژنې په تور تفتیش او پلټنې کېږي.
د عایشې پلار جاوید دعوه کړې چې په محکمه کې ورکړی بیان یې لور د زور او فشار له امله بدل کړی و. د هغې وروستی ۱۶۴ شمېره بیان د دې له لومړني بیان سره توپير درلود چې عایشې تر مرګ مخکې ثبت کړی و.
د لاهور پولیسو د معلوماتو له مخې، عایشې تر ادعا شوي جنسي تېري وروسته حمل اخیستی و چې د تېرې مې میاشتې پر ۲۶ نېټه د جنین سقطولو له امله له ځينو روغتیايي ستونزو سره مخ او وروسته مړه شوه.
دې پېښې ته هله د خلکو ورپام شو چې تر مرګ مخکې پر خواله رسنیو د هغې یوه ویډيو ډېره لاسپهلاس شوه. په ویډیو کې دا د پېښې کیسه کوي چې چا څه ورسره کړي دي. خو بيبيسي په خپلواک ډول دا ویډيو او د هغې محتوا نه شي تاییدولی.
پولیسو ادعا کړې چې په لومړنیو پلټنو کې ورته جوته شوې چې د ادعا له مخې، دا ۱۸ کلنه نجلۍ د ماشوم سقطولو لپاره د رایونډ سیمې یوه شخصي کلېنک ته وړل شوې وه. خو چې وروسته یې روغتیايي وضعیت ډېر خراب شوی و نو د لاهور سروېسېز روغتون ته ولېږدول شوه او هلته یې تر څو ورځې درملنې وروسته ساه ورکړه.
د "ډلهييز جنسي تېري" خبره څنګه را ووته؟
د دې پېښې کیسه د تېرې اپرېل میاشتې پر ۲۸ نېټه هله پیل شوه چې عایشې د لاهور د ماډل ټاون سیمې پولیسو ته عریضه وکړه چې ډلهييز جنسي تېری پرې شوی دی. په قضیه کې د پاکستان د جزا قانون ۳۷۵ اې، ۳۳۸ سي او ۲۰۱ مادې هم د پلې کېدو وړ وبلل شوې.
په دغه هېواد کې ۳۷۵ اې ماده تر ډېره د ډلهييز جنسي تېري تور پرمهال لګول کېږي. که پر چا دا جرم ثابت شي نو د پاکستان د قانون له مخې د مرګ او یا د عمري بند سزا ورکول کېدای شي. ۳۳۸ سي ماده بیا د جنین د سقط یا د ماشوم غورځونې په قضیه کې پلې کېږي چې له مخې یې مجرم ته له درو تر لسو کلونو د بند سزا ورکول کېږي او ۲۰۱ ماده هم د ثبوتونو او شواهدو د ړنګولو او یا پټولو پر مهال تطبیقېږي چې جزا یې اووه کله زندان دی.
مدعي یا د پېښې قرباني نجلۍ عایشې په عریضه یا (اېفایار) کې ویلي چې هغې له تېر شاوخوا یوه کال راهیسې د لاهور د ماډل ټاون سیمې په یوه کور کې د کورنیو کارونو ترسرکوونکې په توګه کار کاوه.
هغې دعوه کړې چې د تېر ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د کور د څښتن زوی له خپلې ښځې سره تر خپګان وروسته د پلار په کور کې اوسېدل پيل کړي وو. دې تور پورې کړی و چې له څه مودې راهیسې د کور د مالک زوی او موټروان په ګډه پر دې جنسي تېری کوي چې له امله یې دې حمل اخیستی او ماشوم یې په نس دی.
هغې همداشان ویلي وو چې کله یې میاشتېنۍ عادت ودرېد نو د کور مېرمنې سره یې خبره شریکه کړه او تر معاینې وروسته معلومه شوه چې میندواره ده.
دې نجلۍ په عریضه کې دا تور هم پورې کړی چې د ماشوم غورځولو یا د حمل سقطولو درمل ورکړل شول چې پر دې یې ناوړه اغېز وکړ او دا په ۲۰ ورځې رخصتۍ فیصل اباد ته خپل کور ته ولېږل شوه. هلته یې وضعیت نور هم خراب شو او پلار یې چې یوه نږدې کلېنیک ته بوتله نو خبر شو چې لور یې حامله ده. پلار یې د هلک پلار ته په ټلیفون ټوله کیسه کړې او هغه ورته ویلي چې ژرترژره دې نجلۍ بېرته لاهور ته ورولي.
