وټس‌اپ کې نوی بدلون: د ټلېفون شمېرې پر ځای یوازې نوم ښکاره کېږي

د بي بي سي خبریاله چې ټیلفون یې په لاس کې نیولی دی
د عکس تشریح، د بي بي سي یوه خبریاله
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

وټس‌اپ اعلان کړی چې ژر به خلکو ته دا شونتیا ورکړي چې د خپل ټلېفون شمېرې له څرګندولو پرته خبرې وکړي او یوازې یې نوم ښکاره شي البته هغه نوم چې دوی یې غوره کوي.

د مېټا اداره وايي، دا ځانګړتیا به د راتلونکو څو میاشتو په موده کې د نړۍ درې میلیاردو حساب لرونکو ته په نړیواله کچه ورسېږي.

له همدې اونۍ، کاروونکي کولای شي د اپلیکېشن له لارې خپل نوم ثبت کړي، که څه هم دا به اجباري نه وي او هر څوک یې په خپله خوښه غوره کولی شي. شرکت ویلي چې خلک هر وخت کولای شي خپل کارن‌نوم بدل یا لرې کړي.

واټس اپ

د عکس سرچینه، Getty Images

کله چې دا ځانګړتیا په بشپړ ډول فعاله شي، د وټس‌اپ کاروونکي به یوازې د نومونو په تبادلې سره یو له بل سره وصل شي. د نا مطلوبو پیغامونو د بندولو او راپور ورکولو غوراوی به لا هم وي.

کارن‌نومونه (نوم) به تر ۳۵ تورو محدود وي او ډېر کم محدودیتونه به ولري، پرته له هغو لوړپوړو چارواکو او مشهور څېرو چې نومونه یې نورو ته نه ورکول کېږي. نو ډېره شونې نه ده چې وټس‌اپ د هغو کسانو له کارن‌نومونو ډک شي چې ځانونه د بېلګې په توګه «ډونلډ ټرمپ» نوموي. مېټا کارن‌نومونه د محرمیت یوه ځانګړتیا بللې ده.

واټس اپ

د عکس سرچینه، Getty Images

الیس نیوټن رېکس چې د وټس‌اپ د محصول چارسمبالې ده، ویلي چې له کاروونکو یې اورېدلي چې دوی تل نه غواړي له نورو سره د اړیکې لپاره خپل ټلېفون شمېرې شریکې کړي، په ځانګړي ډول په ډله‌ییزو ګروپونو کې چې خونديتوب په کې سخت کار دی. هغې هیله څرګنده کړه چې دا ځانګړتیا به کاروونکو ته دا واک ورکړي چې دې اپلیکېشن کې څنګه خپله پېژندنه او څرګندېده غوره کړي.

څنګه خپل نوم ثبت کړم؟

واتس آپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د مېټا په وینا، د وټس‌اپ نومونه به "په تدریجي ډول د راتلونکو میاشتو په اوږدو کې" فعال شي او کاروونکو ته به هله خبر ورکړل شي کله چې د دوی کارن‌نوم فعال شي.

هغه کسان چې غواړي پر وټس‌اپ کارن‌نوم ثبت کړي، کولای شي دا غوراوی د خپل حساب یا پروفایل له تنظیماتو پیدا کړي.

کله چې دا ځانګړتیا فعاله شي، د کارن‌نوم د ثبتولو تڼۍ به ښکاره شي.

دا کار د وټس‌اپ ویب یا ډسکټاپ نسخو کې نه شي ترسره کېدلی.

شرکت ویلي چې د جوړونکو، کوچنیو کاروبارونو او سازمانونو لپاره به دا امکان وي چې پر انسټاګرام یا فېسبوک کې خپل کارن‌نومونه هماغسې پر وټس‌اپ هم ترلاسه کړي.

د Image"اکاونټ سنټر" له لارې وصل شئ

دا معنا لري چې ستاسو ځینې معلومات به د مېټا په څو حسابونو کې شریک شي، لکهThreads او Messenger.

ځینو خلکو پر خواله رسنیو شکایت کړی چې د کارن‌نوم د ثبتولو اختیار لا هم نه دی ښکاره شوی.

شرکت خلکو ته ویلي چې "ځان ډاډمن کړئ چې د وټس‌اپ وروستۍ نسخه مو ډاونلوډ کړې او په اپلیکېشن کې یې څارئ".

د محرمیت اندېښنې

"دا ښه ځانګړتیا ده، خو که څه هم دا د محرمیت یو څه زیاتوالی راولي، باید په یاد ولرو چې وټس‌اپ په ټوله کې محرمیت دوسته نه دی"، د اکسفورډ پوهنتون استادې او د Privacy is Power لیکوالې، کاریسه وېلیز، ویلي

"دوی د کاروونکو ډېره میټاډاټا د بازارموندنې لپاره راټولوي."

هغې زیاته کړه: "باید په یاد ولرو چې وټس‌اپ د میتا ملکیت دی، هغه شرکت چې د محرمیت په برخه کې تر ټولو ناوړه تاریخ لري."

وټس‌اپ د شخصي چټونو منځپانګه د اعلانونو لپاره نه کاروي.

دا پیغامونه د پای-تر-پای کوډګنډنې له لارې خوندي دي، یعنې شرکت یې لوستلی نه شي.

خو دا د کاروونکو ځینې معلومات لکه عمومي موقعیت او د حساب بنسټي معلومات لکه عمر د اعلانونو ملاتړ لپاره کاروي.

کله چې دا ځانګړتیا په بشپړ ډول فعاله شي، د کاروونکو شخصي ټلېفون شمېرې به نور په وټس‌اپ کې نه ښکاري.

د وټس‌اپ حساب جوړولو لپاره به لا هم د ټلېفون شمېره اړینه وي.

ځینې خلکو اندېښنه څرګنده کړې چې کارن‌نومونه ښايي د درغلۍ لپاره لاره هواره کړي.

دې شرکت د اېکس د یوه کاروونکي چې د امنیتي تدابیرو په اړه یې پوښتنه کړې وه، ویلي چې "موږ څو دفاعي سیستمونه لرو."

شرکت ویلي چې اختیاري "کارن‌نوم کیلي" لنډ شمېرې کوډونه هم شته، چې له مخې یې خلک یوازې هغه وخت تاسو سره اړیکه نیولی شي چې ستاسو کارن‌نوم او کیلي دواړه ولري.

شرکت زیاته کړې چې سیستمونه یې "د ناوړه چلند بڼې کشف او بندوي"

د وټس اپ د کارولو لږ تر لږه عمر ۱۳ کاله دی، او د پیغام رسولو اپلیکېشنونه به د برېتانیا د راتلونکي کال د ۱۶ کلنو لپاره د ټولنیزو رسنیو له بندیزه مستثنی وي.

وټس‌اپ تازه اعلان کړی چې کونال شاه، د یوې هندي فین‌ټیک نوې کمپنۍ بنسټګر، به د دوی مشر شي او دا چې ویل کاتکارټ به له اوو کلونو وروسته له دندې استعفا کوي.