د ګاندي لاسلیک شوي یادښتونه د بولۍ له لارې په ۱.۶۹ میلیونه ډالرو وپلورل شول

د عکس سرچینه، Saffronart
- Author, نېکتا یادوف
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د هند د خپلواکۍ د مبارزې د سر لاري مهاتما ګاندي په لاس د لیکل شویو یادښتونو یوه نادره ټولګه د ممبۍ ښار په یوه بولۍ کې په ۱.۶۹ میلیونه امریکايي ډالرو وپلورل شوه.
دا یادښتونه، د ګاندي ۶۸۸ لاسلیک شوي پیغامونه دي چې د ګاندي د نږدې ملګري او د خپلواکۍ د مبارز آنند ټي هنګوراني کورنۍ ساتلي وو.
دغه پیغامونه د ۱۹۴۴ او ۱۹۴۶ کلونو ترمنځ د ریښتینولۍ، عدم تشدد او ځان کنټرول په اړه لیکل شوي وو.
د بولۍ دفتر(Saffronart) ویلي، چې دې پلور د هند د تاریخي اسنادو لپاره په بولۍ کې تر ټولو د لوړې بیې نوی ریکارډ جوړ کړ.
ګاندي د بریتانوي نیواک پر ضد د هند د عدم تشدد مبارزه رهبري کړه او د ډېرو په منځ کې د ملت پلار بلل کېږي خو دغه یادښتونه د سیاسي مشر تر شا د هغه د شخصي ژوند او شخصیت یو نادر انځور هم وړاندې کوي.

د عکس سرچینه، Saffronart
ګاندي د خپلې مېرمنې ودیا له مړینې وروسته شاوخوا دوه کاله هنګوراني ته لیکونه استول.
په دغو لیکونو کې یې هغه ته لارښوونه، ډاډ او هڅونه لیدل کېږي.
وروسته دغه پیغامونه د کتاب په بڼه راټول شول چې نوم یې دی د ورځې لپاره یو فکر (A Thought for the Day).
د بولۍ دفتر شریک بنسټګر دینېش وازیراني وویل، دا ټولګه خلکو ته دا فرصت ورکوي، چې ګاندي د یوې نږدې او شخصي اړیکې له لیدلوري هم وپېژني.
د سفراڼ آرټ (Saffronart) د "۸۶ توکو" په لیلام کې، چې سرلیک یې و؛' ګاندي: د آنند ټي هنګوراني په ټولګه کې' یاد یادښتونه تر ټولو مهم او د پام وړ توکي وو.
په دې ټولګه کې هغه لیکونه، لاسوندونه، انځورونه او شخصي توکي هم شامل وو، چې د هنګوراني کورنۍ د نسلونو په اوږدو کې ساتلي او خوندي کړي وو.
د دې ټولګې له ترتیب څه باندې دوه لسیزې تېرېږي او د هند د خپلواکۍ د مبارزې مهمې تاریخي شېبې، او همدارنګه د ګاندي او هنګوراني ترمنځ ملګرتیا مستندوي.
وازیراني په یوه اعلامیه کې وویل:
" دا یادښتونه یو نادر فرصت برابروي، چې وګورو ګاندي څنګه هغه اصول، چې په عامه توګه یې تبلیغول، په خپل عملي ژوند کې هم پلي کول. له همدې امله دا ټولګه د هغه د فکر او عملي ژوند یو خورا ارزښتناک ریکارډ ګڼل کېږي "
بولۍ کې نور توکي هم شامل وو، لکه د خدای او د هندوانو د سپېڅلي کتاب بهاګواد ګیتا په اړه د ګاندي یادښتونه، د هغه د وړلو وړ څرخه، او د تار د ریسئ کولو اړوند روحاني دېسپلین د هغه په اړه دوه لیکونه هم په کې شته.
د بولۍ دفتر د پېرودونکي هویت نه دی افشا کړی، خو ویلي یې دي چې دغه یادښتونه به په هند کې پاتې شي.






















