تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څنګه په سفر کې د معدې د درد مخه ونیسو؟
بهرنیو هېوادونو ته سفر کول هغه څه دي چې ښايي موږ ډېر ورته په تمه یو. دا یو فرصت دی چې له ورځني تکراري ژونده ووځو، نوي ځایونه وګورو، بېلابېل خواړه وڅکو او داسې کارونه وکړو چې په عادي ډول یې د کولو موکه نه لرو.
خو کله ناکله، زموږ بدن زموږ د سوچ خلاف زموږ پلان ناسازه کړي او رخصتۍ مو د کولمو د عادتونو د بدلون له امله خرابېږي. له پړسوب او ناراحتۍ نیولې تر قبضیت او اسهاله، د مسافرو د معدې خرابوالی یوه ډېره عامه ستونزه ده.
دلته موږ درته دا روښانوو چې دا ولې پېښېږي او تاسو څه کولای شئ چې مخه یې ونیسئ.
زموږ کولمې زموږ له عادي خوړو او څښاک سره روږدي وي او په دې ډول ناڅاپي بدلون نه خوښوي. هر هغه څه چې له عادي حالته وتلي وي، د هغوی پر فعالیت اغېز کوي. له همدې امله قبضیت د مسافرو ترمنځ یوه عامه ستونزه ده، معنا که په سفر وتلئ دا خبرې به درسره وي.
قبضیت
هغه قبضیت چې په رخصتیو کې څو ورځې دوام کوي، ښايي د بدن د اوبو د کمښت (ډیهایډریشن) له امله وي.
دا په ځانګړې توګه هغه وخت پېښېږي چې تاسو په یو تاوده هېواد کې اوسئ، ځکه هلته به تاسو ډېر خولې کېږئ. د شرابو ډېر څښاک هم دا حالت بدتروي.
که له دې سره په رژیم کې بدلون، د خوړو بې وخته خوړل او د مېوو او سبزیجاتو کم مصرف هم ملګری شي، نو د کولمو فعالیت سستېږي او قبضیت سختېږي.
وروستی لامل دا دی چې موږ په رخصتیو کې تمرین کم کوو؛ په داسې حال کې چې پلی تګ او بایسکل ځغلول د کولمو په حرکت کې مرسته کوي. خفګان او د خوب بې نظمي هم په دې برخه کې خپلې اغېزې درلودلی شي.
نسناستی/ اسهال
له بلې خوا، ځینې خلک په رخصتیو کې د اسهال له پړاوونو سره مخ کېږي. یو له عامو لاملونو یې د معدې انتان (Gastroenteritis) دی چې د ککړو یا خرابو خوړو په خوړلو سره رامنځته کېږي.
په خوراکي رژیم کې بدلون هم د دغه څه یو لامل کېدلی شي. د ډېرو غوړو خوړو خوړل یا د شرابو ډېر کارول اسهال رامنځته کولای شي. همدارنګه د مېوو د جوسونو ډېر څښل (د فرکټوز له امله) او د تېز چای او قهوې څښل (د کیفین له امله) ورته اغېزې لري.
د ډېر وخت لپاره لمر ته ګرځېدل هم اسهال رامنځته کوي، ځکه بدن نشي کولی خپله دننه تودوخه کنټرول کړي.
دا هم شونې ده چې په یوه سفر کې دواړه (اسهال او قبضیت) تجربه کړئ.
ډېر خلک لومړی په اسهال اخته کېږي چې له امله یې د بدن اوبه کمېږي او که بېرته پوره نشي، نو پایله یې قبضیت وي.
د معدې د ستونزو مخنیوی
تاسو د دې ستونزو د مخنیوي لپاره څه کولی شئ؟
خپله سیمه وپېژنئ: په ځینو سیمو کې د اوبو او خوړو د ککړتیا خطر ډېر وي. د واکسینونو او اوبو د خوندیتوب په اړه سپارښتنې وګورئ.
اوبه پوره وڅښئ: تل کوښښ وکړئ چې د بدن اوبه پوره وساتئ، غوره ده چې له پاکو اوبو او طبیعي څښاکه کار واخلئ.
مېوې او سابه: هغه مېوې او سبزۍ خورئ چې ستاسو له عادي خوړو سره ورته وي.
پلی تګ: تر خوړو وروسته پلی تګ وکړئ چې ستاسو هضمي سیستم په سمه توګه کار وکړي.
منظم رژیم: خواړه مه پرېږدئ چې ستاسو د کولمو عادي حالت وساتل شي.
احتیاط: له ډېرو درنو او غوړو خوړو او له شرابو ډډه وکړئ.
که پرې اخته شوئ څه باید وکړئ؟
د قبضیت لپاره: د مایعاتو څښاک زیات کړئ او د مېوو جوس وڅښئ. اوبه غایطه مواد نرموي او جوس یې وتلو ته برابروي. په خپل رژیم کې فایبر (لکه وچه مېوه یا د چیا دانه ډېر کړئ. که اړتیا وه، د قبضیت ضد عادي درمل واخلئ.
د اسهال لپاره: د لوپرامایډ په څېر درمل د نښو په لومړي سر کې ګټور دي. د ډیهایډریشن مخنیوي لپاره ORS (د بیا رغونې محلول) او ډېرې اوبه وڅښئ.
مهمه یادونه: که نسناستی له لوړې تبې، وینې یا مخاط سره مل وي، په خپلسر درمل مه اخلئ او سم لاسي ډاکټر ته ورشئ، دا د جدي انتان نښه ده.
کله چې کور ته راستنېږئ، ښايي څو ورځې وخت ونیسي چې د کولمو فعالیت مو عادي شي. که دا نښې دوام ومومي، له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.