عایشې په عریضه کې ویلي چې لاهور ته تر تګ وروسته د کور مېرمنې یا څښتنې، د هغې خور او یوه بل کس دا وډار کړه او مجبوره یې کړه چې باید عملیات وکړي او ماشوم وغورځوي. وروسته هغوی روغتون ته بوتله. عایشې ویلي، هلته معلومه شوه چې، "زما په خېټه کې د پنځو میاشتو ماشوم مړ شوی دی".
دې نجلۍ په عریضه کې ویلي چې تر عملیات وروسته یې وضعیت نور هم خراب شو او بیا په یوه دولتي روغتون کې بستر کړل شوه.
عایشې تر خپل مرګ مخکې په دې عریضه کې له پولیسو هیله کړې وه چې تورنو کسانو پرې ډلهييز جنسي تېری کړی، ماشوم یې پرې غورځولی، ډار کړې او ګواښلې یې ده او سخت ظلم او زیاتی یې ورسره کړی دی نو باید انصاف ورکړل شي.
د دې قضیې یوه پلټونکي چارواکي ویلي چې نجلۍ د حمل تر سقط وروسته له روغتیايي ستونزو سره مخ او بلاخره مړه شوه.
نجلۍ ولې خپل بیان بدل کړی و؟
پولیس وايي چې د پېښې قرباني نجلۍ په خپل لومړني لیکلي بیان او ریکارډ شوې ویډیو کې د کور مېرمنې پر زوی او موټر چلوونکي د ډلهييز جنسي تېري تور پورې کړی و خو وروسته یې په محکمه کې خپل بیان بدل کړ او یوازې موټروان یې تورن کړ. محکمې هم ځکه د کور څښتن زوی په ضمانت خوشې کړ.
بل پلو د نجلۍ پلار جاوید بيبيسي ته په خبرو کې تور ولګاوه چې پر لور یې "فشار" راوړل شوی و چې باید په محکمه کې خپل بیان بدل کړي.
هغه دعوه کوي چې د محکمې په مخکې د بیان بدولو ته په دې قضیه کې تورنو کسانو سخت مجبور کړي وو.
د لاهور پولیس اوس وايي چې، "د جنايي پېښو قانون د ۱۶۴ مادې له مخې د نجلۍ ثبت شوی بیان یو ځل بیا ارزول کېږي. د هغې د مړي د عدلي طب معاینه هم ترسره شوې چې وروسته به یې په یوه تفصیلي رپوټ کې د مرګ اصلي لامل روښانه شي".
پولیسو بيبيسي اردو ته ویلي چې تورن کسان ادعا کوي چې دوی بېګناه دي او مدافع وکیلان یې دې قضیې ته پر بیاکتنې لګیا دي.
"خبر نه وو چې لور سره مو څه روان دي"
د عایشې پلار وايي چې لور یې په لاهور کې هغه کور ته ځکه لېږلې وه چې د کور کارونه ورته وکړي خو خبر نه وو چې هلته هغې سره څه روان دي.
جاوید زیاتوي، "موږ وختناوخت په ټلیفون ورسره غږېدو. په لومړیو کې یې داسې هېڅ کومه خبره نه ده راته کړې چې جنسي تېری پرې کېږي".
دی وايي چې څو ورځې وروسته یې ښځې ورته وویل چې د لور حالت یې بدل شوی او تل غلې وي. د جاوید په خبره، "کله چې فیصل اباد ته راغله او د وضعیت خرابېدو نه وروسته مو کلېنیک ته بوتله نو ډاکټر راته وویل چې لور مو میندواره ده. د دې خبرې په اورېدو مې پښې په لړزېدو شوې. داسې شوم لکه له پښو مې چا ځمکه کش او اسمان یې پر سر راغورځولی وي".
دی زیاتوي چې نوره ټوله خبره هماغه ده چې په عریضه کې لیکل شوې او وايي، "موږ کمزوري خلک یو. چا سره د مقابلې توان نه لرو. بس، له حکومته مو غوښتنه ده چې موږ ته انصاف راکړي".