د پاکستان حکومت وايي، د تېلو بیې ټيټوي خو خلک وايي له پخوا اوس هم لوړې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ تر هوکړې وروسته په نړیوال بازار کې د تېلو بیې رالوېدلې دي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د پېټرول لیټر ۷۴ او د ډيزل ۶۷ روپۍ راټيټوي.
له دې سره به په دغه هېواد کې د پېټرولو لیټر له ۳۷۳ کلدارو ۲۹۹ روپيو ته راټيټ شي او د ډیزل لیټر به هم له ۳۷۸ نه ۳۱۱ روپيو ته راولوېږي.
ښاغلي شریف ویلي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو، د اقتصادي حالت ښه کېدو او په نړیوال بازار کې د تېلو بیو د راټيټېدو نه وروسته یې حکومت هڅه کوي چې د دې وضعیت ګټه ملکي خلکو ته ور ورسوي.
د پاکستان لومړي وزیر همداراز ویلي چې په سيمه کې له اقتصادي فشار سره سره په دغه هېواد کې مالي کړکېچ پيدا نه شو او نه هم خلک د سونتوکو او تېلي تولیداتو له کمښت سره مخامخ شول.
د خلکو نیوکه
خو خلک نیوکه کوي چې که د بیو دا راټيټېدل عملي هم شي، د تېلو قیمتونه اوس هم تر هغه ۳۳ روپۍ لوړ دي چې د ایران له جګړې مخکې وو.
د یادولو ده چې د پاکستان حکومت د ایران له جګړې وروسته په ناڅاپي ډول د پيټرولیم محصولاتو د هر لیټر بیه ۵۵ روپۍ زیاته کړې وه.
نیوکه کوونکو ویل چې حکومت د اقتصادي کړکېچ فشار پر عامو خلکو ور اچوي. خو حکومت ویل چې د جګړې له امله راپيدا شوو حالاتو سره د مبارزې لپاره همدا لار ورپاتې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
حکومت د ایران جګړې له پيلېدو وروسته د مارچ پر اوومه نېټه د تېلو لیټر ۵۵ روپۍ لوړ کړ چې بیه یې له ۲۶۶ روپیو څه باندې ۳۲۱ ته وختله. وروسته بیا هم په پرلهپسې ډول زیاتی او کمی په کې راغی خو تر ننه د پيټرولو لیټر په ۳۷۳ او د ډيزلو په ۳۷۸ و.
اوس چې د بیو کوم "کمی" شهباز شریف اعلان کړی، د هغه له مخې د پيټرولو بیه ۲۹۹ روپيو ته راټيټېږي چې تر پخواني قیمته (۲۶۶/لیتر) اوس هم ۳۳ کلدارې لوړ دی.
لا معلومه نه ده چې د بیو دا کمښت به کله عملي شي خو بيبيسي اردو د خبریالانو له خولې ویلي چې دغه کار نن جمعه د شپې ۱۲ بجې کېږي.
د ایران جګړې پر مهال هرمز تنګی تړل شوی و چې نړۍ ته د تېلو رسولو له مهمو سمندري لارو یوه ده. د دې جګړې له امله څو ځله په نړیوال بازار کې د تېلو د هر بېرل/بېلر بیه ۱۰۰ ډالرو نه هم واوښته چې د پاکستان په څېر بېلابېل هېوادونه یې له سرخوږي سره مخامخ کړل.
د شمېرو له مخې پاکستان هر کال له ۱۶ تر ۱۸ میلیارد ډالرو خام تېل له بهره واردوي نو ځکه په دغه هېواد کې د تېلو بیو لوړېدو باندې دې جګړې مخامخ اغېز درلود.
د اقتصادي چارو شنونکو ویلي وو چې که په نړیوال بازار کې د خامو تېلو د هر بېرل/بېلر بیه ۱۰ ډالره هم خېږي نو پاکستان د تېلو واردولو لپاره د کال له یونیم تر دوو میلیارد ډالرو نورو پیسو ته هم اړتیا لري.






















