افغانستان کې له ۱۲ میلیونو ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي

    • Author, سمیع الله موسی زی
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د دوشنبې پر ورځ (اپرېل ۱۳مه) د ګوزڼ ضد (پولیو) واکسینو عمومي کمپاین پيلیږي.

چارواکي وايي چې دې کمپاین کې به له ۱۲ نیم میلیونو زیاتو کوچنیانو ته واکسین ورکول شي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي له خلکو غوښتي چې د دې کمپاین بریالي کولو کې مرسته وکړي.

افغانستان دنړۍ له دوو هېوادو څخه یو دی چې اوس هم په کې د پولیو ناروغۍ شته او خلک ګوزڼ وهي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي چې " دې څلور ورځني کمپاین کې به له پنځو کالونو نه د کم عمر ۱۲.۶ میلیونه ماشومان واکسین کېږي". دی وايي د حکومت له هڅو ور ها خوا د خلکو په مرسته ددې ناروغۍ مخنیوی شونی دی.

دې کمپاین کې د بامیان او دایکندي ولایتونه نه دي شامل. چارواکي وايي چې د سړې هوا له امله به دلته دا کمپاین یوه اوونۍ وروسته پیل شي.

دا سږ کال افغانستان کې د پولیو دویم واکسین دی له دې مخکې د ۲۰۲۶ کال لومړۍ کمپاین د فبرورۍ میاشت کې وشو چې پکې نږدې څلور میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شوی و.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ ناروغي په کې شته. د افغانستان ګاونډ پاکستان بل هېواد دی چې هلته هم هرکال د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبتیږي. ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ او په لرې پرتو سیمو کې د دې واکسین په سمه توګه د نه تطبیقیدو له امله لا هم په دواړو هېوادونو کې دا ویروس شته چې ماشومان په عمري معلولیت اخته کوي.

تېر کال په افغانستان کې د ګوزڼ ډېرې پېښې د هېواد له سوېلي او ختیځو سیمو راپور شوې وې او په پاکستان کې له د خیبر پښتونخوا او سند ولایتونو کې بیا د پولیو ناروغانو شمېر لوړ وو.

د تېر میلادي کال په اوږدو کې په پاکستان کې د ماشومانو ګوزڼ ضد واکسین پر کارکوونکو مرګوني بریدونه هم شوي دي. خو په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د طالبانو حکومت له خوا د کور په کور واکسین بندول له پنځو کلونو د ټولو کم عمره ماشومانو د واکسین کېدو پر وړاندې یو له مهمو خنډونو بلل کیږي.