تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کوټه کې په هزاره توکمو برید کې دوه کسان وژل شوي او درې ژوبل دي
د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
کوټه کې پولیس وايي برید د " ښار هزار ګنجي سیمه کې شوی او هزاره توکمي وګړي پکې په نښه شوي دي."
د برید خبر خورېدو سره د کوټې د هزاره ټاون سیمه کې خلکو احتجاج وکړ او د څه وخت لپاره یې د موټرو تګ راتګ لپاره د ښار لویدیځ خوا حلقوي سړک تړلی و.
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر چې روغتون کې د ټپيانو پوښتنې ته ورغلی و، د خبرو پرمهال وویل " په پېښه کې د ښکیلو کسانو د پلټنې عملیات پیل شوي او ککړو کسانو ته به سخته سزا ورکوي."
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې حکومتي ځواکونه هڅه کوي د خلکو د سر او مال ساتنه یقیني کړي.
د دغې برید مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم دا لومړی ځل نه دی چې په کوټه کې دا ډول بریدونه کېږي.
وسله والو له دې وړاندې هم د بلوچستان بېلابېلو سیمو کې خلک او ځینې بنسټونه په نښه کړي دي.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې کوټه کې د ګازو پر یوې نل لیکې چاودنې ګڼو سیمو ته د ګازو لېږد ځنډولی و.
د مارچ د دېرشمې دې چاودنې پړه بلوڅ ازادي غوښتونکې (بي ایل ای) ډلې په غاړه اخیستې وه او ادعا یې کړې وه چې د دغې نل لیکې ګاز کوټه کې د پاکستاني پوځیانو مرکز ته لېږدول کېده ځکه یې پرې برید وکړ.
د روان کال د فرورۍ په لومړنۍ نېټه د بلوچستان ایالت په بېلا بېلو سیمو د وسله والو هم غږو بریدونو کې ۳۱ ملکی وګړي او ۱۷ امنیتی ځواکونه وژل شوي وو.
هغه مهال د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي ویلي و چې ددې بریدونو په ځواب کې یې ۱۴۰ وسله وژلي وو. ددې بریدونو پړه هم د بي ایل ای ډلې وسله والو منلې وه او ادعا یې کړې وه چې لسګونه پوځیان یې وژلي وو.
.