د نصرت فتح علي خان هغه سندرې خپرې شوې، چې د ده له مړینې ۲۷ کاله وروسته وموندل شوې

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان خورا مشهور سندرغاړي نصرت فتح علي خان یو شمېر ثبت شوې سندرې د نوموړي له مړینې ۲۷ کاله وروسته لومړی ځل خپرې شوې دي.

د نصرت فتح علي خان د سندرو دا ثبت شوي ریکارډونه د بریتانیا ویلټشیر سیمې "ریل ورلډ ریکارډز ان بوکس" نومي ادارې په ارشیف کې موندل شوي، چې پېټر ګابریل ثبت کړي وو.

نصرت دا سندرې په ۱۹۹۰ کال کې ثبت کړې وې او دا ثبت شوي مواد، ځکه هلته پاتې وو، چې له ثبت کوونکې ډلې هېر شوي وو. ادهران مولان چې دا ریکارډونه یې موندلي په دې هکله وايي: "موږ د دې موسیقۍ ترتیب هک حیران کړو. "

ښاغلي مولان مانې ته کیسه تېره کړې، چې څنګه یې د ارشیف ځای بدلولو پر مهال هلته د شته څيزونو نوملړ چمتو کولو پر مهال دا ریکارډونه وموندل: "ما چې هلته دنده درلوده راته ویل شوي وو، چې دا په خپل ژوند کې تر ټولو ښه سندرغاړی و، ما یې خبره نه منله، خو کله مې چې د ده سندرې واورېدې، راته معلومه شوه، چې دا خبره سل سلنه سمه وه."

د سندرو ثبت شویو ټیپونو په هکله ویل کېږي، چې د ماهرینو له لوري له لېږد مخکې په خورا احتیاط سره یو څه تودوخه ورکړل شوې، چې شبنم ډوله لندبل ترې لېرې شي.

ښاغلی مولان په دې هکله وايي: "داسې په اسانۍ سره نه کېږي، چې دومره یو زوړ ټېپ په ریکارډر کې وغږول شي، داسې خرابېږي، خو کله چې موږ ډیجیټل کړ، موږ ته معلومه وه، چې معیار یې خورا عالي و."

ښاغلي ګابریل چې د "وماډ" په نامه یې د موسیقۍ مېله تاسیس کړې، په ۱۹۸۵ کال کې دې مېلې ته نصرت فتح علي خان بللی و، چې سندرې ووايي او له هغه ځایه د نصرت فتح علي خان موسیقي ګڼ شمېر نوي مینه وال وموندل.

نصرت فتح علي خان د قوالي په برخه کې د نړۍ له خورا مشهورو قوالانو یو و. قوالي او صوفیانه موسیقي په ۱۳ مه پېړۍ کې په هغه سیمه کې دود شوه، چې اوس د هند او پاکستان په نامه هېوادونه دي.

په قوالي کې معمولاً د سندرغاړو یوه ډله سندرې وايي، چې یو سندرغاړی پکې مرکزي رول لري او بېلابېلې سندریزې غاړې سره همغږي کوي. د نصرت فتح علي خان د سندرو تازه ټولګه د "رڼا ځنځیر" په نامه خپره شوې ده.

محمد ایوب چې په ۱۹۸۰ کال کې یې نصرت فتح علي خان پېټر ګابریل ته ورپېژندلی په دې هکله وايي:

"ډېر خوښ یم، چې دا سندرې وموندل شوې، بلکې په ټوله نړۍ کې ډېر خلک ورته خوښ دي. د ښاغلي خان سندرې خورا ډېرو خلکو ته جذابیت لري، ان نن هم ډېر خلک دا سندرې زمزمه کوي. د ده میراث به تر پېړیو پورې دوام کوي. "