تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان د کرېکټ مشر روزونکی: "د افغان لوبډلې لپاره هر اړخیز پلان لري"
- Author, سمیع الله موسی زی
- دنده, بي بي سي
- رپوټ له:, کابل
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی رچرډ پی باس له ټاکل کېدو وروسته په لومړي ځل کابل ته تللی دی.
په کابل کې د یکشنبې پر ورځ ( اپرېل ۱۲مه) یوې خبرې غونډې ته وینا کې نوموړې د افغانانو لخوا د تود هرکلی ستاینه وکړه ا وې ویل له افغان لوبډلې سره د کار ستره موخه یې د نړۍ د هر هېواد په پیچ(ویشتنځای) د افغان لوبغاړو چمتو کول دي.
دې خبري کنفرانس کې د افغانستان د کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو د برخې مشر دولت خان احمدزي وویل لومړی ځل دی چې کوچ د کرکټ په ټولو اړونده پړاوونو کې ښکیل دی او دا به د ده په وینا ښې پایلې ولري. ښاغلي احمدزي وویل د مشر روزونکي په راتګ سره د چټکو توپ اچوونکي د روزنې ځانګړې پروګرام نږدې راتلونکې کې پيلیږی.
د بي بي سي دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان ته په خپل دې لومړنی سفر که څنګه احساس کوی او د افغان کرېکټ لوبډلې لپاره یې لومړیتوبونه څه دي رچرډ پی باس وویل " د مشر روزونکي په توګه غوره کېدل ماته یو ویاړ دی، ما د افغانانو او افغانستان په اړه ډېرې ښې کېسې اورېدلي دي، په زړه پورې ده چې زه اوس خپله دلته په لومړي ځل راځم، افغانانو زما ډېر تود هرکلی وکړ، ترکومه چې زما لومړیتوبونو پورې اړه لری هغه ددې لوبې پرمختګ ، او افغانستان ته د لوبو ګټل دي. مونږ هره لوبه ګټل غواړو که هغه د انګلنډ، هند، اسټرالیا او سویلي افریقا یا هرې بلې لوبډلې سره وي. مونږ به د دې هدف ته ترلاسه کولو لپاره یو منظم پلان سره پرمخ ځو".
د نړۍ د نورو لوبډلو په څېر بهرنېو پچونو سره بلدتیا افغان لوبډلې ته هم وخت ناوخته ستونزې پیدا کوي مشرروزونکي رچرډ پی باس په دې اړه وویل" په سویلي اسیا، استرالیا، جنوبي افریقا انګلنډ او د نور ځایونو په پچونو لوبو کولو ته چمتووالی زمونږ د ستراتېژۍ بله برخه ده. او دې لپاره به مونږ ټولې اسانتیاوې دلته برابروو، په همدې زمونږ تمرکز دی".
دی د افغانستان د پخواني مشر روزونکي پر ځای چې افغانستان ته له تګ یې ډډه کوله لوبډلې ته غوره شوی او له شاوخواړ پنځه کاله انتظار وروسته د افغان لوبډلې مشر روزونکی دی چې کابل کې نږدې له چارواکو او لوبغاړو سره ګوري.
د مارچ په میاشت کې متحده عربي اماراتو کې له شري لنکا سره د افغان لوبډلې سیالۍ د ایران جنګ له امله وځنډېدلې. د افغانستان راتلونکې لوبلړۍ له هندوستان سره ده. چې د کابل د سفر یوه موخه دغو لوبو ته چمتوالی بلل شوی دی.
دا لوبې چې د روان کال د جون میاشتې کې پلان دي پکې یوه ټسټ او درې یوه ورځنۍ لوبې شاملې دي.
د افغانستان د یو ورځنیو او ټیسټ لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ هم دې خبري غونډه کې برخه درلوده. دوی هیله وکړه چې د نوي مشر روزونکي تر څنګ به افغان کرکټ لوبډله ښې لاسته راوړنې ولري.
په خټه انګرېز د افغان لوبډلې نوی مشرروزونکی ریچارډ پی باس څو اوونۍ وړاندې د مخکني مشر روزونکي جانتن ټاټ پر ځای وګومارل شو. له ده مخکې له ۲۰۲۲م کال راهیسې د انګلنډ ملي لوبډلې پخوانی توپوهونکی جانتن ټراټ د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده وکړه چې تر روزنې لاندې یې افغانستان د ۲۰۲۴م کال نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې ورسېد او په ځینو نورو سیالیو کې یې د ا نګلنډ په ګډون، پاکستان او نورو لوبډلو ته ماتې ورکړې.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نوې روزونکي رچرډ پايبس په اړه ویل کېږي چې د روزونکي په توګه خپلې لومړنۍ دندې د سویلي افریقا له الف لوبډلې او د انګلستان کاونټي يا سيمه ييز کرېکټ لوبډلو سره پيل کړې. دغه راز ده د پاکستان د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده. د رچرډ پی باس د دندې پر مهال دپاکستان لوبډله ۱۹۹۹ کال د یو ورځنيو لوبو نړيوال جام تر پايلوبې رسېدلې وه.