سعودي چارواکو د احتياطي ګام په توګه د سعودي عربستان او بحرین ترمنځ پرغځېدلی مرکزي لویه لاره، "پاچا فهد پل"، چې د پینځو ساعتونو لپاره په لنډمهاله توګه تړل شوی و، اوس بېرته پرانیستلی دی.
د پاچا فهد ادارې په یوه ویناپاڼه کې ویلي دي چې " د احتياطي ګام په توګه د پاچا فهد پر پل د موټرو تګ راتګ په لنډمهاله توګه ځنډول شوی و."
دغه پل شاوخوا ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې سعودي عربستان له بحرین سره نښلوي.
د فرانسې خبري اژانس د یوې سیمه ییزې سرچینې پر حواله راپور ورکړی چې د ایران له لوري د شپې ناوخته پر سعودي عربستان د بریدونو یوه ناتار کې د الجبیل ښار په یوه پراخه صنعتي سیمه کې یو پيټروکیمیکل کمپلیکس په نښه شوی و، چې له هغې وروسته دغه پل وتړل شو.
دا برید له هغه څو ساعته وروسته وشو کله چې په عسلويه کې پر همدې بڼه بنسټونو برید شوی و.
د سرچینو په وینا، د سعودي بیسک انډسټریز کارپوریشن (SABIC) پر تاسیساتو د برید په پایله کې اور ولګېد او " د چاودنو غږونه تر لیرې ځایونو پورې اورېدل شوي."
الجبیل د سعودي عربستان یو لوی صنعتي ښار دی هلته چې فولاد، پټرول، پيټروکیمیکل محصولات، لبریکینټ او کیمیاوي سرې تولیدېږي.