د امریکا او ایران ترمنځ‌ د سولې هوکړې ته د هیلو له ډېرېدو سره د تېلو بیې راټیټې شوې دي

A worker fills a red car with fuel with a green pump labelled petrol on 23 May, 2026 in New Delhi, India.

د عکس سرچینه، Hindustan Times via Getty Images

    • Author, پیټر هوسکېنز
    • دنده, د سوداګریزو چارو خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

له امریکا او اسرائیل سره د ایران د جګړې پای ته رسېدو لپاره یوې هوکړې ته د هیلو له ډېرېدو سره د تېلو نړیوالې بیې غورځېدلې او په اسیا کې د ونډو بیې ختلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هند د سفر پر مهال ویلي، مرکچیان پر یوه پیاوړې طرحه بوخت دي او دا چې نن (دوشنبه) ښايي د جګړې د پای ته رسېدو هوکړه ترلاسه شي.

له دې سره د دوشنبې سهار د برېنټ اومه تېلو شاخص پنځه نیم سلنه راکښته او د یوه بېرل بیه ۹۷ اعشاریه ۹۰ ډالرو ته پرېوته.

د امریکا د اومه تېلو شاخص بیا نږدې شپږ سلنه غورځېدلی او یو بېرل په ۹۰ اعشاریه ۹۳ ډالر پلورل کېدل.‌

تر دې ورمخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و چې که هوکړه کېږي، نو د کښتیو د تګ راتګ د مهمې لارې یعنې هرمز تنګي‌ بېرته پرانیستل به هم پکې شامل وي.‌

هغه په دې تړاو نور جزییات نه وو ورکړي.‌

دغه سمندري تنګی چې د نړۍ پنځمه برخه تېل او اوبلن طبیعي‌ ګاز (اېل‌اېن‌جي) ترې تېرېږي، د روان کال د فبرورۍ پر ۲۸مه د جګړې له پیلېدو راهیسې عملآ تړلی دی.

اوس چې په لنډ وخت کې د دغه تنګي‌ د بېرته پرانیستل کېدو د احتمال هیله غوړېدلې،‌ نو په جاپان کې د نیکي‌ ۲۲۵ ونډو بازار شاخص هم ورسره په لومړي ځل له ۳ سلنې لوړېدو سره له ۶۵۰۰۰ څخه ختلی دی.‌

جاپان هم په ګاونډ کې د پرتې سویلي کوریا په څېر له دې کبله د ایران له جګړې ډېر اغېزمن شوی، چې د انرژۍ له اړخه تر ډېره پر خلیج متکي دی.

په بریتانیا او امریکا کې د انرژۍ او مالي بازارونه نن دوشنبه د عمومي رخصتۍ له کبله تړلي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په نوي ډیلي کې رسنیو ته ویلي، "زموږ کار لا روان دی. څنګه چې مې وویل، موږ فکر کاوه تېره شپه به څه خبر ولرو. ښايي نن [خبر ترلاسه شي.]

روبیو دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې چې ډونلډ ټرمپ‌ وویل، خپلو مرکچیانو ته یې لارښوونه کړې چې "په هوکړه کې دې بیړه نه کوي."

هغه مخکې ویلي و، ښايي هوکړه نږدې وي.

ټرمپ د شنبې پر ورځ پر ټولنیزو رسنیو ولیکل، چې د سعودي عرب، متحدو عرب اماراتو، قطر او نورو مشرانو سره یې د "سولې اړوند د تفاهم لیک" په اړه "ډېرې ښې ټیلیفوني خبرې" کړې دي.

هغه ویلي‌ و " د امریکا متحدو ایالتونو، د ایران اسلامي جمهوریت او نورو بېلابېلو هېوادونو ترمنځ چې یاد شوي، پر یوه تړون تر ډېره بریده هوکړه شوې او یوازې وروستي پړاو ته پاتې دی."

نوموړي زیاته کړې وه چې "دمګړۍ د تړون پر وروستیو ابعادو او جزییات بحث روان دی او ډېر ژر به اعلان شي."

د امریکا ولسمشر همداراز وویل، د شنبې پر ورځ یې د اسرائیل له لومړي بنیامین نتنیاهو سره هم ټیلیفوني خبرې کړې، چې "ډېرې ښې" وې.

ډونلډ ټرمپ د دغه احتمالي تړون نور جزییات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې که هر ډول هوکړه کېږي، نو خامخا به اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي‌ مخه نیسي.‌

خو هغه د یکشنبې پر ورځ پر خپله ټروت سوشیل خواله رسنۍ ولیکل چې "دواړه لوري باید [هوکړې ته] وخت ورکړي او کار سم ترسره کړي. هېڅ تېروتنه باید ونه شي!"

له دې ورمخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دغه هېواد دولتي تلوېزیون ته ویلي وو چې په تېره یوه اوونۍ کې د امریکا او ایران دریځونه سره نږدې شوي.‌

خو هغه دا خبرداری هم ورکړ چې دا په دې مانا نه ده چې پر مهمو مسایلو دې هوکړه وشي.‌

ښاغلي بقايي همدا راز امریکایان تورن کړي و، چې ګوندې متناقضې څرګندونې کوي.‌

د انرژۍ نړیوال بازارونه له مارچ میاشتې راهیسې، چې ایران د اسرائیل او امریکا لخوا پر دغه هېواد د برید په غبرګون کې له هرمز تنګي‌ پر تېرېدونکو بېړیو د برید ګواښ وکړ، بې‌ثباته دي‌ او د بیو لوی بدلونونه تجربه کوي.‌

ایران جګړه

د عکس سرچینه، Getty Images/BBC

که څه هم د اومه تېلو بیې نن په چټکۍ سره راپرېوتې، خو لا هم د جګړې تر پیل د مخکې وخت پرتله لوړې دي.

د ایران د جګړې تر پیل وړاندې یو بېرل برېنټ تېل په شاوخوا ۷۰ ډالرو پلورل کېدل.‌

تهران د اوربند له هوکړې مخکې پر اسرائیل سربېره او د سعودي عرب، بحرین او متحدو عرب اماراتو په ګډون خلیج کې د امریکا پر متحدانو هم بریدونه وکړل.

د اپرېل لومړیو کې د اوربند هوکړه وشوه او ‌واشنګټن او تهران له هماغې راهیسې د اوږدمهاله د سولې هوکړې لپاره پر خبرو بوخت دي.

په اېم‌ټي‌اېس فایننشل کې د انرژۍ د څېړنې مشر ساول کاوونیک وايي "اوس د هیلو څرک رالګېدلی، چې دا به په لنډه موده کې د تېلو د بیو د کمېدو لامل شي."

هغه زیاته کړه: "خو د تېلو بازارونه به ان تر ټولو له ډېرې هیله بښوونکې سناریو سره سره تر ۲۰۲۷ کال پورې محدود پاتې وي، ځکه وخت ته اړتیا ده چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو جریان عادي شي، د تېلو زیانمن شوي تاسیسات ورغول شي او هغه نړیوالې زېرمې بېرته ډکې شي چې د جګړې له پیل راهیسې په بې سارې توګه کمې شوې دي."